
نیټه: ۱۵/۲/۱۳۹۴،ه،ش
امیرحبیب الله خادم دین رسول الله(!) بچهء سقاؤ:
د سقاؤ زوی چې یو سوچ بې سواده ؤ نو ځکه به یې په هر ځای کې په آزاده او بې پردۍ خبرې کولې د خبرو نزاکت (او د ژبې عِفت) یې نه درلود، خو مقابل طرف ته به یې کتل په خبرو کې یې مبالغه نه کوله او درواغ یې هم نه ویل رډ او (بېباکه) سړی ؤ، چې لاندې پېښه د بېلګې په توګه وړاندې کوو:
قاري دوست محمد چې د خپلو ملګرو رپوټ یې د سقاؤ زوی ته ورکړی ؤ، چې غوښتل یې د جمعې په ورځ سقاؤ ووژني، سقاؤ هغه کسان ونیول او د اعدام امر یې پرې وکړ، خو قاري دوست محمد یې پورې واهه او ویې ویل:« ای دوس(دیوث) با رفقای خود خیانت کردی، اعدامش کنید» (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۲)
حبیب الله ته ځکه بچهء سقاؤ وایي چې د ده پلار امین الله د زابل ولایت د مرکز قلات په عسکري غُنډکې عسکر ؤ، څرنګه چې ده په غنډ کې په اصطلاح د آبرساني دنده درلودله، نو اوبه به یې راوړلې او په غنډ کې به یې بابا سقاؤ ورته ویل.(دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۱)
د سقاؤ زوی په لُمړیو کې د کلکانو ملک محسن مزدور ؤ، ملک محسن بې سواده او جاهل سړی ؤ او د امیرامان الله خان د کړنو مخالف ؤ د سقاؤ زوی هم د خپل بادار په شان جاهل ؤ نوموړي په کال(۱۹۲۰، ز) کې د اردو په (قطعه نمونه) کې عسکري کړي وه ... د عسکرۍ په دوره کې یې هم غلاوې کولې چې یو ځل هم د کوهدامن د محلي حکومت لخوا په کال(۱۹۲۴،ز) کې بندي شوی ؤ... چې ورو ورو دغه غل (د افغانستان د دښمنانو لخوا) په یوه سیاسي توطیه ګر بدل شو. (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۱۵)
هغه مهال چې د سقاؤ زوی د ډیورنډ له کرښې څخه اوښتی ؤ د انګریزانو له استخباراتو سره یې اړیکې درلودلې او هلته یې له خواجه بابوخان چې د انګریزانو له استخباراتو سي، ای، ډي سره یې کار کولو لیدنه وکړه ... . (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۱۶)
او په کابل کې د انګریزانو سفارت ته هم ورغلی ؤ او ډاډ یې ورکړی ؤ چې د انګریزانو د سفارت ساتنه به کوي دا لیدنه د لمر په شان ښکاره ده او کله چې په جګړه کې ټپي شو د انګریزانو په سفارت کې یې درملنه وشوه. (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۷۲)
د سقاؤ زوی د کورمې په پاړه چنار کې د غلا کولو له امله په یولسو میاشتو بند محکوم شو خو ډېر زر په مرموز ډول له حبس څخه خوشی شو او افغانستان ته راستون شو دا هغه وخت ؤ چې د کابل په ختيځ کې د اغتشاشاتو لُمړنۍ مرحلې مخ په پېل کیدو وې، (په ټوله نړۍ کې له بندیخانې څخه د یو محکوم بندي خلاصول یوازې د استخباراتو واک دی تر څو د خپلو موخو لپاره یې استعمال کړي په دې بنسټ ویلې شو چې له بند څخه د سقاؤ زوی خوشي کول د انګریزانو د استخباراتو لخوا ترسره شوي دي.)
