
د پياوړې ارادې او هڅو پر مټ واقعا د داسې کارونو ترسره کول ممکن دي، چې ډېرو ته ښايي یوازې خوب ښکاره شي. د چینايۍ میلیاردرې ژانګ شین د ژوند او بریالیتوب د کیسې تر مطالعې وروسته سړی نور هم ډاډه کېږي چې شتمنېدل د شرایطو نه د هڅو پایله ده.
ژانګ شين په ۱۹۶۵ کال په یوه برمايي چینايي کډواله کورنۍ کې زېږېدلې ده. د دې کورنۍ اجداد په برما کې چینايي کډوال وو، خو وروسته بېرته د چین پلازمېنې بيجېنګ ته راغلي وو. نوموړې په بېجېنګ کې زېږېدلې ده. لا ماشومه وه چې مور او پلار یې سره جلا شول. د مور او پلار تر بېلېدو وروسته یې شین له خپلې مور او ورور یې له پلار سره پاتې شو. له پلار څخه تر بېلتون وروسته دوی دواړه ان د اوسېدو کور او ځای لا نه درلود. د پوسټ په نوم په یوه مجله کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې ژانګ او مور یې د هغو دفتر پر مېزونو ویدېدې چې مور یې ورسره د ژباړونکې په توګه دنده ترسره کول.
په دغه سخت حالت کې تر څو کاله ژوند وروسته هغه مهال چې دا لا د ۱۴ کلونو وه له خپلې مور سره هانکانګ ته ولاړه. دلته له تلو سره سم یې د جامو د تولید له یوې کوچنۍ فابریکې سره کار پیل کړ. دا کوم ستر کار نه و بلکې د لږ امکاناتو په بدل کې یې د ورځې ۱۲ ساعته کار کوه. پر دې سربېره یې د ماښام له خوا زده کړې هم پیل کړې. په هانک کانګ کې هم دواړه په یوه داسې اوطاق کې اوسېدې چې یوازې دوه واړه کټونه په کې ځاییدل.
همدا لږ پیسې یې سپما کولې تر دې چې تر لندن پورې یې د الوتکې د یوه ټکټ پیسې پوره کړې. لندن ته د تللو پر مهال یې له ځان سره هېڅ نه درلودل او هلته یو ځل بیا په لږو پیسو کار ته مجبوره شوه. دلته یې د کار ترڅنګ د انګریزي ژبې زده کړه پیل کړه او تر څه مودې وروسته د یوه بورس له لارې سوسکس پوهنتون ته ولاړه.
په دغه پوهنتون کې نوموړې د اقتصاد پوهنځی ولوست. وروسته یې په کمبرېج پوهنتون کې په پراختیايي اقتصاد کې ماسټري ترلاسه کړه. دې ته سوسکس پوهنتون د قوانینو په برخه کې افتخاري دکټورا هم ورکړې ده. د ماسټرۍ تر بشپړولو وروسته یې له ګولډن ساچ کمپنۍ سره کار پیل کړ. بله دنده یې په نیویارک کې د پانګونې له یوه بانک سره وه. تر هغه وروسته یې له ټراولر ګروپ سره کار وکړ. په ۱۹۹۵ زېږیز کال کې بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه او له خپل خاوند سره په ګډه یې د «سوهو چینا» په نوم د جایدادونو او املاکو د پراختیا کمپنۍ پرانیستله.
دا کمپنۍ اوسمهال په چین کې د لومړۍ درجه دفترونو د جوړولو په برخه کې شهرت لري. د کمپنۍ د شهرت بل لامل دا دی چې په نړیواله کچه مشهور طرحان او معماران ورسره کار کوي.
شین په چین کې یوه خورا مشهور سوداګرو څخه او د ټیوټر په چینايي بڼه یې د فالورس شمېر اته میلیونه کسانو ته رسېږي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې ژانګ شین او کورنۍ یې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې تر دویمې نېټې دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالره پانګه درلوده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۱۲ ام او په چین کې ۳۶ ام ځای لري.
دا دوه اولادونه لري او د چین په پلازمېنه بیجېنګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.