
ليک: عبيدالله ساحل
مطبوعات د نظامونو په تشکيل کې د څلورمې قوې په توګه او يا له دې هم څو ګامه وړاندې زيات ارزښت لري، د فکر او عقيدې د تقارب او تضارب اړينه وسيله ده بلکې معاصره نړۍ يې د همدې موخې لپآره کاروي.
د نړۍ شته حقايق دا ثابتوي چې مطبوعات نظامونه کنترولوي، د نظام په چلولو کې تر بلې هرې قوې زياته ونډه لري؛ په ننۍ مطبوعاتي نړۍ کې فتحه او سقوط د مطبوعاتو زيږنده ده، د نظامي قوت له مصرفيدو او رسيدو وړاندې مطبوعاتي قوت مورچل فتحه کړی دی، د نفوذ لپاره يې له وخته مخکې ذهنيت سازي کړي ده، د توپ او طيارې له کارونې وړاندې عامه ذهنيتونه دې ته تياروي چې ستا د قوت په وړاندې ځان کمزوری وشميري او يا دی هرکلی وکړي.
په اسلامي تاريخ کې د مطبوعاتي ډګر فلسفه د نبي کريم صلی الله له ژوند او مبارزې څخه پيليږي؛ د کفر او اسلام په دروند او هر اړخيز ټکر کې د اسلام مدبر قائد او زړه سواند پيغمبر د مطبوعاتي جنګ اثر درک کړی ؤ، ځکه يې د کوثر سورة په څرمن وکښله او د کعبې پر ديوال يې راوځړوله کفري قوت ته يې چلنج ورکړ چې د ادب او هنر مدعيان مو را وغواړئ او د دې الفاظو په څير يو څه وليکئ، مقابل لوری د دې مطبوعاتي چلنج په جواب کې ناکام شو او له دې کار څخه وروسته يې درک کړه چې د پيغمبر پيغام يو نړيوال پيغام دی او زړونو ته يې ښکته شوه چې دا نړۍ به يوه ورځ د دې پيغمبر پيغام ته ګونډې وهي؛ د هغه مبارک په ژوند کې صحابه کرامو د مطبوعاتو او مطبوعاتي تکتيکونو ماهيت او اصليت درک کړی ؤ ځکه خو يې په ډير هنر او مهارت پلي کړل او پايله يې هم د دوي په بريا تمامه شوه.
بدبختانه د اسلام د مجد او عظمت په وياړمن دور کې شوي ابتکارات او نوښتونه په دې وروستيو کې بې دينه او لويدلې اروپا خپل کړل، بيرته يې د همدې مسلمان ولس په زيان وکارول؛ اوس د ټولې نړۍ مطبوعاتي محور د اروپا له انګړه څرخيږي، د دوي د ګټو او بريا لپاره کار کوي، د غربي تمدن او مبتذل کلتور په ترويج کې نه ستړي کيدونکي ګامونه اخلي، اسلامي فکر او عقيدې د ړنګولو په هوډ په خپل ټول قوت لګيا دي او کار کوي؛ د افغانستان په غيږ کې د مهذبو افغاني ټولنو بې تهذيبه ټولنې جوړول د همدې مطبوعاتي شبکو کړنې وې چې تر ننه پورې روانې دي؛ افغان ټولنه کې نږدې يوه لسيزه وړاندې بې حجابه پيغله چا نه شوه زغملی خو د مطبوعاتي بهير په پراخيدو سره دا دی له پيغلې نه، نه يواځې حجاب ولويد بلکې د يو داسې لويدلي تهذيب څخه برخمنه شوه چې تصور يې نه شو کيدلی؛ د حجاب له غورځيدو سره سم د لنډغرې اروپا مروج لباس، تعامل او حرکات خپلول د همدې مطبوعاتي ډګر سوغات ؤ چې دا بې وزله ولس يې پرې اخته کړ او دا لړۍ په دومره سپين سترګۍ روانه ده چې په وړاندې هېڅ کوم خنډ هم نلري؛ د اشغال په لمړيو ورځو کې هلته چې توره بوړه کې لا د مقاومت څو شيبې دمه او ساه موجوده وه؛ مطبوعاتي شبکو اوازه ګرمه کړې وه چې امريکا د څار په برخه کې دومره پياوړې ده چې يو انچ خوځيدونکی محرک جسم له الوتکې ليدلی شي، جهادي ليکو کې پراته مخالفين په همدې اوازه او افواه سره وترهيدل، شاته شول او د هيواد ميدان دوي ته پاتی شو چې تر ننه پکې د دوي فزيکي شتون ترڅنګ د دوي مطبوعات نظام چلوي او افغاني فکرونه او ضميرونه تسخيروي.
د افغانستان په څېر وږي او وروسته پاتي هيواد کې د مطبوعاتي بهير دومره پراخيدل او بربنډيدل کوم تصادف نه بلکې مهندسي پلان ؤ چې زموږ د عزت او تهذيب جنازه يې وويسته؛ د امريکايې اشغال په لمړۍ مياشت کې زموږ دوست هيواد هندوستان درې هليکوپترې د مرستې او خواخوږۍ په تکل د کابل هوايې ډګر کې ښکته کړې چې له هندي فلمونو، مشهورو فلمي ستورو له لوڅو انځورونو او مجلو پرته يې بل هېڅ نه درلودل؛ لنډ وخت کې د سلګونو تلويزوني شبکو، راډيوګانو او بې شميره مجلو او اخبارونو رامنځ ته کيدل د فکري جګړي رامنځ ته کول او د اسلامي فکر او افغاني کلتور د حذفولو او شرمولو پرته بله کومه توجيه لري ؟!!
