
موږ باید دغه حکومت ړنګ نکړو
سپینې ماڼۍ د لوړو وسایلو خواته مخه کړه . له همدا اوس څخه باید د هیچا په مغزو کې په دې اړه شک نه وي چې د ولسمشر فورډ ادارې تصمیم ونیو چې په هره لاره امکان ولري د اوپیک سازمان پریکړې ماتې او دړې وړې کړي .کیسنجر په دې بحث کاووچې د منځني ختیځ دپیترولو په ډالرومست هیوادونه باید یوه او بل ته بلا کړي او د اوپیک په منځ کې د داسې درز را منځ ته کولو لپاره هڅې وکړي چې د امریکې کورني اقتصاد ته یې ګټه ورسیږي . د تېلو لوړې بیې دیته لاره نه هواروي چې د امریکا اقتصاد دې په بهرنیو تېلو تکیه کمه کړي .د تېلو لوړوبیو په فارس خلیج کې د لویدیځ امنیت ښه نکړ، په سیمه کې یې د امریکا طرفداره محافظه کاره سلطنتي دولتونه پیاوړي کړل او د امریکا ستراتیژیکې موخې یې نورې هم په فارس خلیج کې زیاتې او لوړې کړې .
بلخوا د تېلو لوړو بیو د لویدیځو صنعتي هیوادونو اقتصاد هم د دړې وړې کیدو په پوله درولي وو او د ایران اقتصاد یې چاودنې ته نژدې کړی وو . د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې لیکلي :«داسې ښکاریده چې دې کار د ولسمشر فورډ اداره د ماتې له ګواښ سره مخامخ کړې وه ، په انګلینډ یا لویه برتانیه او ایټالیا کې یې بانکونه له دیوالي کیدو سره مخامخ کړي وو او داسې ښکاریده چې حالات د حل وړ نه دي او د نړیوالې سوداګرۍ او د پیسو د بیرته ور کړې کیسې خرابې وې او داسې کومه رڼا نه ښکاریده چې د امریکې د متحدو ایالتونو دپالیسۍ جوړونکو هغې مفکورې ته ټکان ورکړي چې د اوپیک د تېلو بیې به په یوه ډول د امریکې د متحدو ایالتونو لپاره ګټه ولري . » د ولسمشر جیرالډ فورډ یوه اقتصادي سلاکار په دې اړه خپل نظر داسې وړاندې کړی وو : « په څه ډول تاسو غواړئ یو نړیوال سیستم داسې سره پرتله کړي چې د تېلو ۳ تولیدونکي هیوادونه چې د ټولو نفوس د نیویارک د ښار له نفوس څخه هم کم دی، ودې کولی شي چې ټولې دنیا ته ۴۰ میلیارد ډالره د تېلو د بیو له اړخه نور اضافي کسر ور واړوي؟
د نوامبر په ۱۸ نیټه په کاناډا کې د کیوبیک د لړزونکو ټاکنیزو پایلو له راوتلو ۳ ورځې وروسته ، کیسنجر ولسمشر فورډ ته معلومات ور کړل چې د ایران او سعودي عربستان له سفیرانو سره یې خبرې وکړې او د لویدیځو هیوادونو لپاره د تېلو د بیو د لوړتیا په خطرونو یې هغوی ته معلومات ور کړل . کیسنجر وویل : «ما د سعودي او ایران په سفیرانو غږ وکړ چې په دې کار کې محتاط و اوسي .» سعودیانو په دې برخه کې نرم دریځ او خواخوږي در لوده ، خو ایرانیان په خپل خره سپاره وو او د تېلو د بیو د لوړولو ګواښونه یې کول .موږ باید له خپلو اروپايي دوستانو سره خبرې وکړو . هغه فکر کاوو چې دوی کافي کار تر سره کړی. هغه وویل :« ددوی او زموږ نظرونه په خپل او بل کې توپیر سره لري . زه فکر کوم چې د عامو خلکو ماموریت د زیات حاصل د تر لاسه کولو پر ضد وو. نودغو دواړو سفیرانو او زموږ خپل سفیربه په دې برخه کې یو څه وکړي . هاخوا د جرمني صدراعظم هلموټ سچمیډیټس له وړاندې ویلي چې هغه به د تېلو د بیو له ۱۵ په سلو لوړتیا سره ډیره ستونزه ونلري . او بلخوا سعودیانو ویلي دي چې دوی کیدی شي ۵ په سلو کې لوړې بیې ومني .»
