په زړه پورې معلومات / درېیمه برخه

 
ـــ د انسان په هډوکو کې ۲۲ فیصده اوبه شتون لري .
ـــ انسان د خولو په وسیله ۸۵ فیصده تودوخه بهر کوي .
ـــ یو پنځه کلن ماشوم ۲۰ دانې غاښونه لري .
ـــ د انسان په دماغو کې یو ملیارد و شل لکه عصبي حجرې شتون لري .
ـــ انساني خوله د بدن یو فیصد مالګه بهر کوي .
ـــ د انسان د بډوډي وزن ۱۲۸ ګرامه دی .
ـــ د وینې سره کرویات ۱۲۷ ورځې عمر لري .
ـــ حجره ( Cell ) د ژوندیو موجوداتو ساختماني، وظیفوي، تکثري، تکاملي او ارثي واحد دی .
ـــ حجرات یوه اونۍ عمر لري .
ـــ وینه د بدن د تودوخې درجه برقراره ساتي .
ـــ د عمر په تېرېدو د دماغو فعالیت کمېږي .
ـــ د نورو غړو په پرتله، زړه لس چنده ډېره انرژي مصرفوي .
ـــ د انسان د زړه شکل د پان پاڼې په شان دی .
ـــ د ۴۵ کلونو په موده کې زړه د ۳ لکه ټنه په شاوخوا کې وینه پمپ کوي .
ـــ د یوه عادي انسان د سر او بدن د وېښتان شمېر اته لکو ته رسېږي .
ـــ که چېرې د انسان له بدن څخه ۵۰ سلنه وینه بهر شي، نو انسان له مرګ سره مخامخ کېږي .
ـــ د ګاهن په نامه یوه ساینسپوه ویلي، چې د انسان د هډوکو ډېره برخه له فاسفورس څخه جوړه شوې ده .
ـــ په وینه کې دوه ډوله انتي جن پیدا شوی دی، چې یو یې A او بل یې B دی .
ـــ په ۱۸۷۰ زېږدیز کال کې د انسان او حیوان د وینې ترمنځ توپیر معلوم شو .
ـــ په ویټامینونو کې تر ټولو لومړی سي (C) ویټامین وموندل شو  .
ـــ ویټامین اې ( A ) په سبزیجاتو کې لکه : رومي بانجان، ګازرې او په حیواني محصولاتو کې لکه د چرګې په هګۍ او شیدو کې ډېر پیدا کېږي .
ـــ د لمر په رڼا کې د انسان پوستکی د ډي ( D ) ویټامین جوړوي .
ـــ د هډوکو په استحکام او کلکوالي کې د ډي ویټامین ډېر مهم رول لري .
ـــ د (K) ویټامین د کمښت له امله  د بیري بیري په نامه ناروغۍ رامنځته کېږي .
ـــ ویټامین (B) په اوبو کې او ویټامین (A) په شحمیاتو کې حل کېږي .
ـــ په سړو هېوادونو کې خلک د ویټامین (D) له کمښت سره مخامخ دي .
ـــ ویټامینونه په خوړو کې نه شمېرل کېږي .
ـــ یو انسان د خپل فعالیت له پاره ۳۴۰۰ کالوري ته اړتیا لري .
نور بیا .....