
ليک: عبيدالله ساحل
ايران په اسلامي خاوره کې هغه زهرجن مار ته ورته دی چې پوټکی يې په پړقيدونکو او ځلا داره رنګونو پوښل شوی وي، له ورايه ډير خوږ، رنګين او زړه راښکوونکی ښکاري خو که يې منځ وپلټې بيا هم له زهرو ډک مار وي، هر هغه چاته ټک ورکوي چې د ده او د بادار يې پرې زړه يخيږي، د خپل ځان د بقا او ژوند لپاره د ټولو ارزښتونو په ورميږ پښه ږدي، انساني او اخلاقي خطوط تر پښو لاندې کوي خو د خپلۍ ارامۍ او خيټې لپاره د نورو ولسونو په منځ کې د غم ټغر اواروي.
د حيرانتيا خبره دا ده چې ايران د خپلې دشمنۍ او تربګنۍ په اول خط کې اسلامي هيوداونه ګواښې، خپلې زهرجنې داړې په اسلامي هيوادونو خښوي او د دوي وينې زبيښي له هغو هيوادونو زياته کرکه او کينه لري چې پکې د اسلاميت سيورې پراخه وي، د اسلام په ګټه او نفعه يو ګام پورته کوي خو د غربي نړۍ او په تيره له هغو هيوادونو سره چې د اسلامې فکر او ايډيالوژۍ قسم خوړلي دښمنان دي زښته زياته مينه کوي، له امر نه يې هېڅ سرغړونه نه کوي او په درد او خوږ يې اوښکې تويوي، له اسلامي نړۍ سره کټ مټ هماغه شانته چلند کوي لکه اسرائل يې چې کوي، يواځې په دومره تفاوت چې اسرائل د اسلامي نړۍ په وړاندې هر ټکر او مخالفت په ډاګه کوي او دښمني په ښکاره توګه پالي، خو دوي نيم ښکاره او نيم د پردې شاته ترسره کوي، د اسرائلو د هيلو په تحقق کې تر ټولو زيات وفادار همدوي دي او له هر چانه وړاندې ورته سينه ډبوي، د ايران په داخل کې د اسلامي راسخې عقيدې د ځپلو او مزاحمت لپاره چې څومره جالونه غوړيدلي ټول د اسرائلو طرحې دي چې دوي ورته د عمل جامه ور اغوستې او په پوره نشاط يې عملي کوي، د ايران داخل کې په عامه ذهنيتونو کې د عربي نړۍ سره د کرکې او کينې اورونه د هغو طرحو زيږنده ده چې اسرائلو پرې کلونه – کلونه فکرونه کړی او ايراني چارواکو پياده کړيدي، د ايراني دولت په محاکمو کې هغه څوک په ډيره اسانۍ او بې پروايې سره په اعدام محکوميږي چې سني مذهب ته منسوب وي دا هغه څه دي چې په لسګونو ژوندۍ بيلګې لري څه موده وړاندې د مخدره موادو په تور پنځه نفره په اعدام محکوم شول وروسته د هغوي د کورنيو له قوله په ډاګه شوه چې مخدره مواد پر هسې تپل شوی تور ؤ، دوي يه حقيقت کې په مستعارو نومونو د ايراني معاصر تمدن له بدرنګې څيرې د نقاب پورته کولو تکل کړی ؤ، او غوښتل يې چې د ايران د شعاري تمدن تر شا پراته پټ رازونه افشاء کړي.