سقاؤ په کاپیسا او پروان کې د غلو ډله جوړه کړه او په غلاوو او لاروهلو یې پېل وکړ دوی به د شپې لخوا غلاوې کولې او د ورځې به په غرونو کې پټیدل...د سقاؤ د زوى دړامارانو هغه کاروانونه شکول چې تجارتي مالونه به يې وړل راوړل او د ګمرک مقاماتو ته به يې د لوټ شويو مالونو رسيدونه ورکول... وروسته د سقاؤ زوى دوه تنه هندي تجاران وتښتول او د هغوى کورنۍ يې مجبورې کړې چې د هغوى د خوشي کيدو په خاطر شپږ زره رپى ورکړي. [اور په افغانستان کې ص٥٠٥]
د سقاؤ د زوی کار تر هغې پورې ورسید چې یوه اندازه د دولت پېسې چې د بلخ ولایت څخه کابل ته راوړل کیدې، دوی لاره ورته ونیوله او د دولت خزانه یې لوټ کړه او د ځایی حکومت لخوا تعقیب نه شو... . (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۱)
د سقاؤ زوی د کابل په شمال کې وضع خرابه کړي وه نو د کوهدامن خلکو نوموړی یوازې یو یاغي نه بلکه د یوه اتل او ملي رهبر په توګه پېژندلو ... . (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۲۳۶)
د سقاؤ د زوی فعالیتونه ورو په ورو مخ پر زیاتیدو شول نو کله چې نوموړي د دولت کمزوري ولیدله څو تنه د دولت عسکر چې کابل ته روان وو په یوه ناڅاپي برید کې ووژل، احمدعلی خان چې د تنظیمیه رئیس ؤ او د سقاؤ سره د روغې جوړې په خبرو بُخت ؤ له مرکز کابل سره یې پېښه شریکه کړه او په اړه یې واک ترلاسه کړ تر څو له سقاؤ سره روغه وکړي... رئیس احمدعلي خان یوازې له دوه تنو ساتونکو سره د سقاؤ زوی ته ورغلو او په نتیجه کې یې له حبیب الله د سقاؤ زوی او سیدحسین سره د قرآن په لمن لیک کې یو تړون لاسلیک کړ، په تړون کې د سقاؤ زوی ومنله چې له مخالفت او شرارت څخه به لاس اخلي، له بلې خوا دولت هم ومنله چې د سقاؤ او ملګرو جرمونه به بخښي، احمدعلي خان په دې ډول بې ساري تړون سره د سقاؤ زوی او سید حسین له ځانه سره سرای خواجه ته راوستل او د دفاع وزیز ته یې خبر ورکړ چې (۸۲) توپک، مرمۍ، تنخوا او د غونډ مشرۍ(ډګروالۍ) رتبې دې دواړو سقاؤ او سیدحسین ته ورکړل شي، امیرامان الله خان هم د دفاع وزارت، مالیې وزارت او د تنظیمیه رئیس احمدعلي خان په عنوانونو فرمانونه صادر کړل او د احمدعلي خان او غلو تر منځ تړون یې تصدیق کړ،(۸۲ میله ۳۰۳، بورد توپک) (۱۶۴۰)ګدی مرمۍ او د کال درې درې زره افغانۍ دواړو غلو ته او (۳۶۰) افغانۍ یې د دوی هر یوه غله ته وټاکلې ... . (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۱) دا چې په شمال کې وضع خرابه وه نو په کال(۱۹۱۸،ز*) کې امیرامان --------------------------------------------------------------------------------------------------------------
( (*دغه نیټه۱۹۲۸،ز، کال دی ځکه چې امیرامان الله خان په کال ۱۹۱۹،ز کې واک تر لاسه کړ.
الله خان د سقاؤ له زوی سره تړون لاسلیک ... او له امله یې په شمالي سیمو کې د سقاؤ د زوی عزت او اعتبار لا پسې زیات شو، نو کله چې د سقاؤ زوی خپل حالت ته متوجه شو په خپل کلي کلکانو کې یې غونډه جوړه کړه او د غونډې ګډون والو د سقاؤ زوی د افغانستان د امیر په توګه اعلان کړ او د حبیب الله غازي په لقب یې ونوماوه. (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم ملادي ص ۶۱)
کله چې په شمال کې وضعیت په پوره توګه خراب شو نو امیرامان الله خان د سقاؤ زوی ته یو مکتوب ولیکلو او قرآن یې مهر او د بلدیې رئيس احمدعلي خان په لاس یې ورولیږه، په مکتوب کې لیکل شوي وو:«موږ له تا سره کار نه لرو، که زموږ سره یو ځای شې نو هر ډول مرستې به درسره وکړو، د عسکرو مشر به وټاکل شې، څه چې وغواړې موږ به یې درکړو ... .»
