
دا وخت د کاري قوانینو ټاکل سخت کار دی. ټول به په کاري قوانینو بلد وئ، خو ممکن دې ته مو پام نه وي، چې د ټکنالوژۍ لاسته راوړنو څه ډول شرایط بدل کړي او څومره یې پر مدیریتي او د کارکوونکو پر قوانینو اغیز کړی.
کله، چې په یوه نوي کاري محیط کې کار پیلوئ، ځان په ټولو شته قوانینو او سیاستونو بلد کړئ.
څنګه او څه وخت انټرنیټ او ټولنیزې شبکې وکاروئ ؟
تخنیکي وسایل څه ډول وکاروئ؟ ایا حق لرئ، چې په هره وسیله کې لاس ووهئ، یا د هرڅه په اړه پوښتنې وکړئ؟
د پوهنځیو او عامه ځایونو برخلاف، په ډېری شرکتونو کې د انټرنیټ استعمال څارل کیږي. څوک، چې له انټرنیټ نه شخصي ګټه پورته کوي، پر وړاندې یې غبرګون ښودل کیږي. که تاسې ټول وخت په دفتر کې رسمي کار ته ګومارل شوي وئ، د شرکت مسوولان کولای شي ستاسې شخصي برېښنالیکونه او نېټ د استعمال څرنګتیا وپلټي.
له ځانه وپوښتئ، چې په دفتر کې کاري قوانین مراعاتوئ؟
ښه داده، چې د کار له پیل سره سم ځان زیارکښ ثابت کړئ. ځان ته دا اجازه مه ور کوئ، چې په هرڅه کې ګوتې ووهئ. وایي، چې دې نه کار نو دې څه کار. دغه متل د کاري ژوند سرمشق وګرځوئ. که د شرکت او ادارې په قوانیو خبر نه وئ، د بشري منابعو له برخې یې پوښتنه وکړئ. هغوی د ایچ ار خپل ځانګړي کتابونه او لارښودونه لري. دا لارښودونه له تاسې سره د دفتري چلند او کاري چاپیریال په تشخیص کې ډیره مرسته کوي.
یونیم ځل داسې وي، چې ادارې نوي کاري شرایط وضع کوي. کوښښ وکړئ، چې له شرایطو سره ځان همغږی کړئ. له شرایطو سره مثبته مقابله وکړئ، یوپه یو یې مه ردوئ، وګورئ، چې څومره منصفانه دي. که ستونزې وي، له ادارې سره یې شریکې کړئ، ګوندې حل لارې ته سره ورسیږئ.
په اداره کې تر ټولو مهمه داده، چې مهمو بریښنالیکونو ته په وخت ځواب ور کړئ. که تاسې په وخت ځواب ور نه کړئ، مدیران او رییسان مو فکر کوي، چې نو تاسې په څه مهم کار اخته یئ، چې ددوی د مهمو بریښنالیکونو ځواب نه شئ ور کولای؟! که مناسب ځواب ته وخت او فرصت لټوئ په وړوکي ایمیل یې ځواب کړئ، چې برېښنالیک مې ترلاسه کړ، کوښښ کوم په وړ ډول یې ځواب کړم.
هره اداره د ډاونلوډ، ټیلیفوني اړیکو او نورو کمپیوټر اړوند چارو په تړاو ځانګړي شرایط لري. په اداري وختونو کې غیر مجاز سایټونه مه ګورئ. تاسې به فکر کوئ، چې هیڅ تیروتنه مو نه ده کړې، خو په یوه وړه خبره به دفتر قرارداد درسره لغو کړی وي.
( ژباړه او زیاتونه)
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.