په واشنګټن کې د ایران سفیر اردیشیر زاهدي له کیسنجر سره د خپلې ناستې په اړه بیخي بل ډول خاطره درلوده . هغه وویل چې کیسنجربه هر ځل د تېلو د بیو د نه لوړولو د مسلې په یادولو ډیر شرمیده . ښاغلي زاهدي وویل چې «هغه ډیر زیات شرمیده. هغه په دې پوهیده چې موږ له خپل دریځ څخه نه اوړو . کیدی شي هغه په زړه کې په دې فکر کاوو چې موږ په حقه یو ، خو د امریکا د سیا ستونو له کبله مجبوره وو چې له موږ سره د تېلو د بیو د کښته کولو په موضوع خبرې وکړي . خو هغه په جدي ډول دا خبرې نه تر سره کولې . دا ځل د هغه په دفتر کې وو . موږ د هغه ددفتر په لور روان شو .کله چې هلته ور غلو نو کیسنجر په روښانه ډول د دوحې د کنفرانس په اړه دا غوښتنه رامخې ته نکړه چې که د تېلو بیې لوړې نشي. بلکې برعکس کیسنجر ژمنه وکړه چې که زه ښاغلی زاهدي وکولی شم چې شاه وهڅوي د تېلو بیې په خپل حال وساتي اوله خپلې ارادې په شا شي نو له نوي ټاکل شوي ولسمشر کارټر سره به ورته د لیدو زمینه برا بره کړي .»
تر دې وروسته زاهدي ښاغلی کیسنجر وپوهاوو چې نور له هغه سره داسې ټوکې ونکړي .د زاهدي او کیسنجر له خبرو داسې بریښي چې هغه نه غوښتل د ایران اوسنۍ دوسیه د جیمي کارتر د سپینې ماڼۍ میز ته ورسوي . ددې پرځای کیسنجر وویل چې، ده هغوی په نیویارک کې د نیلسون را کفیلردپکانتیکو هیل د اوسیدو د ماڼۍ خواته واستول .ښاغلي زاهدي وویل چې :«هغه نه غوښتل کارتر ته کوم یاداښت ور کړي .» هغه اوس د باور کولو له اړخه په ډیر نا سم موقیعت کې وو او معلومات یې د امریکا او ایران د اړیکو د را تلونکي لپاره ډیر مهم نه بلل کیده او په قصدي ډول له هغه رسمي چوکاټ څخه بهر شوی وو چې هغه کیدی شي اوس په کار پیل وکړي . ښاغلی زاهدي په دې نه پوهیده چې هغې دوسیې ته چې کیسنجر اشاره وکړه محتوا به یې څه وه ـــ او یا ولې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر غواړي چې دوی (ایرانیان) له را تلونکې ادارې یا حکومت څخه لیرې وساتي . تر هغه بریده چې د کیسنجر د تصمیم په اړه عام خلک پوهیدل داوو چې هغه خپلې هغه پاڼې چې د راکفیلر په ماڼۍ کې یې زیرمه کړې وې د کرسمس د رخصتیو په ورځو کې افشا شوې او د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د بهرنیو چارو د وزیر د هغو ثبت شویو تېلیفوني خبرومتن چې د راکفیلر د پوکانتیکو ماڼۍ ته شوی ، اوس له نورو رسمي اسنادو سره کیدی شي د کانګرس کتابتون ته واستول شي چې هلته لږ تر لږه د ۲۵ کلونو لپاره وساتل شي . کیسنجر هغه یو شمیر خبریالان پرهغوی د دعوا کولو له اړخه وګواښل چې ددغې موضوع او پټو اسنادو په پټولو خبر وو .په همدې مهال له کیسنجر سره د ښاغلي زاهدي لخوا په تر سره شویو خبرو اترو د له سره کتنې دا امکانات زیات کړل چې یو شمیر نورې پاڼې او اسناد، او نورې تېلیفوني اړیکې به هم د پاکینټیکو ماڼۍ ته استول شوي وي . که دغه ډول اسناد موجود وي ، نو موقیعت یې یو معما پاتې شوې وه . او کیسنجر په دې اړه له یوه خبریال سره له مرکې ډډه وکړه او هیڅ یې ځواب ور نکړ.
