د دوحې د دوه ورځني سیمینار په اړه:

 
بسم الله الرحمن الرحیم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
ټولو ته ډاګیزه ده چې  د مې د میاشتې  په دویمه او دریمه  ورځ   د قطر دهیواد  د مرکز دوحې په ښار  کې د افغانانو د خپلمنځۍ ناستې یو پروګرام تر تیب شوې و،  دغه پروګرام د یوې کاناډایی موسسې (پغواش ) د ایټالوی مشر ( فاولو )  تر مشرۍ لاندې  د  ملګرو ملتونو دیو ناما او د طالبان دغورزنګ په  شریکو هڅو  جوړ شوې و .  په دې پروګرام کې  ۴۴ کسانو ګډون درلود ،  چې اته کسان یی دطالبانو دهیئت غړي و.  دا لمړۍ ځل و چې دطالبانو هیئت په دومره دروند هیئت سره  په داسې یو  بین الافغانې کنفرانس  کې د ګډون له پاره  چمتو کیږي .
د طالبانو  دهیئت مشرۍ  شیرمحمد عباس ستانکزي کوله ،  اوپه هیئت کې یی نور مخور کسان  لکه  قاري  ډین محمد حنیف ،  عبدالسلام  حنیفې ، محمدسهیل شاهین ،  جان محمد مدني ، شهاب الدین دلاور او  سید رسول  حلیم  موجود وو ،  دحزب  اسلامي  هم  دوه کسیز هیئت  د دحزب دسیاسي امورو  د رئیس  محترم بهیر تر مشرۍ لاندې هلته  موجود و چې بل غړي یی  په اروپایی هیوادو کې دح اا دسیاسي امورو او د سولي د شورا  مسؤل  قریب الرحمن سعید و .  دکابل نه   د  راغلي هیئت ترکیب  هم  مختلف و ، د حزب اسلامي  پورې  اړوند کسان لکه   انجنیر قطب الدین هلال ، مولوي صاحب عطاءالله لودین  او مولوي صاحب شهزاده هم  هلته  موجود و ،  ترڅنګ  یی دکابل د ادراې  پخوانې وزیران ،  رئیسان  او یو شمیر نورو کسانو هم  ګډون درلود ،  دښځو نمانیدګې  یواځي د ملالۍ شینواري په غاړه وه ، دهغې سره دوه کسه نورې  نجونې د  وږمې  حضرتزۍ  او لینا شینوارۍ په نومونو  موجودې وې .
همدا راز په دې  کانفرانس کې ، ډاکتر عبدالقیوم کوچې ، ډاکتر فاروق اعظم ، سیداسحق ګیلانې،  پخواني وزیر وحیدالله شهراني، پخوانې وزیر انوارالحق احدي او ...یو شمیر نورو کسانو هم ګډون درلود.
دملګرو ملتونو دغړو څخه  په  کې ، Mr Guy Griffin; Ms  Danielle Bell ; Mr Steve Brooking  Mr. Peter Semneby1 ګډون  درلود .
-         دا د ګردي میز سیمنار و، چې د طالبانو په  خوښه د پغواش دموسسې  له  خوا د یوناما په مرسته  او دقطر دهیواد په مالي مصارفو ترتیب شوې و . افتتاحیه  یی هم د طالبانو د دوحې ددفتر دمنشي  شیرمحمد عباس ستانکزي  په وینا وشوه  او دبحث  زیات وخت یی هم  همدوې ته مختص شوې و.
-         دګردې میز چلونکې  محترم  عبدالاحرار رامیز پور  اعلان  وکړ چې  دې کنفرانس کې به ډیر وخت د طالبانو  غوښتنو او شکایتونو او د راتلونکې په اړه  به ددوې د پالیسیو څرګندونو ته ورکول کیږي  اوبحث   به پرې کیږي .
-         دحزب اسلامي  هیئت  په کې خپل  بارز  رول لوبولې  دې، او د ټولو ملي  اوبین المللي مسایلو په اړه  یی  په  پوره توګه یی دحزب  اسلامي دریځ  وړاندې کړې او بحث  یی پرې کړې دې . همدا راز د کنفرانس  ګډونکو هم بیا بیا دحزب اسلامي په وړاندیزو  باندې بحث او ټینګار کړې دې .
-         حزب  اسلامي  خپل دریځ  لکه دپخوا په څیر د بهرنیو ځواکونو د مکملو وتلو او په هیواد کې دپردیو د لاسوهنو  نه پرته  دازادو او بې  پرې  ټاکنو ترسره کول  . او ددې  ټاکنو له لارې  یو  خپلواکه  او ولسواکه نظام منځته  راوړل .