اسرائل چې په نړۍ کې د نورو قوتونو په نسبت کم خو د شرارتونو او رذالتونو په برخه کې لمړی مقام لري، دوي د ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ د تهديد او بې لارتوب لپاره د راتلونکو درې سوه کلونو لپاره پلانونه طرحه کړي، د دې پلانونو طراحان پخواني متقاعد جنرالان او معمرې ناولې څېرې دي، ورځ او شپه په همدې فکر او خيال کې دي چې له کومې لارې دغه شيندلې اسلامي نړۍ نوره هم وشيندې او راتلونکی نسل يې په واک کې واخلي چې د دې هيلو د تحقق لپآره ورسره ايران اوږه په اوږه په پټه او ښکاره رغنده برخه اخلي، هغه کميټې چې پکې د اسلامي نړۍ د ځپلو طرحې ډيزاين کيږي يو څو يې د ايران په خاوره کې د دوي په انرژۍ، قوت او امکاناتو باندې څرخيږي. د بېلګې په توګه اسرئلو غوښتل چې په اسلامي نړۍ کې د اسلامي تمدن مخه ډب کړي نو په دې قانع شول چې دا کار نيغ په نيغه نه کيږي، بايد په اسلامي هيوادونو کې د اسلامي تمدن په عنوان ټول اصطلاحات او تعبيرونه بدل کړو او له همدې لارې خپل مقصود ته ځان ورسوو چې په دې برخه کې يې د افغانستان قضيه شرير ايران ته وسپارله ايران له هماغه ورځې کار پيل کړی تر ننه پورې په خپل ټول قوت سره بوخت دی، ورځ او شپه منډې وهي او داسې بريښي چې د هغوې دا هيله يې د تحقق مورګو ته رسولی چې ژوندۍ بيلګې يې د هيواد په داخل کې شته رسنۍ او مطبوعاتي شبکې دي چې خام مواد ورته له پريوتي ايران نه راځي طرحې او نظريات د اسرائلي رابرت مردوخ دي چې روزانه تطبيق کيږي.
که روانو حالاتو ته دقيق متوجه شئ پوه به شئ چې د ايراني دولت ميلان کومې لورې ته په لويدو دی، د اسلامي نړۍ په قضاياو کې څومره خواخوږی او څومره منافق دی؟ زړه يې په چا درد کوي او له چاسره د زړه نه د همکارۍ تړاو لري، هر هغه لوری چې د اسلامي نړۍ ميشتو ولسونو ته فزيکي او روحي زيان رسوي دوي ورسره په پراخه سينه او په پوره وفادارۍ ولاړ دي، د اسلامي هيوادونو په ليکه کې خپل لويدلی او سپک تمدن د اسلامي نړۍ د سر تاج بولي خو د نورو اسلامي هيوادونو هر پرمختګ ورته شاتګ بريښي او په رسنيز بهير کې يې په استهزاميز شکل خپروي.
د دوي د حقد او کينې حقد له هماغه ځايه راخوټيدلی له کومې ورځې چې د فارس امپراطوري د اسلامي لښکرو په پښو کې را وغورځيده او د دوي دبدبه او رعب يې له خاورو سره خاورې کړ ځکه خو په همدې تړاو د هغو صحابه کرامو سره زښته زياته کينه لري چې د فارس امپراطورۍ په راپرځولو کې يې محوري رول لوبولی ؤ، له حقد او کينې نه يې زړونه دومره ډک دي چې دا دی د اسلام د خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم په ژوند او کړنو يې اوږد تمثيلي فلم باندې کار پيل کړ، دا په دې خاطر نه چې د دغه شرير دولت له پيغمبر سره مينه لري بلکې وبه ګورئ چې د خپلې دښمنۍ او تربګنۍ انعکاس به يې پکې کړی وي، لکه څنګه يې چې د يوسف عليه السلام په شان کې وکړ.
که د ايران همدا وضعه او همدا رذالت وي، ژر ده چې د نابودۍ يوې داسې کندې ته وغورځي چې په پښو ودريدل به يې پيړۍ او نسلونه ونيسي، که د اسلامي فکر او عقيدې په وړاندې د فارس امپراطوري را ړنګه شوه باور لرو چې که اوسنی ايران له شرارتونو او رذالتونو لاس وانخلي ژر ده چې دوي به هم د خپلو نيکونو په هغه تريخ او تاريخي برخليک اخته شي.