کیسنجر داسې هڅې ونکړه چې خطرناک مالي بحران ته د حل یوه مناسبه لاره پیدا کړي او نه هم هغه له سعودي او ایراني پلاوي سره د تېلو د بیو د نه لوړتیا په موضوع کې دولسمشر په خواکې ودرید. خو ایاکیسنجر له هغې ستراتیژۍ څخه ملاتړ کاوو چې هغه باورکاوو په بحران سره به پای ته ورسیږي؟ ایا هغه له بالقوه رسوايی څخه خپل لاسونه وینځلي وو؟او که ولسمشر فورډ هغه له دغه بهیر څخه بیخي بهر کړی وو؟ کیسنجر حتما په دې پوهیده چې بیل سایمون او شیخ یمني چې د سعودي د تېلو وزیر وو اوس ټولې چارې تر سره کوي او یا یې کړیدي.ولسمشر جیرالډ فورډ له دغه بحران څخه د را وتلو د لارې په اړه نا امیده شوی وو او په دغه موضوع کې د همکارۍ له اړخه د شاه له منفي ځواب سره هم مخامخ شوی وو . په دغه وروستي پړاوو کې هغه بې له دې چې له سعودي عربستان سره اړیکې پراخې او نوی تار ور سره وغزوي بل هیڅ انتخاب نه در لود.
د فارس خلیج د ساتنې او له لویدیځې اسیا څخه ددفاع په موخه د نیکسون ـــ کیسنجرهغه پالیسي چې ایران ته پیاوړی وسله وال ځواک ور په برخه کړي او د سعودي عربستان د تېلو سیمې او زیرمې پرې وساتي اوس ناکامه یا سرچپه کیدونکې بریښیده .د سعودي عربستان باچا ملک خالد اوس په داسې دریځ کې وو چې د اوپیک په سازمان کې د ایران د باچا محمد رضا شاه پهلوي د مشرۍ ځای ونیسي . ایران په سیمه کې د امریکا نه جلا کیدونکی همکار یا ملګری وو . کیسنجر په دې ښه پوهیده چې دغه ستر بدلون په څه مانا وو ، خو تر اوسه په دې نه پوهیده چې له ساحله دغه را پورته شوې د مالي بړبوکۍ نور اړخونه به څه وي .
له انتخاباتو یوه ور ځ وروسته د امریکې د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر له ایډ یوو سره په پټه توګه وکتل .ایډ یو په لویدیځ جرمني کې د هغه هیواد له چارواکو سره تر خبرو وروسته واشنګټن ته راغلی وو چې د لویې برتانیې د ژغورنې لپاره یو مالي پکیج یا کڅوړه برا بره کړي . ددوی تر منځ د تر سره شویو خبر و اترو متن ښيي چې کیسنجرد برتانیې د خراب مالي بحران د وضیعت د ښه کیدو په برخه کې ډیره توجه نه در لوده . ښاغلي یوو، د جرمني د صدراعظم نظر تاییداوو چې په واک کې د برتانیې د لومړي وزیر کالیګن ساتل اړین دي او دوی باید له هغه سره مالي مرستې وکړي .ښاغلي یوو وویل چې:«هغه یانې د برتانیې لومړي وزیر د میرمن تارچر خطرناک نظر اوریدلی ، هغه وویل چې هغه د سپۍ په څیر ده ، هغه ډیره بدمخې ده او د هیواد د مخته بیولو لپاره څه نه لري.»خو د کالیګن خپلې کابینې کې ټولو هڅه کوله چې هغه له پښو وغورځوي . هغه په ډیر جدي ډول د برتانوي بانک نوټ سټرلینګ د بې ثباتۍ په اړه اندیښنه در لوده . . . . د هغه په کابینې کې د هغه پرضد ډیرې زیاتې دسیسې روانې وې . دوی د یوه او بل پښې وهلې اونورو ته یې چوپړ کاوو.»کیسنجر ددغه خبر او روان بحران د اندازې او کچې په اړه بیخي هک پک شو.