-         حزب  اسلامي  اعلان کړې  چې  جنګ د حل  لار  نه ده  ،  مونږ تل د سولي له پاره وړاندیزونه کړې ، دبحث له پاره مو دکابل  د وخت  چارواکو او بین المللي ادارو ته  ورکړي ، خو جنګ  زمونږ په ولس د پردیو دموجودیت   اولاسوهنو په  واسطه  مسلط  کیږي . حزب تل په بین الافغاني مذاکراتو باندې ترکیز کړې  دې ، اوس  دغسې بین الافغاني  کنفرانسونه کولې شې  چې په ازاده فضا کې دهیواد په  مسایلو بحث وکړي او د پردیو دمداخلې  اولاسوهنې پرته   دپورتنیو یاد کړل شوو شرایطو سره سم  د یوه  بین الافغاني حل له پاره  لاره همواره کړی .
-         په ډیرو مسایلو کې د طالبانو دغورزنګ او اسلامي ګوند دریځونو  یو  شانتوالي درلود .
-         که څه هم په کانفرانس کې ګڼ شمیر  خلکو په حاشیه موضوعاتو بحث کاوه  ، خو په هر صورت  بحث   ګټور و .
-         دحزب اسلامي دهیئت او د طالبانو دهیئتونو تر منخ  لیدل کتل هم  په ډیره صمیمانه فضا  کې   کیدل .
-         داسې ډاګیزیده او طالبانو هم ویل چې دا ډول پروګرامونه دهغوې د امیر المؤمنین له اړخه  د همغه  د امر نه  وروسته   جوړوي  تر څو دطالبانو دریځ  څخه  ولس اوبین  المللي ټولنه خبره وساتي .
-         په دې سیمینار کې په ډیرو مهمو ټکو لکه : د بهرنیو ځواکونو وتل ، د یوه  موقت حکومت  جوړښت ،  د تورلست  خاتمه ، د بندیانو ازادیدل ،  طالبانو ته د یوه  ادرس  معلومول ، داسلام په  چوکاټ کې دښځو د حقوقو تضمینول ، دبشري حقوقو د ناورین نه مخنیوی ، په اساسي  قانون کې  اړین بدلونونه  راوستل  او یا نوې اساسي قانون تدوینول ، د اقتصادي رشد او وړتیاو  له پاره زمینه برابرول .  دګاونډیانو اوبین  المللي ټولنې څخه  غوښتل تر څو دافغانستان  د سولی په پروسه کې مرسته وکړي .او.....
-         نژدې   ډیره کیو  د افغانستان اوسني نظام یو ناکامه  او مافیایی نظام  ګآنه ، ویل یی دا نظام بیواکه  دې ، ورځ تر بلې ناامني زیاتیږي .  که په دې اړه  ګړندې ګاومونه وا نخستل شی  نو هیواد به  د یوې نوي انارشۍ په لور قدم واخلي .
-         دکنفرانس  ګډونکونکوټولو په یوه خوله  وغوښتل تر څو  داسې  غونډې په  نژدې ورځو کې بیا بیا  جوړې او په   مهمو مسایلو باندې د بحث له پاره لاره همواره شي .  په دا ډول غونډوکې  د دولت  اړوند کسان په  شخصې توګه  ګډون وکړي   .
-         طالبانو د دولت دکسانو د ګډون  سخت مخالفت وکړ او هغه یی  یو بیواکه او پردي پاله نظام وګاڼه .
-         دحزب  اسلامي  دهیئت نظر دا و چې که چیرې دولت نیغ  په  نیغه  په دې کنفرانس کې ګډون نشې کولي نو لږ تر لږه دې  مزاحمت  هم نه کوی ..
-         ددې غونډې د جوړښت  سره دولت موافقه نه درلوده ،په دې اساس په  کې ددولت  مسؤل  څوک  نه و ، اما  یو شمیر کسانو  په  غیر مستسقیمه توګه ددولت نه دفاع  کوله ....
-         دکنفرانس په اخر کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت  د کنفرانس دګډونکو د بحثونو او  دنیک تفاهم  په فضا کې  د بحث او څیړنو څخه  خوښې و ښووله او د بل کنفرانس دجوړښت له پاره یی  هم  خپله  تیاري و ښووله .
-         دکنفرانس  په اخر کې  هیڅ  ډول  اعلامیه  خپره نه شوه ، ځکه دا کانفرانس   تفاهمي  بڼه درلوده او د تصویب  صلاحیت  یی نه درلود .
-         د کنفرانس په ټول  جریان کې فضا ډیره  صمیمي  او محبت  نه  ډکه  وه .  دوه  ورځې لمونځونه ، ډوډۍ  او بحثونه  ټول د بندو دروازو تر شا تر سره کیدل .
-         دقطر دولت  دسختو امنیتي شرایطو له کبله  هیڅ  بیرونې کس  هغه احاطي ته نه شواې راتلاې . په دې خاطر دکنفرانس موضوع دخبرنګارانو څخه  پټه پاته وه.
-         په درنښت
-         قریب الرحمن سعید
-         دمئ ۶ مه ۲۰۱۵ کال