
تنهايي:
د ساعت تق تق د شپې په زړه کې په آرامه کوټه کې سکوت په ټوټو ویشه، سرې سترګې به یې کله پټې کړې او سوچ به یووړ او کله به یې لوڅې کړې او مخامخ دیوال ته به ځیر شو، له یوې اوږدې ساه اخیستو وروسته یې بالښت ځان ته نږدې کړ او سترګې یې ټینګې پټې ونیوې...
یاد:
موبایل ته یې وکتل د شپې دوه نیمې بجې وې، تلفون یې بیرته کیښود او په سوچ وړي انداز یې تر شونډو لاندې وویل: الله دې مل شه...
ریا:
له زړه زړه یې په تلفون کې خندل خو چې څرنګه یې ټليفون قطع کړ شونډه یې په غاښ کې ونیوله، په ژور سوچ کې لاړ او شیبه وروسته یې تر شونډو لاندې وویل: ته وګوره داسې هر څوک رییسان شول...
یواځې پاتې شوی:
له هغه برید وروسته اوس د کور یواځينی غړی دی...
د ۲۰۱۴ د جنورۍ دیرشمه، ډهلي – هندوستان