د سقاؤ زوی یې په ځواب کې وویل: اوس مهال دولت په سختۍ او د فشار لاندې دی زه هېڅ شی نه غواړم او حاضر یم چې د امیر صاحب د مخالفینو پر وړاندې جګړه وکړم په دې شرط چې(۵۰۰) میله توپک او له هر یو توپک سره(۵۰۰) مرمۍ او(۲۰۰۰) آسونه راکړئ، ما او سید حسین ته د میاشتې(۳۰۰۰) افغانۍ او زموږ نوکرانو ته(۱۵۰) افغانۍ راکړل شي.
د سقاؤ د زوی ټولې غوښتنې ومنل شوې او وسلې او پېسې ورکړل شوې، کله چې د بلدیې رئیس ټول توکي د سقاؤ زوی ته ورتسلیم کړل د بلدیې رئیس یې په کوټه کې بندې کړ او پخپله یې امان الله خان ته ټلیفون وکړ او ورته ویې ویل: «علیحضرته! زه د بلدیې رئیس یم د سقاؤ زوی مې په زور ونیولو او بندي کړی مې دی، اوس د هغه سره څه وکړم؟»
علیحضرت په دې ګمان چې دا به په ریښتیا د بلدیې د رئیس غږ وي ویې ویل: «هغه فوراً ووژنه.»
وروسته له هغې چې سقاؤ د امان الله خان دا خبرې واوریدلې د امان الله پر خلاف یې جګړې پېل کړې ... . (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۲۴۵۱۰۷)
سقاؤ والي علي احمدخان د توپ پر وړاندې وتړلو او په توپ کې یې والوزولو. (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۲۵۰)
لږه موده وروسته یو شمېر خانان او غله د ملاویس الدین په کلا(کلکان) کې د شپې لخوا سره راټول شول او د سقاؤ زوی یې د افغانستان د پاچاه په توګه ونوماوه او دستار یې پر ملا وروتړلو... او سبا ورځ د سقاؤ زوی د ځايي حکومت په مرکز سرای خواجه باندې برید وکړ حکومت یې لوټ او ساتونکي یې خلع سلاح کړل او وروسته د برید پخاطر د کابل پر لور روان شو او سید حسین یې د چاریکارو او جبل سراج په لورولیږلو... . (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۲)
د ډیورنډ کرښې سره نږدې د انګریزانو او هندي قواوو (۱۱۰،۰۰۰) پوځ ځای پر ځای شو او په (۱۹۲۸،ز) کال کې د کرښې سره نږدې د انګریزانو او هندي قطعاتو مانورونه پېل شول، د دغو نظامي قواوو مانورونه د افغانستان د ختیځو ولایاتو د بغاوتونو سره هم زمانه پېل شول تر څو له یاغیانو څخه رواني ملاتړ وکړي او د یاغیانو د مورال د لوړولو لپاره یې وکاروي او د امان الله خان پر وړاندې چې له حده زیات خپلواک او ځان غوښتونکی وه د فشار په توګه کار واخلي. (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۶۹)
په داسې حال کې چې په کابل کې د سقاؤ زوی سره جګړه روانه وه د انګریزانو الوتکې بې له اجازې افغانستان ته ننوتې او د کابل په ښار باندې یې پاڼې وغورځولې او په کې یې اخطار ورکړشوی ؤ چې په کابل کې زموږ پر سفارت او قونسلګریو باندې بریدونه ونه شي... د جګړو په جریان کې د انګریزانو دولس الوتکې کابل ته راغلې او له کابل څخه یې د خارجیانو ښځې وایستلې. (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۳)
