د «سټیو واین» د بریالیتوب کیسه

 
هر څومره چې په اقتصادي لحاظ د خلکو د ژوند کچه لوړېږي په هماغه اندازه د تجملي توکو او د استراحت د اړوندو وسایلو سوداګري ګرمېږي. په لوېدیځه نړۍ په ځانګړي ډول امریکا کې د خلکو د عواید یوه ستره برخه پر سیاحت او سرګرمۍ مصرفېږي.
د خلکو د سرګرمۍ لپاره په امریکا کې یو مشهور ښار لاس وېګاس دی. امریکایی سټیو واین په همدې ښار کې پر ، هوټلونو، قمارخانو او دمه ځایونو«استراحت ځایونو» د پانګونې له لارې میلیاردر شوی دی.
سټیو واین د ۱۹۴۷ زېږدیز کال د جنورۍ په ۲۷ نېټه د متحده ایالاتو په کونکټیکېټ ایالت کې زېږېدلی دی. د نوموړي اصلي کورنۍ تخلص وينبرګ و، خو پلار یې هغه مهال چې سټیو د شپږ کلونو و، پر واین بدل کړ. د نوموړي موخه له یهودو سره د کېدونکي تبعیضي چلند مخنیوی و.
سټیو په نیویارک کې را لوی شو او په ۱۹۵۹ زېږدیز کال کې د «Manlius Pebble Hill School» په نوم له یوه خصوصي ښوونځي څخه فارغ شو. نوموړي وروسته د پنسلوانیا په پوهنتون کې د کلتوري انسان پېژندنې او انګریزي ادبیاتو پوهنځۍ ولوسته.
لا په پوهنتون کې محصل و چې په ۱۹۶۳ زېږدیز کال کې یې پلار د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شو. پلار یې د خپلې استوګنې په سیمه کې د بینګو په نوم د یوې لوبې کلب درلود. ویل کېږي چې له پلاره نوموړي ته دری نیم لکه ډالره پور پاتې شو.
سټیو چې له پوهنتون فارغ شو د پلار کار ته یې دوام ورکړ، خو خپل فعالیتونه یې یوازې په همدې برخې پورې محدود نه کړل. ده له همدې لارې په ترلاسه کړو پیسو د «New Frontier Hotel and Casino» په نوم کمپنۍ کې ونډې وپېرلې.
دی او مېرمن یې په ۱۹۶۷ زېږدیز کال کې لاس وېګاس ته ولاړل. سټیو له ۱۹۶۸ څخه تر ۱۹۷۲ کال پورې د شرابو د وارداتو یوه کمپنۍ هم چلوله. په ۱۹۷۰ کال کې یې هڅې پیل کړې چې د ګلډن نګېټ په نوم په یوه قمارخانه کې خپلې ونډې ډېرې کړي. کله یې چې ونډې د کنټرول تر بریده ورسېدې هغه یې پر یوه هوټل او استراحت ځای بدله کړه.
د نوموړي لومړنۍ ستره پروژه د «The Mirage» په نوم د هوټل جوړول و. سره له دې چې نوموړي تر دې وړاندې هم په یو شمېر هوټلو کې ونډې درلودې خو دا لومړنی هوټل و چې دی یې د جوړولو او ډیزاین په چارو کې ښکېل و او ۶۳۰ میلیونه ډالره لګښت ورباندې راغلی و. دویم ستره پروژه یې د «Treasure Island Hotel and Casino» په نوم هوټل و.
د نوموړي د کمپنۍ له لوري جوړ شوي نور مشهور هوټلونه عبارت دي له واین لاس وېګاس، واین مکاو، بلاګیو واین او انکرو لاس وېګاس څخه.
فوربس مجله وايي چې سټیو واین د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې تر ۱۸ مې نېټې دری میلیارده ډالره پانګه درلوده چې په دې توګه د میلیاردارنو په نړیوال نوملړ کې ۵۱۲ ام او په متحده ایالتو کې ۱۷۴ ام ځای لري.
دی دوه اولادونه لري او په لاس وېګاس کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.