هغه اعتراف وکړ چې :« تاسو پوهیږئ ، زه پخوا په دې نه پوهیدم چې د برتانیې د ګټو د لړزیدو کچه یاناورین سره مخامخ اندازه په دومره لوړه کچه کې ده . ولې برتانویان زموږ په څیر سیستم نه لري؟» کله چې ښاغلي یوو وغوښتل په دې برخه کې توضیحات ور کړي ، کیسنجر غوښتنه وکړه چې لږښه او ارام شه .« ګوره ، زه تاسو ته د خپل اقتصادي استاد په ستر ګه ګورم ، ماته تاسو دغه احمقانه لکچر را کړئ .» وروسته د بهرنیو چارو وزیر په افسوسناک ډول پوښتنه وکړه چې :« له برتانیه سره څه وشول چې دغه ځای ته را ورسول شو ؟»
ولسمشر فورد او د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر د نوامبر په ۲۳ نیټه خپل پلان ته له سره کتنه وکړه . ولسمشر پریشانه ښکاریده. هغه وویل : « کله چې تاسو د جمعې په ورځ له ناستې ولاړۍ ، موږ د تېلو د بیو په مسله بحثونه وکړل.بیا د شنبې په ورځ ارتر برنز ماته وویل چې هغه د تېلو د بیو د لوړیدو په اړه ډیر اندیښمن دی .هغه داسې فکر کاوو چې یو پلاوی باید ایران ته ولاړ شي چې یا یې زه او یا یې مرستیال ولسمشر مشري وکړو . ما ورته وویل چې زه به له خپل مرستیال سره خبرې وکړم . مرستیال ولسمشر له شاه سره د تېلو معامله یاده کړه .»
هنري وویل:«موږ دا کار اوس نشو کولی .» هغه فرانک زیرب ته دا خبره را جع کړه او ورته ویې ویل چې له هوشنګ انصاري سره پخوانۍ نا بشپړې شوې خبرې له سره را پورته کړي او ورته ووايي چې موږ تیار یو له ایران څخه د همغې پټې معاملې پر اساس تېل واخلو. د تېلو د خرڅلاو د معاملې پرې کول په اوږد مهال کې د شاه په ګټه نه وو . « دلته اوس د تېلو کمبود نشته .موږ کیدی شي دا کار ان تیر اوړی کړی وای ، که تاسو هلته ولاړ شی دا به ستاسو لپاره دسپکاوي او کسرې شان لامل شي . او که د تېلو بیې پورته نکړي ، نو ښه ، او که داسي وکړي نو دا بیا ستاسو دسپکاوي په مانا ده . زه د مرستیال ولسمشر په اړه هم همداسې احساس او فکر کوم.خو که تاسو واقعا قوي احساس کوي چې ورتګ ته یې اړتیا ده نو هغه دې ولاړ شي .خو زموږ او ستاسو اروپايي دوستان په دې برخه کې ډیر څه نه کوي. زه باالکل داسې فکر نه کوم چې دا وړۍ دې شړۍ شي .تاسو کولی شئ دا غوښتنه دلته د هغوی له سفیرانو څخه هم وکړئ ، او دا راته مناسبه چاره بریښي . »
ولسمشر په ځواب کې ورته وویل:« اجازه را کړه چې دغه کار د راتلونکې اونۍ په لومړیو کې تر سره یا تنظیم کړم.» هغه اوس په دې مسله تر بل هروخته پام یا تمر کز ډیر کړی وو او دا د امریکا د ولسمشر په توګه هغه ته بیخي لوی او اخیري بحران وو . «زه غواړم چې دغې مسلې ته د اقتصادي ، سیاسي او نورو اړخونو د ملاتړ له اړخه ښه پوره اماده و اوسم .»
دا مسایل لا تاوده وو چې کیسنجر د ولسمشر فورډ لپاره یو لړ بد خبرونه راوړل .چې خبره د تېلو دبیې په مسلې را څرخیده نو د امریکا فعلي ادارې په ایران ډیر اغیز نه در لود.هغه وویل چې :«په اقتصادي برخه کې ،تاسو له شاه سره ډیر سخت او پیچلی تړون لرئ .هغه به تاسو ته در وښيي چې په وروستیو څوکلونو کې تاسو په څه ډول د نظامي وسایلو او وسلو بیې ۸۰ په سلو کې پر هغوی لوړې کړې . ښه خبره داده چې له هغه سره سیا سي بحثونه وشي ـــ که داسې ونشي نو تاسو به هغه لا نور هم په غوصه کړئ چې د تېلو بیې نورې هم لوړې کړي . دوی باید داسې موقف غوره نکړي او موږ ته دې ووايي هغه مهال چې په منځني ختیځ کې دوی زموږ مرستې ته اړتیا درلوده ور سره ونشو ه ؟ چې اوس هغه له دې مرسته په شا شي .»
