ایزابېل ډوس ستنوس؛  د افریقا تر ټولو شتمنه مېرمن

 
«ایزابېل ډوس ستنوس» د انګولا د ولسمشر لور ده. نوموړې په ۱۹۷۳ زېږدیز کال د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې زېږېدلې ده. ایزابېل د جوس اېډوارډو ډوس سنتوس د روسۍ مېرمنې لور ده. ولسمشر د تاتیانا کوکانوا په نوم له دې ښځې سره په اذربایجان کې د زده کړو پر مهال مخ شوی و. د ولسمشر مشران له ساتومه او پرنسپ هېواد څخه انګولا ته کډوال شوي وو.
ایزابېل د ښوونځي تر بشپړولو وروسته د برېتانیا د پلازمېنې لندن په شاهي کالج کې الکترونیکي انجنیري لوستې ده. په همدې ځای کې د زده کړو پر مهال د یوه کانګويي میلیونر له زوی سره مخ شوه چې وروسته یې واده ورسره وکړ. ویل کېږي د دوی پر واده چې په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې ترسره شو څلور میلیونه ډالر لګښت راغلی دی. په دغه واده کې ۸۰۰ کسانو ګډون کړی و چې د یو شمېر افریقايي هېوادونو ولسمشران هم په کې شامل وو.
ایزاېل د ۱۹۹۰ کال په لومړیو کې له لندن څخه خپل هېواد انګولا ته راستنه شوه. دې غوښتل له پلار سره کار وکړ، خو له یوې جرمنۍ کمپنۍ سره یې کار پیل کړ. په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کې یې هغه مهال چې ۲۴ کاله عمر یې درلود د لومړي ځل لپاره سوداګرۍ او کاروبا ته مخه کړه. د دوی لومړنی کار د انګولا په پلازمېنه کې د میامي بیچ په نوم د لومړني نایټ کلب او رسټورانټ جوړول وو.
له همدې ځایه یې خپل کاروبار ته پراختیا ورکړه تر دې چې اوس د رسنیو، مخابراتو، بانکدارۍ، حلقوي پلورنځیو او انرژۍ په برخو کې ونډې او فعالیتونه لري.
دا د انګولا په تر ټولو ستره مخابراتي کمپنۍ یونیټل کې ۲۵ سلنه ونډې لري. پر دې سربېره د «Banco BIC» په نوم بانک یو اندازه ونډې هم له دې سره دي.
په پورتګال کې د «Galp Energia» په نوم د نفتو او ګازو په شرکت کې هم له پرتګالي میلیاردر امریکو اموریم سره اووه سلنه ونډې لري. دغه راز د پرتګال په څلورم ستر بانک بي پي ای کې هم ۱۹ سلنه ونډې لري. د Nos SGPS په نوم د کیبل او مخابراتي کمپنۍ ډېره برخه ونډې هم د دې دي. پر ایزابېل تور دی چې پانګه او د کمپنیو ونډې یې له پلار سره اړیکه لري، خو د دې استازو دغه تور رد کړی دی.
د فوربس مجلې موندنې ښيي چې پلار یې په یو شمېر کمپنیو کې خپلې ونډې دې ته لېږدولې دي.
د فوربس د شمېرو له مخې د ایزابېل ډوس ستنوس پانګه د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې تر پنځمې نېټې دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالرو ته رسېده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام او په خپل هېواد انګولا کې لومړی ځای لري.
نوموړې دغه راز په افریقا کې تر ټولو بډایه ښځه او یوازینۍ میلیارده ښځه ده. نوموړې دری اولادونه لري او د انګولا په پلازمېنه کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.