
والټ دسټني وايي که یې خوب لیدلی شې، ترسره کولی یې هم شې. د بانک د یوه پیشخدمت لپاره د بانک د څښتن کېدو فکر د خوب لیدل دي. همدا اوس به د نړۍ په بېلابېلو بانکونو کې زرګونه کسان د پیشخدمتانو په توګه کار کوي، خو تر منځ به یې د هغو کسانو شمېر خورا کم وي چې د همدې بانکونو د مالکینو په توګه ځان په خوب کې ویني.
ونزویلایی « Juan Carlos Escotet» په یوه بانک کې د پیشخدمتۍ له کاره تر میلیاردرۍ رسېدلی دی. نوموړی په ۱۹۳۴ زېږدیز کال په یوه بې وزله کورنۍ کې زېږېدلی دی.
د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې د اقتصاد په پوهنځي کې زده کړې پیل کړې. له زده کړو سره پر یوه وخت یې له یوه بانک سره د پیشخدمت په توګه دنده هم واخیسته. افیس بای یا پیشخدمت په سوداګریزو بنسټونو کې د عادي کارونو لپاره ګومارل شوي کس ته ویل کېږي. فوربس مجلې بیا ویلي چې د پیغام رسوونکي په توګه کار کاوه.
سره له دې چې نوموړي په بانک کې د پیشخدمت په توګه دنده ترسره کوله، خو دغه موقف یې هېڅکله د شتمنېدو په اړه د فکر او هڅو مخه ونه نیوله.
تر څو مودې کار وروسته په بانک کې د ونډو د دلال یا ډیلر په توګه وټاکل شو. دا د نوموړي لپاره یوه طلايي دنده وه. پر دغه پوسټ د کار پر مهال یې د بانک لپاره یو لړ مهمې معاملې ترسره کړې. ترلاسه کړې پیسې یې سپما کولې تر دې چې په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې یې د « Bancentro» په نوم یو بانک په پنځه میلیونه ډالره واخیسته. وروسته یې د دغه بانک نوم بانسیکو ته واړاوه.
جوان کارلوس اېسکاټېټ له همدې بانکه پیل کړی کار اوس د مالي بنسټونو او بانکو پر یوه امپراتورۍ اړولی دی.
نوموړي تېر کال د ابانکا په نوم یو هسپانوی بانک په ۱،۳ میلیارده ډالره د « Banco Etcheverría» له لارې واخیسته. اېسکاټېټ د بانکو اېټچیوریا په ۲۰۱۲ کال په ۶۶ میلیونه ډالره اخیستی و.
بانسیکو اوسمهال پر ونزویلا سربېره په پانامه، امریکا او کولمبیا کې فعالیتونه لري. د بانسیکو تر چتر لاندې په ونزویلا کې د بیمې یوه کمپنۍ هم کار کوي. ده په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې خپل کاروبار له هغه بانک سره یو ځای کړ چې ده ورسره د پیشخدمت او پیغام رسوونکي په توګه کار کاوه.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې جوان کارلوس اېسکاټېټ د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې تر پنځمې نېټې دری اعشاریه دری میلیارده ډالره پانګه درلوده چې په دې توګه یې د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام په خپل هېواد ونزویلا کې دویم ځای لري.
ده واده کړی، څلور زامن لري او څلور واړه په بانسیکو کې کار کوي.
نوموړی د ونزویلا په کارکاس ښار کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.