
له ډېری فرصتونو د وېرې له کبله ګټه نه اخیستل کېږي. خلک ګڼ فرصتونه تشخیصوي، خو د احتمالي ګواښ له کبله ګټه ترې نه شي پورته کولی. په هره برخه کې د بریالیو کسانو د ژوند له مطالعې وروسته سړی پوهېږي چې ډېری یې د ګواښ منلو له برکته بریالي شوي دي. په منطقي ډول د ګواښ منل په سوداګرۍ او کاروبار کې د بریا له سترو رازونو ګڼل کېږي. هغه کسان چې دا کمال لري تر بل هر چا له فرصتونو ښه ګټه پورته کولی شي.
د امریکايي میلیاردر ډان فریډکېن پلار په کاروبار کې ګواښ ومانه او له برکته یې نن زوی میلیاردر دی. د ډان نیکه پیلوټ و. هغه په خورا لږو امکاناتو د پیلوټۍ د زده کړو یو مرکز جوړ کړ. وروسته یې یو هوايي شرکت جوړ کړ چې یوازې یوه الوتکه یې درلوده. د پلار تر مړینې وروسته زوی په شرکت کې خپلې ونډې وپلورلې او له دې معاملې یې یوازې دری اعشاریه څلور میلیونه ډالر ترلاسه کړل. د ډان پلار توماس د موټر د ځغلولو شوقي و او د موټر ځغلونې له یو شمېر لوبغاړو سره یې هم پېژندل.
په ۱۹۶۸ زېږدیز کال کې د موټرو د تولید جاپانۍ کمپنۍ ټویوټا د توماس یوه ملګري او مشهور موټر ځلوونکي کارل شیبلي ته په امریکا کې د ټویوټا موټرو د وېش وړاندیز وکړ. نوموړي دغه وړاندیز د فورډ شرکت له یوه مهم چارواکي سره شریک کړ، خو هغه مشوره ورکړه چې دا کار باید ونه کړي، ځکه د هغه په باور کورني موټر جوړونکي به جاپاني هغه مات کړي او د ده په وینا سمندر ته به یې وغورځوي.
شیبلي چې کله دا خبره له توماس سره شریکه کړه، هغه سم دلاسه جاپان ته ولاړ او د ټویوټا شرکت ته یې ډاډ ورکړ چې دی د دغه کار د ترسره کولو وړتیا او مالي منابع دواړه لري.
په ۱۹۶۹ کال کې یې د ټویوټا شرکت لومړی موټر تکزاس ایالت ته وارد کړ او په دې توګه یې د « Gulf States Toyota Distributors» بنسټ کېښوود.
دا شرکت اوسمهال په نړۍ کې د ټویوټا موټرو د وېش دویمه ستر شرکت دی، چې له برکته یې ډان فریډکېن میلیاردر شوی دی. نوموړی هم له تېرو شلو کلونو راهیسې په همدې شرکت کې کار کوي او اوس یې مشر او مالک دی.
د همدې شرکت له لارې نوموړی اوسمهال د امریکا په تکزاس، لویزانا، میسیسيپي او اوکلاهوما ایالتونو کې د ټویوټا شرکت بېلابېل موټر پلوري.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې تر نهمې نېټې د ډان فریډکېن پانګه دری اعشاریه دری میلیارده ډالرو ته رسېده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۱۲ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۸۳ ام ځای لري.
ده واده کړی، څلور اولادونه لري او د تکزاس ایالت په هوسټن سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.