د انګریزانو استخباراتو د سقاؤ څخه یوازې د امان الله خان د له منځه وړلو لپاره ګټه پورته کوله او د هغه پر وړاندې یې استعمال کړ، انګریزانو غوښتل چې د افغانستان خلک پخپلو وینو کې سره ولمبوي نو ځکه په کابل کې د انګریز سفیر همفز وروسته له هغې چې سقاؤ قدرت ته ورسید ټولو سفارتونو ته یې د وتلو مشوره ورکړه چې له امله یې د ایټالیې او فرانسې سفیران چې د انګریز همفز د تبلیغاتو د اغېز لاندې راغلي وو له کابل څخه ووتل ... تقریباً (۶۰۰) بهرنیان، د دیپلوماتانو په ګډون د انګریزانو په الوتکو کې له کابل څخه پېښور ته یوړل شول... . (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۱۰۷)
مشهور انګریز جاسوس ډګروال لارنس په پېښور کې د الوتکو د میخانیک په توګه د (تامس شاو) په مستعار نوم کار پېل کړ، ډاکټر ویکټور... وایي: د ډګروال لارنس په اړه کره معلومات په لاس کې نه شته چې د هغه اصلي دنده څه وه، خو دومره ویلې شو چې په سیمه کې د نوموړي شتون د یاغیانو له کړنو سره تړاؤ لري... . (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۷۰)
د هند او اروپا مطبوعاتو د لارنس د سیاسي ژوند تفصیلات خپاره کړل او د لارنس ډول ډول افکار او نظریات یې دې ده د کړنو په اړه چې د کرښې سره نږدې ترسره کول نشر کړل... ، (امان افغان) د لارنس په اړه د هیواد خلکو ته ولیکل: ډګروال لارنس چې د افغانستان خاورې ته ننوځي ودې نیول شي.
ډاکټرویکټور وایي: دا ډول کړنې د افغانستان په حوادثو کې د انګریزانو لاس لرل لا پسې تقویه کوي. (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۷۱)
په افغانستان کې سقاؤیان او نور د خارجې او داخلي دښمنانو د نقشو او پلانونو سره سم په کار اچول شوي وو د هغوی لخوا په مستقیمه توګه نه رهبري کیدل بلکه د غېرمستقیمې او غېرې شعوري تلقین شوي وو. (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۷)
ملايان چې د شېرآغا لخوا پارول شوي وو ... د سقاؤ د زوی(حبیب الله کلکاني) د مشروعيت په اړه يې داسې فتوا ورکړه: څرنګه چې د سقاؤ زوى د پايتخت او د افغانستان اسلامي پاچاهي تر لاسه کړي ده، نو هغه په واقعيت کې يو پاچا دى او د خداى(ج) پر وړاندې د هغه پر ضد جنګيدل به اصول نه وي.
شېرآغا د سقاؤ د کړنو په اړه هره ورځ غورې کولې، د سقاؤ زوى لومړنې کس ؤ چې له شېرآغا څخه يې ليک تر لاسه کړ او په ليک کې يې ليکلي وو: ما کندهار او جنوبي ولايتونو ته کسان لېږلي دې چې د امان الله پر ضد جګړه وکړي او زه پخپله ډېر زرکابل ته درروان يم... [اور په افغانستان کې ص ٧٠٣]
کله چې شېرآغا تله د نادرخان پر لوري درنه وليدله نو يوه جرګه يې جوړه کړه او اعلاميه يې خپره کړه چې د سقاؤ زوى بې دينه دى. [اور په افغانستان کې ص٧١٩]
وروسته نادر شاه شيرآغا د عدليې وزير مقرر کړ... او ګل آغا يې قاهرې ته د مختار وزير په توګه واستول شو او کله چې هاشم صدراعظم ؤ د شيرآغا ډېرې فيصلې يې له مينځه يوړې او دا يوه نه هيريدونکي بې عزتي وه چې حکومت په اخره کې د شيرآغا کور ته عسکر واستول چې هغه فراري له خپل کور څخه وباسي چې حضرت ورته په خپل کور کې پناه ورکړي وه. [اور په افغانستان کې ص٧٢٥]
پاتې برخې وار په وار خپریږي