
د ایټالیا مشهور اقتصاد پوه ویلفردو پارتو وايي، په دغه هېواد کې اتیا سلنه عایدات د ۲۰ سلنه خلکو جیبونو ته ځي او په پایله کې د اېټاليا اتیا په سلو کې خلک یوازې ۲۰ سلنه عاید ترلاسه کوي. دا د شتمنیو ډېر ناانډوله وېش دی. وروسته پر دې مسئله «ډاکټر جوزف یورن» کار وکړ او په ډاګه یې کړه، چې د (۲۰۸۰) سلنې قانون د ژوند په ټولو برخو کې د پلي کېدا وړ دی. په دې معنا، چې هر۲۰ سلنه فعالیت ۸۰ په سلو کې پایلې ترلاسه کوي. د بېلګې په توګه تاسې، چې په خپل ژوندانه کې ۸۰ سلنه پایلې ترلاسه کوﺉ، دا ستاسې د ۲۰ په سلو کې کار پایله ده. په بله وینا، اتیا په سلو کې بری او ناکامي ستاسې د ۲۰ سلنې فعالیت په نتیجه کې رامنځته کیږي.
دغه فورمول ستاسې په وخت کې هم رول لوبوي.
یعنې ستاسې د ژوند اتیا په سلو کې نتایج ستاسې د ۲۰ سلنه وخت محصول دی. تاسې اتیا کاله عمر کوﺉ، خو په دې اتیا کلونو کې به یوازې ۲۰ کاله فعالیت داسې وي، چې ستاسې ژوند، شخصیت او راتلونکې ورسره جوړیږي. دا وخت له ۲۰ کلنۍ تر ۴۰ کلنۍ پورې دی. په دې موده کې تاسې د ټول عمر لپاره پانګونه کوﺉ.
تاسې هره ورځ په دفتر کې کار کوﺉ، خو ستاسې د کار ۲۰ په سلو کې برخه داسې وي، چې د کار پر کیفیت مو اغېز پرېباسي. تاسې دا ۲۰ سلنه وخت درک کړﺉ او خپل ټول ظرفیت، انرژي او توان په همدې ۲۰ سلنه کار او وخت کې ولګوﺉ.
په روژه کې یو هوټلچي ټوله ورځ کار کوي، خو د هغه د پلور وخت مازیګر او ماښام دی.
په دې شل سلنه وخت کې باید کافي مشتریان ومومي او خپل ټول تولید وپلوري.
په دغه فورمول کې تر ټولو مهم څیز دا دی، چې موږ په خپل ژوندانه کې د اتیا سلنې چارو اصلي اړخ، یا شل سلنه کار درک کړو. که تاسې د خپل ژوند او کار اهداف مشخص او په لنډ او اوږده وخت یې ډلبندي کړﺉ، وخت ورته وټاکئ او د بري لارې یې وسنجوﺉ، خامخا به مو شل پر اتیاسلنې فورمول پرځای کیږي.
هدف ته د رسېدو لپاره باید ریسک ومنئ. که څوک غواړي د اس سپرلۍ زده کړي، هغه باید پرځان دا ومني، چې څوځله به غورځي.
که یوڅوک غواړي ښه مدیریت او ریاست وکړي، په سلو کې ۲۰ برخه چارې باید خپل لومړیتوب وګرځوي. د همدې ۲۰ په سلو کې چارو له لارې کولای شي خپل کار په ښه توګه پرمخ بوځي. که ستاسې په دفتر کې ۱۰۰ تنه کار کوي، ضرور نه ده، چې د سلو واړو چارې له نږدې وڅارﺉ. تاسې د ۲۰ تنو مسوولو کسانو په څار سره هر څه سمبالولای شى. له دغه فورمول نه داسې استنباط کیږی، چې د اتیا په سلو کې تولید کاري ځواک شل سلنه کسان دي.
دا په دې معنا نه ده، چې ستاسې اتیا په سلو کې نور کار بې اغیزې دی. پاتې وخت تاسې په ناستو، مشورو، لارښوونو او نورو مسایلو لګوﺉ، خو اصلي او ضربتي کار مو ۲۰ سلنه دی، چې ستاسې د کار څرنګتیا او اغېز ثابتوي.
که تاسې د خپلو کارکوونکو له ډلې شل سلنه کار وړ کسان وپېژندل، د هغوی پر ظرفیتونو، امتیازونو او نورو مسایلو مو غور وکړ، ستاسې پاتې ټول کارکوونکي د همدې شل سلنه کسانو له خوا پر کار لویږي. یانې دا شل سلنه افراد ستاسې متحرکه قوه ده، چې ټوله دستګاه مو په کار ورسره بوختیږي.
زموږ په ټولنه کې په میلیونونو کسان ژوند کوي، خو شاوخوا ۲۰ سلنه یې داسې کسان دي، چې د ټولنې د ودې او پرمختګ په چاره کې اغیزناک دي. زموږ د هر کور لګښت ۲۰ سلنه کسان پوره کوي. یانې که په هر کور کې لس کسان وي، دوه تنه یې، چې عموماْ نارینه دي، د خېټې غم خوري. همدا لامل دی، چې (په افغاني ټولنه کې) په کورنیو کې نارینه وو ته تر ښځو ډېر ارزښت ورکول کیږي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.