د تېلو بادشاهان (۷۰ برخه)

 
ټول سیستم کیدی شي وچوي (دړې وړې شي)
 
الن ګرین سپن چې د اقتصادي شورا د سلاکارانو د کمیټې مشر وو .«تر اندازې په ډیر اندیښمن انداز کې  د خپل اوسیدو په شخصي ودانۍ ، پالم سپرینګ سیمه کې د توندربیرډ د کلب پاس پوړ ته د نوامبر په ۱۲ نیټه وختلو . ګرین سپن دلته له یوه  کتونکي سره لیدل په داسې وخت ومنل چې د امریکا اقتصادي مسایل د پلان کښلو لاندې وو او د اوړي په اوږدو کې د رامنځ ته شوي په ټپه ولاړ اوږد حالت حل ترهغه ډیر وخت ونیوو چې هغه یې تمه کوله. هغه وویل چې« ستونزه د پانګوالو لخوا داقتصادي ښیرازۍ د کچې په اړه د باور کموالی وو .»په امریکا کې د انفلاسیون د یوه بل پړاو د را منځ ته کیدو ویره بیا را ټوکیدلې وه «دغه ویره په دې اساس وه چې یو شمیر صنعتي هیوادونو په لویه کچه د تېلو د لوړو شویو بیو د جبران په موخه پورونه اخیستي وو. دوال سټریټ سوداګریز مرکزونه په ډیر عجیب او غریب وارخطا حالت کې وو. د بانګدارۍ افسانوي مشر فیلیکس روهاتین روښانه کړه چې د اقتصادي ودې وضیعت« دیوه ناورین د را پیښیدو اندیښنې را ټوکولې وې ، ځکه چې سیا سي جوړښتونه داسې نه وو چې ددغې ستونزې د کابو کولو تمه دې ترې شوې وای.
 د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې :«له لنډ هندوستاني اوړي وروسته چې پکې  داقتصادي وضیعت ښه والی د تشخیص وړ بلل کیده. د نړی د صنعتي هیوادونو لپاره تصویر اوس ډیر تیاره  شوی ښکاریده  ـــ  اوله ۱۹۳۰ مو کلونو راهیسې خطرناکه بد بیني را منځ ته شوې وه . ددغو ټولوپه سر کې ،په صنعتي نړۍ کې اوس د ټولو نفسونه ولاړ وو او ستر ګې یې د دسمبر په نیمايي کې په دوحه کې د اوپیک د غړو هیوادونو را تلونکې ناستې ته نیولې وې چې د تېلو په نویو بیو یې بحثونه کول او  دې ته په تمه وو چې د اوپیک لخوا د  تېلو د ۱۰ تر ۱۵ په سلو کې نورو بیو په لوړیدو سره به  ددوی د تېلو د اخیستو پیسېڅومره لوړې شي او دوی به له څه ډول احتمالي مالي کړکیچ سره مخامخ شي .
د ۱۹۷۶ کال په نوامبر میاشت کې په سانفرانسیسکو کې د امریکا په نوم بانک د نړۍ تر ټولو لوی بانک وو. ددې لپاره  چې پانګوال بیرته د بانکي سیستم او مالي وضیعت په اړه ډاډه شي چې له کوم مالي کړکیچ سره نه دی مامخ،د بانک ۵ لوړ پوړو مشرانو نیویارک ښار ته سفر وکړ چې هلته دا اعلان وکړي چې دوی «د داوطلبانه افشا کولو کوډ منلی» . ددغه کوډ پر بنسټ به ټول مالي حسابونه او روان وضیعت خلکو ته په منظم ډول تشریح کیده .چارواکو لس میاشتې په دې کار وکړ چې۲۶ صفحییز بروشور خپریدو ته چمتو کړي . ددغو چارواکو د نویو ژمنو یوه برخه داوه چې دامریکا بانک اعلان وکړ چې د هرڅه په اړه دمعلوماتو په خپرولو سره به  د کورونو د «مورت ګیج»(په افغاني اصطلاح کیشت) په لړزیدونکي سکټور کې په پراخه کچه روڼتیا رامنځ ته کوي او د پور اخیستونکو په اړه به له خلکو سره معلومات شریکوي .  «دوی وړاندیز وکړ چې دبانک د جایدادونو  د ارزښت  ارزونې دې محرمې وساتل شي .» دا چاره به دارنګه د بهرنیو اسعارو سوداګري هم عامه کړي .خو جالبه داده چې دغه کوډ نمبر په لومړي پړاو کې بهرنیو حکومتونو ته د خطرناکه پورونو د ور کړې په اړه ډیر څه د ویلو لپاره نه در لودل .یوازې اشخاصو او ډلو ته به د بانک چارواکود داسې چا په نظرکتل چې مشروع اړتیا یې در لوده چې د بانک په اړه مطلوب معلومات ولري .