برنټ سکوکرافټ په داسې حال کې چې له خپل استاد او مشر سره وو ،وویل « هغه د نړۍ د مالي سیستم د اغیزمنتیا په اړه اندیښمن دی .په سپینه ماڼۍ کې کړکیچ په پراخیدودی .خو پوښتنه داده چې په څه ډول دوی اجازه ور کړه چې حالات دې کچې ته ورسیږي او یا ددوی له ولکې بهر شي؟» حالات داسې حد ته رسیدلي وو چې د امریکې متحده ایالتونه له ۲ انتخابونو سره مخامخ وو، یا به یې ایټالیا او یا به یې ایران غوره کاوو.دا له ایران سره د امریکې د ۸ کلنې بې کچې پراخې پټې دوستۍ د معاملې او سپینو چکونو قیمت او پایله وه چې بانکونه له احتمالي ماتیدو، د ناټو د متحدینو په منځ کې په سوله ییز ډول د کمونست پلوه ډلو واک ته درسیدو ، را پورته کیدو او له ورانونکي اقتصادي بحران سره د صنعتي هیوادونو لاس ګریوان کیدو ته ورسیده.
کیسنجر وویل :« زه له دې سره موافق یم ، نه یوازې له هغه سره د معاملې لپاره بلکې د هغه له تجویز او لارښوونې سره هم موافق یم.کیدی شی موږ دا معامله شاته وغورځوو.زه لومړی پر سعودي عربستان غږ کوم. البته سفیر ار دیشیر زاهدي ، ډیر بې عقل دی .خو هغه ډول اړیکې چې تاسو یې غواړئ هغه یې کیدی شي جوړې نشي کړی.»
د ورځې په وروستیو کې ولسمشر فورډ د لویدیځ جرمني صدراعظم هلمت سچمیډیټ ته تېلفون وکړ چې په ډیر کم توپیر سره یې ټاکنې له خپل سیال څخه ګټلې وې . دواړو مشرانو په خپلو کې ښه همکاري ا و ګډ کار سره کاوو او سچمیډیټ په دې ډیر خفه وو چې ملګری یې (فورډ) له سپینې ماڼۍ څخه روان وو . ښاغلي فورډ سچمیډیت ته وویل چې «زه غواړي د برتانیې له لومړي وزیر کالیګن سره په تېلیفو ن خبرې وکړي او ورته ووایم چې که د لګښتونو د کموالي په تړاو ای ام اف یا د پیسو نړیوال صندوق پرې د خپل پور له اړخه سخت وضیعت تحمیل کړ نو کولی شي لوی اعتصاب او اعتراض وکړې او دارنګه خپلې پیسې (پونډ) پرې بند کړي او خپل حکومت یې له چوکاټ څخه بهر کړي .» سچمیډیټ د برتانیې له لومړي وزیر څخه وغوښتل «بې له دې چې د خپل حکومت او دولت سیا سي راتلونکی له خطر سره مخامخ کړې یو څه خپل لګښتونه را کم کړه .» هغه ولسمشر فورډ ته وویل چې «دا د اقتصاد په ګټه ده چې په برتانیې باندې د لګښتونو د کموالي له اړخه زیات فشارونه راوړو. موږ باید دې موضوع ته په بله سترګه ونه ګورو او نه هم دهغه حکومت بیخې لیرې غورځار کړو. دلته نور هیڅوک نشته چې د هغه ملا ور وتړي او کیدی شي په سیمه (برتانیه) کې داسې ګډ وډي او بې نظمي را منځ ته شي چې موږ ټول په ژوره توګه اغیز من کړي . »
فورډ سچمیډیټ ته وویل چې :« زه د تېلو د بیو د لوړیدو په اړه ډیر ویریږم .» صدراعظم سچمیډیټ دا ویره ورسره تایید کړه ا و ژمنه یې وکړه چې د سپینې ماڼۍ د هغو هڅو ملاتړبه وکړي چې غواړي دتېلو ستر تولیدونکي هیوادونه مهار کړي .