غزل

 
چې سوې څړيکې مې له خپلې تنې نه وباسم
پوه شه چې زړه مې سلامت د چا له زړه وباسم
 
ناست يم د چا له خوشبويۍ نه ګلابونه تراشم
ناست يم له سپينو-سرو غومبرو يې سکاره وباسم
 
زه په غليم باندې له ځانه کسات نه اخلمه
له خپل زړګي نه مې د خپل زړګي کاته وباسم
 
د هغې مستې لېونۍ ډول ته پايڅې ټولوم
عقله! له خپلې ککرۍ نه مې واښه وباسم
 
زړه در پرېږدم، درد در پرېږدم، ازار يې هم درپرېږدم
ستا په لېمو لېمې ګنډم، ترېنه باڼه وباسم
 
محب الرحمن محب