
د بي بي سي اقتصادي خبریال ریچارد اندرسون
د شهیر ژباړه
چین که هر څه کم ولري، خو د نقدو پیسو کمی یې نه شته. د دغه هېواد ارزې زېرمې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې څلور ترېلیون ډالرو یا څلور زره میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د چین کلنۍ اقتصادي وده شاوخوا اووه سلنه ده. دا کچه د تېرو کلونو په پرتله کمه ده؛ خو لا هم د ډېری پرمختللو هېوادنو لپاره په دې کچه وده د یوه خوب په څېر ښکاري.
د دې اقتصادي ودې په تناسب په تېره یوه لسیزه کې د چین بهرنۍ پانګونه اته برابره زیاته شوې ده. په ۲۰۱۳ کال کې د بهرنۍ پانګونې کچه شاوخوا ۱۴۰ میلیارده ډالره وه. په ۲۰۱۴ کال کې یو څه کمه شوه چې دلیل یې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې کموالی و.
دغه کموالی په غالب ګومان لنډمهالی دی، ځکه د چین د نفوس وده، په ځانګړي ډول د منځنۍ طبقه لویوالی منابعو ته د دغه هېواد اشتها نوره هم زیاتوي.
چینایانو په تېره یوه لسیزه کې په امریکا کې تر ټولو ډېره پانګونه کړې ده، په ځانګړي ډول په ۲۰۱۲ کال کې چې په ناڅاپي ډول په امریکا کې بهرنۍ پانګونه اوج ته ورسېده.
که په یوه لسیزه کې د چین بهرنۍ پانګونه مو د سږ کال پر ځای تېر کال حسابولی، اسټرالیا به د امریکا ځای نیولی و.
خو په اروپا کې د چین د پانګونو د علاقې وړ سیمه برېتانیا ده. د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې چینایانو په برېتانیا کې ۲۴ میلیارده ډالره پانګونه کړې چې په امریکا کې د دغه هېواد له پانګونې سره برابره ده. دا په فرانسه کې په همدې موده کې د چین د پانګونې له دوه چنده سره برابره ده، ځکه په فرانسه کې چینايي پانګوالو د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې ۱۱ میلیارده ډالره پانګونه کړې وه.
البته چین د نړۍ په هر ګوټ کې پانګونه کوي او په یوه قرارداد پسې بل اخلي. له دې جملې افریقا ده چې چینایان ورځ تر بلې د هغې خواته خپل پام زیاتوي.
د نړۍ دویم اقتصادي ځواک تر اوسه د افریقا په ۳۴ هېوادونو کې پانګونه کړې ده. تر ټولو ډېره یې په نایجریا کې ده چې ۲۱ میلیارده ډالرو ته رسېږي، ورپسې اېتوپیا او الجزایر دي چې په هر یوه کې چینايي پانګوالو ۱۵ میلیارده ډالره پانګونه کړې او تر وروسته د انګولا او سویلي افریقا نومونه راځي چې په هر یوه کې یې لس لس میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
له ویلو پرته د پوهېدو وړ ده چې د پانګونې دا لویه کچه د بل هر څه په پرتله د افریقا د سرشارو منابعو لپاره ده.
په دې برخه کې له جالبو ټکو یو یې په جاپان کې د چین لږ پانګونه ده. چین په دغه هېواد کې شاوخوا یو اعشاریه شپږ میلیارده ډالره پانګونه کړې چې نږدې په مغلستان کې د دغه هېواد له پانګونې (یو اعشاریه څلور میلیارده ډالرو) سره برابره ده. د دغه کار دلیل ښايي د دواړو نړیوالو اقتصادي ځواکونو ترمنځ سیاسي کړکېچ وي. چین او جاپان دوه داسې اقتصادي ځواکونه دي چې په وروستیو کې یې د نړۍ د سترو اقتصادونو په نوملړ کې ځایونه سره بل شوي( چین دویم او جاپان درېیم شوی دی.)
هغه څه چې چین تر هر څه ډېره اړتیا ورته لري منابع دي. وړاندوینه کېږي چې تر ۲۰۵۰ زېږدیز کال پورې به مصرفي انرژۍ ته د چین اړتیا دری چنده شي.
له همدې کبله ده چې په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې د چین تر ټولو ډېره پانګونه پر طبیعي زېرمو وه او شاوخوا ۴۰۰ میلیارده ډالرو ته رسېده. دا دومره پیسې دي چې د دغه ۱،۴ میلیارده نفري هېواد د لګښتونو لپاره لازمې دي.
تېر کال د انرژۍ پر برخې د چین پانګونه کمه شوه او ډېرې پیسې نورو برخو لکه لېږد رالېږد، کور جوړونې او صنعت ته ولاړې. له دې کبله چې د انرژۍ په برخه کې پانګونه تر ډېره لویه او د دولتي شرکتونو په اختیار کې وي، په دې برخه کې د پانګونې موقتي کموالی د خصوصي برخې د پانګونې د زیاتوالي معنا لري چې ډېر کله د میزبانو هېوادونو لپاره ډېر جذابیت لري.
د چینایانو د پانګونې بله کلدي برخه فلزات دي چې د چین د پراختیا په حال کې اقتصاد د صنعت او رغونې د برخو لپاره ضروري دي.
د چین دولت په ځینو ځانګړو شرکتونو او پروژو کې سترې پانګونې کړې چې نږدې ټول یې د انژۍ په برخه کې دي.
د بېلګې په توګه د چین « China National Offshore Oil Corporation» شرکت په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د کاناډان په نکسن شرکت کې شاوخوا ۱۵ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده. نورو دولتي شرکتونو هم په وروستیو کلونو کې د میلیاردونو ډالرو تړونونه لاسلیک کړي دي.
له انرژۍ او منابعو که تېر شو، مالي برخو هم ډېره پانګونه جذب کړې ده په ځانګړي ډول سټېنلي او ستنډرډ بانک.
خو د چنایانو پانګونه په هغو مواردو پورې چې یادونه مو وکړه نه محدودېږي. له ای. بي. اېم (IBM) او بارکلیز(Barclays) نیولې تر فورډ (Ford) او جنرال موټورز(General Motors) پورې داسې لږ نومیالي شرکتونه به وي چې هغو ته د چین پانګه نه وي وارده شوې. سره له دې چې ښايي د دغه پانګونې کوچنۍ وي، خو په ټولیز ډول یې کچه د پام وړ ده.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.