حقيت دا دی چې مطبوعات هر څه کولی شي، ان تر دې چې د هيوادونو په نيونه او اشغال کې تر بل هر قوت رغنده رول لوبوي؛ د بريا او سقوط پيلامه له همدې نقطې نه پيليږي؛ امريکا مخکې له دې چې په عراق او افغانستان يرغل وکړي، ډبلوي بوش وويل چې موږ لس کاله وړاندې جنګيدلي يو او نفوذ مو کړيدی سره له دې چې د بوش د دې خبرې ترشا به ډير څه پراته وي خو د هغوي د جنګيدنې يوه لار له وخت نه وړاندې مطبوعاتي کمپاينونه ؤ، چې له افغانستان او عراق نه بيرون د دوي په نماينده ګۍ ورته ځينو شبکو ترسره کړل؛ له يرغل سره سم د افغانستان په داخل کې د قيمتي او هغه راډيوګانو چې په عادې شکل به چارچ کيدلې د هيواد په اکثره کلو او بانډو کې وړيا توضيع شوې د هر ماشوم او سپين ږيري تر لاسونو ورسيدې؛ دا کار يې ولې وکړ؟! ايا افغانان راډيوګانو ته تږي ؤ او که اشد ضرورت يې درلود؟! دا کار يې يواځې د دې لپاره وکړ چې د همدې راډيوګانو پرمټ ولسونو کې د اسلامي ثقامت او د مقاومت په ليکو کې د تنظيميدو روحيه ووژني او د خپلو کړنو لپاره کږ ليچونه او خنډونه ونړوي.
اسرائيلی رابرت مردوخ چې په اوسنۍ نړۍ کې د مطبوعاتو د امپراطور په نوم شهرت لري، د مطبوعاتي طرحو په مټ داسې څه وکړل چې انسان په تعجب کې غورځوي؛ ستاسو به هم ياد وي چې څو کاله وړاندې د افغانستان په فارمي او کورني چرګانو د انفلوينزا مرض ګډ شوی ؤ، په کورونو کې خلکو خپل چرګان ژوندي خښول په سلګونه زره کورني او فارمي چرګان ژوندي خښ شول او افغان تجارانو ته يې زيانونه واړول؛ دلته کېسه بله وه، په يو وخت کې د هندوستان او پاکستان د چرګانو بازار د افغانستان په خاوره کې په ډيره چټکۍ روان ؤ؛ نږدې وه چې د هند بازار پاکستان ته شکست ورکړي هماغه ؤ چې پاکستان د مطبوعاتو امپراطور رابرت مردوخ راوغوښت او ترينه غوښتنه يې وکړه چې د مطبوعات پر مټ افغانستان کې د هندوستان بازار سقوط کړه؛ رابرت مردوخ مطبوعاتو کې اوازه واچوله چې د افغانستان چرګانو کې انفولينزا ګډه ده، سره له دې چې ترننه ثابته نه شوه چې د چرګانو انفلوينزا څه ډول ده؟! له همدې اوازې وروسته افغانستان کې د هندوستان د چرګانو بازار وتړل شو او د پاکستان سينه په خپل دښمن يخه شوه.
د نوکيا کمپنۍ پاکستان کې بازار موندلې ؤ، چې سمسينګ کمپنۍ بازار ته راغله، سمسينګ کمپنۍ وغوښتل چې نوکيا ته شکست ورکړي، هماغه ؤ، چې له رابرت مردوخ څخه يې د پيسو په بدل کې غوښتنه وکړه چې د مطبوعاتو له لارې يادې کمپنۍ ته شکست ورکړي؛ رابرت مردوخ پاکستان کې ګرمه اوازه واچوله چې، (نوکيا) مبايل کې په يو نمبر زنګ راځي که هرچا پورته او (اوکې) کړ نو له مبايل نه به يو ډول ګاز راووځي او سم دلاسه به انسان ووژني؛ په هفتو هفتو خلکو نوکيا مبايلې بندې کړې او سمسينګ کمپنۍ ته يې مخه کړه، چې له هماغه ورځې سمسينګ کمپنۍ بازار موندلی تر ننه يې بازار په لاس کې دی.
څو کاله وړاندې کاناډا د خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم کاريکاتور جوړ کړ، ټوله اسلامي نړۍ کې تظاهرات پيل شول او د دې تظاهرات لمن د پاکستان تر پارلمان پورې ورسيده، د پاکستان پارلمان هم تظاهرات پيل کړل، پاکستان کې يوټوب بند شو او ځنې نور بنديزونه هم ولګيدل؛ پاکستان له دې حالت نه وډار شو چې هسې نه له دغه تظاهراتو نه نور خلک ناوړه ګټه پورته نکړي نو د تظاهراتو د ارامۍ په فکر کې شو؛ رابرت مردوخ يې راغوښت او غوښتنه يې ترې وکړه چې د مطبوعاتو په مټ د دغه بحران لمن راټوله کړه؛ نوموړي سمدستي په مطبوعاتو کې د (ملالۍ يوسفزۍ) خبره را واچوله، په خلکو سړې اوبه توې شوه او د پاکستان ټول مطبوعات د ملالۍ يوسفزۍ په اړه لګيا شول؛ سره له دې چې ملالۍ يوسفزۍ يوه ماشومه نجلۍ وه چې تر ننه هم نه پوهيږي چې نړۍ او مطبوعات ولې پر ما غږيږي؟!.
کاش! زموږ د هيواد مطبوعاتو هم خپل رسالت درک کړی وای؛ د دې پرځای چې پردی تهذيب او کلتور ترويج کړي، د هيواد د پايښت، ازادۍ او اسلامي فکر او افغاني کلتور د ترويج لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړی وای.