
زه د سعودي عربستان لپاره سخت وجنګیدم
د ۱۹۷۶ کال د نوامبر په ۲۹ نیټې د دوشنبې په ورځ د سهار په ۹او۵۸ دقیقو په سپینې ماڼۍ کې دسعودي د سفیر علي علیرضا تود هرکلی وشو. سپینې ماڼۍ د ختیځ پاسفیک سمندر په سویل کې پیښې کلکې څارلې . دغلته څو ساعته مخکې استرالیا د خپلو پیسو د ارزښت ټیټوالی اعلان کړ او په نوي زیلینډ کې حکومت د بهرنیو اسعارو راکړه ور کړه وځنډوله .چارواکي لاهم په دېډاډه نه وو چې ایا دا د نړیوال مالي بحران لومړنۍ نښې دي او که نه . ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې له سفیر علي رضا سره په یوازې توګه وکتل .سپینې ماڼۍ نه غوښتل چې ددغې ناستې په اړه لویه تماشا جوړه شي او هر څو ک پرې خبر شي او د رسنیو د پلټنو او پوښتنو پام ور واوړي .
ولسمشر فورډ وویل:«زه په ژوره توګه د نړۍ د اقتصادي وضیعت او د تېلو د بیو د پورته تلو د ممکنه اغیزو په اړه اندیښمن یم . زه په ژوره توګه د هغو ډیرو صنعتي هیوادونو او هغو کمو صنعتي هیوادونو دواړو د اقتصادي وضیعت په اړه هم اندیښمن یم چې له دې اړخه ډیر اغیزمنیدونکي بلل کیږي . په پرتګال کې موږډیر سخت کار کوو چې هغه منځلاری حکومت راخپل کړي چې په پرتګال کېیې د کمونستانو د اغیزو د له منځه وړلو په وړاندې فعالیت کاوو . د حالاتو خرابیدل کیدی شي هغه پرمختګ بیرته په څټ را وګرځوي چې موږ په دې وروستیو کې کړی وو .»
په ایټالیا کې هم لویې اقتصادي ستونزې په ایشیدو دي ، ا و که واکمن حکومت یې ژر غم ونه خوري نو په دې کې شک نشته چې دا کار به په ایټالیا كي کمونستان واک ته ورسوي .برتانیې اوس د خپلو پیسو د ارزښت د ټینګ ساتلو لپاره هڅه کوله چې د پیسو د نړیوال صندوق د پور په اړه خبرې اترې وکړي. هغه دا یادونه وکړه چې حالات تر کنټرول لاندې راغلي دي . ولسمشر خپل میلمه ته په ډاګه کړه چې « ما د سعودي عربستان لپاره سخته جګړه وکړه او زموږ تر منځ د ډیرو نژدې اړیکو څخه مې ملاتړ کړی. ما د کانګریس له هغې برخې سره سخته مبارزه کړې چې په غیر مسولانه ډول یې له تاسو سره د هرډول پریکون خبر راپورته کړې وه . زه به خپلو دغو هڅو ته دوام ورکړم، ځکه چې زموږ موخې ا و ګټې سره شریکې دي .ان که زه په سپینه ماڼۍ کې نه هم وم زه به په دې برخه کې خپلو منډو ته دوام ور کړم.خو دا ډیره مشکله ده چې د امریکا خلک دتېلو داسې لوړیدل وویني چې د نړۍ په لر او بر کې د خرابۍ لامل کیږي.زه غواړم چې په دې برخه کې مرسته وکړم ، ځکه ،کله چې اقتصاد پوهانو ماته دتېلو د لوړیدو له کبله د اقتصادي رغیدا د خطرپه اړه وویل ، نو ومې غوښتل چې پرهمدې بنسټ له تاسو سره ددغو ستونزو د حل لپاره یوه معامله وکړم.»
کله چې خبره د تېلو بیې ته را ور سیده نو دسعودي سفیر علیرضا په دې برخه کې ونه غوښتل چې ان یو وار هم د ایران د شاه نوم واخلي.«ستونزه سیا سي ده نه اقتصادي . موږ به د اوپیک د پریکړو له ماتولو پرته هر هغه څه وکړو چې په وس موپوره وي ، خو که تاسو د اوپیک په نورو غړو هیوادونو فشار راوړئ نو دا به د بیو په کښته کولو کېډیر اغیزولري. تاسو کولی شئ د خپل دفتر له لارې د تېلو نور تولیدونکي هم مرستې ته وهڅوئ.»
د امریکې ولسمشر فورډ د سعودي له نیک نظر او فکر څخه مننه وکړه او له برتانیې سره یې د ریاض د مالي مرستو شکریه هم ترې وکړه . هغه وویل :«زه د سعودي ډیر منندوی یم. زه ان په لبنان کې د سعودي مشرتابه له هغې همکارۍ څخه ډیره مننه کوم چې د جګړې له ویرې د وتونکو امریکايي وګړو په خوندي ویستنه کېیې همکاري وکړه .»
سعودي سفیر علیرضا په دغه ټکي نور هم لږ را تم شو او اسراییلو ته یې په اشارې سره وویل :«زه هیله لرم چې د سویل په لور د اسراییلو مخه ونیسئ. په سیمه کې د سوریې له ځواکونو پرته به ، ګوریلايي جنګیالي ډیر ازاد لاس ولري.» ظاهرا داسېښکاریده چې سعودي عربستان هغې بیانیې ته ځواب ورکړ چېیوه ورځ دمخه د اسراییلو د لومړي وزیر اسحاق را بین لخوا خپره شوه او هغه ورته وویل چې« دده له هیواد سره پر پوله د سوریايي ځواکونو پاته کیدل به په هیڅډول د زغملو وړ نه وي . »
ولسمشر فورډ وویل چې سپینه ماڼۍ په سیمه کې د وضیعت په اړه بشپړ معلومات لري: « موږ له اسراییلو سره په دې مسلې له نژدې کار کوو او زه شخصا هیله لرم چې د لبنان وضیعت به بیرته ښه شي.»
