يو څو کيسه ګۍ/ ۲۰

ستا یاد:
کله کله مې په تا پسې هومره زړه تنګ شي چې خپل ځان مې یاديږي او سم ورپسې خپه يم...
لیونی:
ګولۍ یې خولې ته واچوله او له پلاستيکي پیالې یې د اوبو غوړپ پسې وکړ، مخامخ ولاړ نرس ته یې چې په سوچ کې ورته ولاړ وو وویل: کیسه همدلته خرابه ده چې زه رییس جمهور نه یم...
مهرباني:
له اوږدې ټوخلې وروسته یې سترګې پرانستلې، د خپلې لور اندېښمنو سترګو ته یې وکتل او په دمه دمه یې وویل: کاش چې د دنیا وروستی ناروغ زه وای...
 
وخت:
ویل یې وخت سره زر دی خو نه د خدای پامانۍ وخت...
نسخه:
د درملتون په مخ کې نسخې ته ځیر وو او تر څنګ ولاړې میرمنې ته یې وویل: دا هم لکه زما د زړه خبرې هسې دي، هر څوک يې نشي لوستلای...