
څنگه به په څنگ کې د حبيب نه وي؟
چا کې چې بڅرى د تخريب نه وي!
پته د مين به څنگه ولگي؟
لاره کې چې خار نه وي رقيب نه وي!
ژوند به هم د مړو ژوندو په منځ کې وي
چېرته چې اصول نه وي ترتيب نه وي
غم به د ولس له منځه وباسي
غم که په چارواکو کې د جيب نه وي
خداى(ج) که دا خانان هم داسې وپايي
څنگ کې که د خان سره غريب نه وي
مه وايه هېچا ته ناروغي ساده
څو دې چې موندلى خپل طبيب نه وي.
٠٨/١٢/١٣٨٥
حيدرآباد