په لویدیځه اروپا کې نور هم وضیعت د خرابیدو په حال کې وو . د تېلو دبیو د لوړتیا له عواقبو وروسته د امریکې ولسمشر نیکسون اود بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجرد ۱۹۳۰ مو کلونو کې تاریخي مقایسه انځور کړه . دوی په لویدیځه اروپا کې د ډیموکراسۍ په را تلونکي باور نه درلود او دې پایلې ته رسیدلي وو چې په روم ، لیزبون او مادرید کې ضعیفه حکومتونه د ړنګیدو په در شل کې دي .
دوه کاله وروسته ددوی نظر په پراخه کچه اسعار تر لاسه کړل. یوه امریکايي تحلیل کونکي وویل چې :« ما هیڅکله اروپا دومره وارخطا ،ګنګسه ،په تیاره  او په بدګمانۍ کې نه وه لیدلې . هر چا لیدل چې هرڅه دوهم ځلي  ړنګیږي او داځل هیچا ، هیڅ نظر نه در لودچې له دغه وران حالت څخه په څه ډول را بهر شو او هیواد وژغورو.» د اقتصادي همکاریو او پرمختیا سازمان(OECD ) یوه اقتصاد پوه تایید کړه چې :«اوس ریښتینی خطر دادی چې د اقتصادي بحران بل پړاو به په ځینو ډیموکراتیکوهیوادونو کې سیا سي او اجتماعي بغاوتونه رامنځ ته شي . »
 د نیکسون ویره له مشهورو چپ اړخو څخه وه چې پریمانه ملاتړیې در لود او په فرانسه کې د لومړي وزیر ریمونډ باریش د ریاضتي بودیجې د طرحې له ماتې وروسته سملاسي دوی واک ته د رسیدو په پوله ولاړ وو . په فرانسه کې یوازې په ۲ میاشتو کې د بیکارانو شمیر ۳۰۰ زرو ته ورسید او په مجموع کې تر ۱ میلیون ډیر کسان بیکاره شوي وو . د فرانسې د لي ایکسپنشن د مجلې لخوا په یوه تر سره شوې ارزونه کې ښکاره شوې وه چې په هرو ۴ سوداګرو کې۳ تنه یې غواړي چې په دغه هیواد کې د ۱۹۷۸ کال په عمومي ټاکنو کې سو سیالیت کمونست ګوند بری تر لاسه کړي . له پلازمینې څخه فرانسویانو د خوندي ځای لپاره کډې کول پیل کړل.واشنګټن پوسټ ورځپاڼې رپوټ ور کړ چې :« یو شمیر کتونکي په دې باور دي چې په فرانسه کې وضیعت داسې خواته روان دی لکه چې۲ کاله مخکې په ایټالیا کې را منځ ته شو .هغه حالت په ډرامټیکه توګه داسعارو بیه را کښته کړې . » یوه فرانسوي چارواکي وویل « داسې ډیر زیات احساس په فرانسویانو کې را منځ ته شوی وو چې موږ تردې دمخه له جګړې را وروسته کلونو کې نه وو تجربه کړی ، چې اقتصادي پیښې زموږ له کنټرول څخه وتې دي ، زموږ له واک څخه بهر دي ـــ د حکومت هغه اقتصادي پالیسۍ به په واقیعت کې نور ددې جوګه نه وي چې دغه حالات کابو کړی شي  او یا دې په هغو اقتصادي برخو اغیز ولرو چې زموږ  اقتصاد اغیزمنوي.»د ولسمشر فورډ ادارې یوه چارواکي د وال سټریټ ژورنال مجلې ته ومنله چې :«فرانسه ویریږي چې حالات پکې سرچپه نشي».
