د نړۍ نامتو انځورګران (۴): ايليا رېپين

 
د زيږيدو نېټه: 5.08.1844 ز کال
مړينه:  29.09.1930ز کال
روسی انخورګر ايليا يفيمويچ رېپين (Ilya Yefimovich Repin)، په ۱۸۴۴ ز کال کې د «چوګويف» په ښار کې زيږدلی، چې  د اوسني اوکراين د خارکوف سیمې پورې اړوند دی.
 

د رېپين د مور انځور
 
هغه مهال دا تصور چا نشو کولی، چې د داسې يوې بې وزله کورنی هلک به يو وخت د نړۍ له نامتو انځورګرانو په ډله کې وي. مور يې لومړنۍ کس وه، چې د ده استعداد ته يې هغه مهال پام واوښت، چې رېپين د مسيحيونو په اختر پاسخه (Easter) کې د هګيو پر رنګولو او انځورولو اخته و. مور يې د ده استعداد ته ډير خوشاله شوه، خو د خپل زوی د پرمختګ لپاره يې په لاس کې څه نه و.
ايليا رېپين په لومړي سر کې په سیمه ييز ښوونځي کې په زده کړه پيل وکړ او هلته د توپوګرافي درس ورکول کيده، خو تر تړلو کيدو وروسته يې د ايکون انځورګرۍ (د مسيحيانو مذهبي انځورګري) ته مخه کړه او له ايکون انځورګر «بوناکووا» سره شاګرد شو. دلته يې د تجربې او زده کړې د  ترلاسه کولو وروسته، ۱۵ کلن رېپين د سيمې د کليو په کليساګانو کې زيات شمېر ايکون icon انځور کړل. څلور کاله يې په پرله پسې توګه کار وکړ، تر څو د سل روبله پر سپما بريالی شو او بيا «سانت پيترز بورګ» ته په دې نيت روان شو، چې هلته د هنرونو په اکاډمي کې ځان شامل کړي.
په سانت پيترز بورګ کې په لومړي سر کې بخت ورسره ياري ونکړه او په ازموينه کې پاتې راغی او د هنرونو په يوه ښوونځي کې د سامع په توګه پاتې شو. په دې ښوونځي کې ورته ښه ښوونکي پيدا شو، چې ده ته يې ښې لارښوونې وکړې. يو کال وروسته بيا په دې وتوانيدو، چې یادې اکاډمي کې شامل شي.
په ۱۸۷۱ ز کال کې بالغ رېپين، په داسې حال کې اکاډمي پای ته ورسوله، چې د هنر په هکله يې پوره زده کړې تر لاسه کړي وې او ديپلوم يې د سرو زرو مډال هم وګټلو. ځوان رېپين د پورتريت کښلو ته مخه کړه. نوموړي به ۱۸۶۹ ز کال کې د «و. ا. شيفڅوه» پورتريت هم کښلی و، چې نوموړې بيا درې کاله وروسته ورسره واده هم وکړ.
په ۱۸۷۱ کال کې رېپين هغه مهال ډير شهرت تر لاسه کړ، چې د «سلاويايي کمپوزرانو» تابلو يې رسم کړه او هغه د روسي، چکي، پولینډي د ۲۲ کمپوز جوونکو ډله ييزه تابلو وه.
په ۱۸۷۳ کال کې رېپين د پاريس په سفر ولاړ او هلته د فرانسوي ايمپرېسيونيزم هنر سره اشنا شو، خو په زړه يې برابر نه شو. درې کاله وروسته بيرته چوګويف ته راستون شو او بيا په ۱۸۸۷ کې  مسکو کې استوګن کيږي.
مسکو کې د استوګنې پر مهال ې له راز راز خلکو او انځورګرانو سره يې پيژندګلوي وشوه او همدلته يې خپل نامتو اثر زاپروژيان «زاپروژڅۍ» په ۱۸۹۱ کال کې وکښلو. همداراز يې د يو شمېر نامتو کسانو پورتريتونه هم ترسيم کړل لکه نامتو کيمياپوه مېندلېيف، ايم. اي. ګلينکه او په نړيواله کچه د نامتو روسي ليکوال ليف. تولستوی يو شمېر انځورونه.

 

ليو تولستوی (۱۸۸۷)
 
د ۱۸۸۷ کال له پيل نه د انځورګر په ژوند کې بدليدونکي لحظې پيل شوې؛ له ميرمني نه بيل شو، يو شمېر هنري ټولنې او بنسټونه يې د بيروکراسۍ په تور خوشي کړل او روغتيايي حالت يې هم کاوکه شو. له ۱۸۹۴ نه تر ۱۹۰۷ کلونو پورې يې د هنرونو په اکاډمي کې لوړ پوړی چارواکی و او د هنرمندانو د کارخونو مشري يې پر غاړه درلوده. د همدغې دندې پر مهال يې يو لوی دولتي فرمایش تر لاسه کړ او يو ۳۵ متر مربع اثر « دولتي شورا» يې انځور کړ، چې د نوموړي د لويو اثارو وروستۍ شو.
ايليا رېپين د دوهم ځل لپاره له «ان. بي. ناردمان ـ سېويروا» سره  په ۱۸۹۹ ز کال کې واده وکړ او له هغې سره د فنلينډ د «کواوکاله» سيمې ته ولاړ، چيرې يې چې د ژوند وروستۍ درې لسیزې تيرې کړې.
په ۱۹۱۸ کال کې د جګړې له امله يې دا چانس تر لاسه نکړ، چې روسيې ته راستون شي خو ۱۹۲۶ ز کال کې يې دولتي بلنه تر لاسه کړه، خو ناروغۍ له کبله يې و نه منله. ايليا رېپين د ۱۹۳۰ ز کال د سپټمبر په ۲۹ نېټه يې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې.
 


 
د انځور نوم: د سمندرګي سره د پوشکين خدای په اماني. دغه اثر  د ايوازوفسکي سره په ګډه انځور شوی.
 
 

 
د انځور نوم: مڼې او پانې، (۱۸۷۹ ز کال).

 

 
د انځور نوم: انتظار يې نه کيدو( ۱۸۸۴- ۱۸۸۸ کلونه)