
ـــ اسپرین د هرمن دریسر له خوا ایجاد شول .
ـــ د جراحۍ عملیات لومړی په مصر کې ترسره شول .
ـــ د لېوني سپي د ناروغۍ درمل د لوی پاسټور له خوا وموندل شول .
ـــ د زړه د بدلولو عملیات د سویلي افریقایي ډاکټر سچین برنارد له خوا ترسره شو .
ـــ د اوسني عصر تر ټولو خطرناکه ناروغۍ ایډز ده .
ـــ د ایډز ویروس د ډاکټر رابرت ګیلیو له خوا وموندل شو .
ـــ ډاکټر ماریا مانتیري لومړنۍ ښځه وه، چې د طب په برخه کې یې د دکتورا سند تر لاسه کړ .
ـــ د نیکوتین زهرو یو څاڅکی د سپي د مړینې سبب کېږي .
ـــ د غاښونو په خرابوالي کې عموماً ترشه او تېزابي څیزونه ډېر رول لري .
ـــ ابن رشید هغه مسلمان ډاکټر وو، چې دا یې ثابته کړه، که چېرې په کوم انسان باندې یو ځل د چیچک ناروغۍ ښکاره شي، دویم ځل پرې برید نه کوي .
ـــ په نړۍ کې تر ټولو د انفلونزا ناروغۍ ډېره ده .
ـــ بقراط د نړۍ تر ټولو لومړی یوناني طبیب وو .
ـــ ابولقاسم الزهراوي لومړنی مسلمان ډاکټر وو، چې تر ټولو زیات د جراحۍ ساما آلات یې ایجاد کړل .
ـــ د لمرد سطحې د تودوخې درجه د سانتي ګیراد ۶۰۰۰ درجې ده .
ـــ د ځمکې قطر ۱۲۷۴۰ کیلومټره دی او د لمر قطر د ځمکې له قطر څخه ۱۰۰ ځله زیات دی .
ـــ د سپوږمۍ رڼا په ۱۴۳۳ ثانیو کې ځمکې ته رسېږي .
ـــ تر ټولو لومړی جنتري ( کلیزه ) مصریانو جوړه کړه .
ـــ که چېرې له خلا څخه آسمان ته وکتل شي، نو تور معلومېږي .
ـــ انسان د لومړي ځل له پاره د ۱۹۶۸ زېږدیز کال د جولای په ۲۱ مه نېټه په سپوږمۍ کې قدم کېښود .
ـــ تر ټولو ستر پیالې ته ورته دوربین د امریکا په ورجینیا کې دی .
ـــ که چېرې د کوم لامل له مخې د ځمکې د جاذبې قوه له منځه لاړه شي، نو باران به هم ونه ورېږي .
ـــ د زهرې ستوري یوه اونۍ د ځمکې له یوه کال سره برابره ده .
ـــ د نړۍ لومړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ د ۱۹۵۷ زېږدیز کال د اکتوبر په ۱۴ مه نېټه د روسیې هېواد له خوا هوا ته پورته شوه .
ـــ خلایي جامې له ښیښه یي تارونو څخه جوړېږي .
نور بیا .....