
«الن میریوکس» په فرانسه کې د روغتیايي کمپنیو د یوه ستر ګروپ مشر او ونډه وال دی.
نوموړی د ۱۹۳۸ زېږدیز کال د جولای په لسمه نېټه د فرانسې په لیون کې زېږېدلی دی. د نوموړي نیکه « Marcel Mérieux» په ۱۸۷۹ زېږدیز کال کې د «Institut Biologique Mérieux» په نوم د روغتیايي خدماتو یوه کمپنۍ جوړه کړه. د کمپنۍ د واکسینو برخه وروسته ترې بلې شوه او یوې بلې کمپنۍ وپېرله.
الن میریوکس چې د هاروډ پوهنتون د سوداګرۍ برخه یې لوستې او په فارمسۍ کې دکټورا لري، په ۱۹۶۳ زېږدیز کال کې یې له یوه بل کس سره په ګډه یوه تشخیصیه کمپنۍ پرانیستله. تر ۱۹۷۴ زېږدیز کال پورې یې د دغه کمپنۍ ډېره برخه ونډې وپېرلې او په دې توګه یې د هغه نوم هم پر بیو میریوکس باندې واړاوه.
د میریوکس فونډېشن پر وېبپاڼه په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې د بیو میریوکس کمپنۍ اوسمهال د نړۍ په ۱۵۰ هېوادونو کې فعالیت لري او شاوخوا ۷۷۰۰ کسان ورسره کار کوي.
د میریوکس انسټېټیوټ په نوم د کمپنۍ د ګروپ تر چتر لاندې پر بیو میریوکس سربېره د ترېنسجن په نوم یوه کمپنۍ کار کوي.
دا کمپنۍ د سرطان او یو شمېر عفوني ناروغیو لپاره د واکسینو پر کشف او پراختیا بوخته ده. د کمپنیو د دغه ګروپ تر چتر لاندې د «Mérieux NutriSciences» په نوم بله کمپنۍ هم کار کوي. دا له اصله یوه امریکايي کمپنۍ وه چې تر پېرلو وروسته یې نوم بدل شو.
الن له ۱۹۶۸ څخه تر ۱۹۹۴ زېږدیز کال پورې د میریوکس د ګروپ اجرایوي مشر او رییس و. په دغه موده کې د کمپنیو یاد ګروپ د واکسینو په نړیوال مارکېټ کې مهم ځای خپل کړ.
د الن مشر زوی رودولف نومېده او په ۱۹۶۹ زېږدیز کال هغه مهال چې ۲۷ کلن و د متحده ایالاتو له جان اف کېنډي هوايي ډګره په یوه الوتکه کې د روم پر لور روان و چې الوتکه یې را ولوېده او د ده په ګډوه ۲۳۷ کسان په کې مړه شول. دا پېښه په تاریخ کې د «TWA Flight 800» په نوم ثبت شوې ده.
دویم زوی یې کرېسټوف چې تمه کېده د کورنۍ سوداګرۍ مشري به ور وسپارل شي، د ۳۹ کلونو په عمر په ۲۰۰۶ کال کې د زړه د سکتې له کبله مړ شو. درېیم زوی یې الکس چې له ده سره په پانګه کې شریک دی په ