
ـــ د جاپان مرکز د یوچینور په نامه یادېږي .
ـــ پر سپوږمۍ باندې د لومړي ځل له پاره د ملګرو ملتونو بیرغ ورپېده .
ـــ د سپوږمۍ پر سطحه باندې د ګالف لوبه ترسره شوه .
ـــ نیل ارمسټرانګ په ۱۹۳۰ زېږدیز کال د اګسټ په ۱۵ مه د امریکا په اوهایو کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې .
ـــ هغه توغوندی، چې انسان یې سپوږمۍ ته پورته کړ د سیچرن په نامه یادېده .
ـــ د اوسنۍ نړۍ تر ټولو ګټور څیز کمپیوټر دی .
ـــ انالوګ کمپیوټر د وان ایوربش لخوا ایجاد شو .
ـــ د لومړني دیجیټل کمپیوټر اوږدوالی ۵۰ فوټه او لوړوالی یې ۸ فوټه وو .
ـــ له کمپیوټر څخه په هره څانګه کې کار اخیستل کېږي .
ـــ لومړنی کمپیوټر په ۱۸۶۱ زېږدیز کال کې ایجاد شو .
ـــ لوی کمپیوټر ته مین فریم وایي .
ـــ تر ټولو زیات د راډیو سټېشنونه په امریکا کې دي .
ـــ په ونو کې تر ټولو لومړۍ د خرما ونه پیدا شوې ده .
ـــ په نړۍ کې تر ټولو لومړی بانک په ایټالیا کې جوړ شو .
ـــ رېکشا د لومړي ځل له پاره جاپان جوړه کړه .
ـــ د نړۍ تر ټولو ستر برج د فرانسې د ایفل برج دی .
ـــ په نړۍ کې لومړنی جومات، مسجد الحرام دی، چې محراب نه لري .
ـــ په نړۍ کې تر ټولو ستره لویه وچه آسیا ده .
ـــ د نړۍ تر ټولو ستر موزیم د بریتانیې موزیم دی .
ـــ د مقبول په نامه بندر په اسټرالیا کې دی .
ـــ په نړۍ کې تر ټولو زیات اور غورځونکي غرونه په فلپین کې دي .
ـــ د جاپان ولسمشر په خپلو وینو یو کتاب لیکلی وو .
ـــ په اسلامي هېوادونو کې تر ټولو لومړی هېواد ترکیه وو، چې ښځو ته یې د رایې ورکولو حق ورکړ .
ـــ هغه پاچا چې په خپلو وینو یې کتاب لیکلی وو، سوتوکو وو .
ـــ په نړۍ کې تر ټولو زیاته مېوه، چې خوړل کېږي، هغه کیله ده .
ـــ د ایفل ایوان په نامه د پولینډ اوسېدونکی، چې غوږونه یې نه لرل د خولې او سپږمو له لارې یې غږ اورېده .
ـــ په ۱۹۴۶ زېږدیز کال د مصر په یوه نندارتون کې، یوه هګۍ نندارې ته وړاندې شوه، چې د عثماني سلطنت بشپړ تاریخ پرې لیکل شوی وو .
ـــ په نړۍ کې د لومړي ځل له پاره، مصنوعي سپوږمکۍ د روسیې له خوا کشف شوه .
نور بیا .....