زه فکر کوم چې شاه زموږ پیغام تر لاسه کړ
کیسنجر د دسمبر په ۳ نیټه د جمعې په ورځیو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته ور وبلل شو. هغه په تازه شپو کې د مکسیکو له پلازمینې راګرځیدلی وو . هلته هغه د نوي ټاکل شوي ولسمشرکارتر له میرمنې سره د نوي ټاکل شوي ولسمشرجوسي لوپیز پورټیلو د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی وو . کیسنجر ولسمشر فورډ ته وویل چې:« هغه ډیره ارامه او ښایسته میرمن وه . ما دا سې احساس کړه چې باید هغې ته ووايم چې په څه ډول په رسمي پروګرامونوکې ودریږي ، څه باید ووايي ، له کومه اړخه باید کمرو ته ودریږي ، ځکه چې په دغه برخه کې باید څوک د هغې خامیو ته متوجه نشي .باور وکړئ چې هغه په دې برخه کې په هیڅ نه پوهیده .د هغه لپاره ټوله نړۍ د جورجیا د کلیو په څیر ښکاریده او ټولې کړنېیې د کلیوالي جورجیایانو په څیر وي. هغې ته باید دا تشریفات ور وښوول شي.تاسو به باور ونکړئ چې هغه له ما څخه څه وپوښتل ». جیرالډ فورډ چې د ډیرو خلکو پرتله د مسولیت د وزن په اړه ښه پوهیده اوس یې په کارټر باندې باور کړی وو او له هغه سره یې همکاري او خواخوږي اعلان کړه.« په واقیعت کې په دې اړه ما یو څه مثبت احساس کړل.»
لاهم سپینې ماڼۍ ته له اقتصادي لیکو وروستي نا سم یا ځورونکي خبرونه را رسیدل.د بیکاره امریکایانو شمیر بیرته څه باندې۸ اشاریه۱ په سلو ته ختلی وو . الن ګرین سپن ومنله چې د امریکا اقتصاد تر لومړنیو خوشبینانه اټکلونو په ضعیفه وضیعت کې دی . هغه « مستهلکینو او سوداګرو دواړو ته د لوړې کچې د احتیاط کولوخبر دارئ ور کړ» وروسته د هیواد د اوسپنې۲ سترو کمپنیو اعلان وکړ چې «په ۱۹۷۷ کال کې د۶په سلو کې خپلو بیو د لوړولو پلان لري». د تېلو تولیدونکي هیوادونو د امریکې د اوسپنې د صنایعو ستر مشتریان یا اخیستونکي وو. دوی په دې بحثونه کول چې ددوی د خپلو تولیداتو د بیو د پورته کولو تصمیم د توجیه وړ دی او دوی مجبوره دي چې د خپلو هغو وارداتو د بیو د جبران کولولپاره دا کار ترسره کړي چې له لویدیځیانې امریکېڅخه یې تر لاسه کوي .
ولسمشر فورډ او د هغه سلاکارانو د اوسپنې په کمپنیو غږ وکړ چې په خپل تصمیم له سره کتنه وکړي . دوی په دېټینګار کاوو چې ددغ کمپنیوتصمیم د هیواد کورني اقتصاد ته زیان رسوي . هغه وویل :« دا سخته ده چې امریکايي کمپنۍ د خپلو تولیداتو بیه لوړه کړي او موږ د منځني ختیځ د تېلو تو لیدونکو ته ووایو چې تاسو د تېلو بیې مه لوړئ.» کیسنجر ولسمشر فورډ ته وویل چې هغه یو ځل بیا د سعودي له سفیر سره خبرې وکړې:« هغه وویل چې تاسو ډیر محترم او اغیز من شخصیت یاست ، خو دا د اوسپنې د بیو لوړیدل دوی وژني .»
ولسمشر ځواب ور کړ:« ما په دې اړه خپلو خلکو ته مصیبت را پورته کړ.دا رښتیا هم ډیر ظالمانه حرکت دی.ایا زه له ښاغلي زاهدي سره دا خبره را پورته کړم ؟»
کیسنجر ځواب ور کړ:«زه فکر کوم چې همداسې باید وکړو، موږ باید هرڅه برابر کړو.» هغه ولسمشر ته وویل چېیو شمیر ښه خبرونه ور ته لري :«زه فکر کوم چې شاه یو پیغام لري. هغه اوس د تېلو د بیو د ۱۰٪ پورته کولو خبرې کوي ، خو زه فکر کوم چې دا به له ۷ تر ۸ په سلو کې لوړ شي . »دکیسنجرلیوالتیا ا و خوښۍ هرڅه ته نوی فکر ورکړ. ولسمشر او د هغه اقتصادي سلاکارانو دا خبره اوس پوره روښانه کړه چې دوی نه غواړي د ۱۹۷۷ کال لپاره د تېلو بیې لوړې شي. او دا داسې وخت وو چې یو ځل بیا کیسنجر د شاه د پلان په اړه ناسم تفسیر کړی وو . شاه په روښانه ویلي وو چې په هیڅډول نشي کولی چې د تېلو بیې له ۱۵ په سلو څخه کمې لوړې کړي .
ولسمشر وویل:« هوکې ، اجازه را کړئ چې له هغه سره همدا اوس دا روښانه کړو.ځکه چې زما خلک به سبا له ماڅخه چې له سپینې ماڼۍ بهر شم ګیله کوي .»