
لیکوال : عطا محمد میاخېل
ـــ د اوبو کېمیاوي نوم هایدروجن مونو اکسایډ دی .
ـــ تر ټولو درانده فلزات اوسمیم (Osmium) او ریډیم (Redium) دي .
ـــ تر ټولو نرم فلزات مس، پوتاشیم او سوډیم دي .
ـــ د تیکتینیم (Tecthinium) عنصر د ترکیب له کبله فولاد له زنګ څخه خوندي ساتل کېږي .
ـــ که چېرې د سوډیم فلز په اوبو کې واچول شي، نو اوبه اور اخلي .
ـــ تر دې دمه له ۸۲ څخه زیات فلزونه موندل شوي دي .
ـــ څلور فلزونه دي، چې ارزښت یې له طلا څخه ډېر دی، دا فلزات عبارت دي له : ۱. یورانیم . ۲. پلاتونیم . ۳ . تهیوریم . ۴ . ریډیم .
ـــ په نړۍ کې د لومړي ځل له پاره له مسو څخه ګټه واخیستل شوه .
ـــ خالصه طلا ۲۴ قیراطه وي .
ـــ د ځمکې قشر ۲۵ سلنه فلزات لري .
ـــ په نړۍ کې د طبیعي ګازو تر ټولو ډېرې زېرمې په کاناډا هېواد کي دي .
ـــ پټرول له دې امله ډېر ساړه دي، چې د تودوخې درجه یې د سانتي ګیراد ۲ درجې ده .
ـــ په نېشه راوړونکو درملو کې د باربي تورک اسید په نامه تیزاب کارول کېږي .
ـــ برېښنایي مقناطیسي نظریه د کلاک میکسویل په نامه د یوه ساینسپوه له خوا وړاندې شوه.
ـــ کله چې حجم زیات شي، نو برعکس کثافت کمېږي .
ـــ د حرکت ( خوځښت ) قانون په درې اصولو ولاړ دی : د نیوټن لومړی قانون. د نیوټن دویم قانون او د نیوټن درېیم قانون .
ـــ د قوې واحد واټ ( vat ) دی .
ـــ د برېښنایي چارج واحد کولمب ( Columb ) دی .
ـــ په یوه تار کې د غږ د تګ چټکتیا په یوه ثانیه کې ۱۷۱۳۰ فوټه دی .
ـــ وینه د انسان په بدن کې خپل دوراني حالت په ۱۰ ثانیو کې بشپړوي .
ـــ انسانان د وینې څلور ګروپونه لري، چې عبارت دي له : ( A )،( B )،( AB )،(O).
ـــ د انسان په بدن کې ۷ فیصده وینه ده .
ـــ د وینې د کمښت له امله د اینیمیا ( Anemia ) په نامه ناروغۍ را منځته کېږي .
ـــ د وینې فشار په دوه ډوله دی : لومړی د وینې لوړ فشار . دویم د وینې ټیټ فشار .
ـــ په وینه کې ۹۰ سلنه اوبه شتون لري .
ـــ د انسان په پښه کې ۳۱ هډوکي شتون لري .
ـــ د مړه انسان د بدن د تودوخې درجه د یوې خونې د تودوخې له درجې سره برابره ده .
ـــ د انسان د ښي لاس نوکان ترټولو ژر لوېیږي .
نور بیا .....