په روم کې حکومت هغه ریاضتي بودیجه تصویب کړه چې په کلکه یې د لویو لګښتونو د کمولو غوښتنه کوله . ددې لپاره چې دا بودیجه پا س شي نو د اینریکو بیرلیګوایر د کمونست ګوند ملاتړ ته یې اړتیا در لوده . د ایټالیا د بهرنیو پورونو کچه په دریو کلونو کې په بیساري ډول له ۷ میلیارد ډالرو څخه ۱۷ میلیارد ډالروته لوړه شوې وه . یوازې د ۱۹۷۶ کال په ۸ میاشتو کې د ایټالیا د تېلو د لګښت کچه د تیر کال همدومره مودې په پرتله ۴۵ په سلو کې لوړه شوې وه . یوه ایټالوي اقتصاد پوه پوښتنه وکړه چې: « ایا په لویدیځه نړۍ کې په دې بحث کول پکار دي چې په رښتیا هم د اوپیک ستونزه د اداره کولو وړ نه ده؟ایا بې وزلو هیوادونو ته د پورونو د بیرته ور کړې په برخه کې کوم اضافي وخت یا امتیاز ور کول کیږي ؟»ددغو ستونزو د حل لپا ره باید یو څه تر سره شي .
ددغو ټولو جرړې بیرته د تېلو بیو ته ور رسیږي . د تېلو د بیونور ۱۰ په سلو کې لوړول په دې مانا وو چې ۷۰۰ میلیون ډالره نورې ریاضتي بودیجې ته یې اړتیا در لوده چې د تېلو اخیستلو انډول پرې برابر شي او که ۱۵ په سلو کې د تېلو بیې لوړې شي نو دا په دې مانا وه چې ۱ میلیارد ډالره کسر د تېلو د اخیستو په برخه کې را منځ ته کیده .
لومړی وزیر موریو سواریس په لیزبون کې وو چې دا سې اوازې خپرې شوې چې د پرتګال په نظامي لیکو کې بنسټپالي ښي اړخي د کودتا کولو په در شل کې دي . د هسپانیې حکومت هم په کور دننه د ښي اړخو او چپ اړخو له سختو ننګونو سره مخامخ وو. د سوداګرو د ټولنې لخوا په ملي کچه اعتصاب  او ورپسې څو ورځې وروسته  د پخواني دیکتاتور فرانسیسکو فرانکو د وژنې د لومړي تلین لپاره د مادرید په کوزه برخه کې یو ه لویه غونډه وشوه .
د نوامبر په ۱۵ نیټه شمالي امریکا کې دا خطرناک خبر خپور شو چې د کاناډا  په فرانسوي ژبي ولایت کیوبیک کې د ملي  پارلمان  اکثریت سیټونه یا څوکۍ  جدايي غوښتونکې ډلې کیوبیکین تر لاسه کړې چې ریني لیویسکیو یې مشري کوله . اوس نو داسې ښکاریده چې په سیا سي ډګر کې ان په شمالي امریکا کې د تېلو اغیزو ډګر بدل کړ . په کیوبیک ولایت کې ۸اشاریه۵ په سلوکې خلک بیکاره وو چې د کاناډا له ملي کچې۷ اشاریه۱ په سلو  څخه یو څه لوړ وو  او داسې اټکل کیده چې په ۱۹۷۷ کال کې به د بیکارۍ کچه ۹اشاریه۱ په سلو ته لوړه شي .  بیکاري، او د اقتصادي ودې ټیټه کچه لیویسکیو د خپل کمپاین مرکزي ټکی جوړ کړی وو . د کاناډا ضعیفه اقتصاد ددې لامل شو چې د کیوبیک د ولایت د جدايي غوښتنه پیاوړې  او هیواد د تجزیې پر پوله ودروي .د ټایمز مجلې رپوټ ور کړ چې :« د انفلاسیون د لوړتیا او د بیکارۍ د زیاتیدو په اړه نارضایتۍ  په برتانیې او ایټالیا کې  حکومتونه ولړزول ،په فرانسې کې یې د چپ اړخو احساسات را وپارول  او په کاناډا کې یې د بیلتون پالو توجه  او خوځښتونه پراخ کړل .»دغې ورځپاڼې داسې اشارې ور کړې چې د پسرلي پر مهال ډیرې زیاتې  خوشبینۍ په نړیواله کچه عصبانیت را وپاراوو . . . . هغه ټکانونه چې کیدی شي هیوادونه یوه بل ناورین ته ور ټیل وهي بیا به هم د اوپیک دغړو هیوادونو لخوا د تېلو د لوړو بیو له کبله وي چې ټاکل شوې وه د دسمبر په ۱۵ نیټه د قطر په پلازمینه دوحه کې سره را غونډ شوي وو .»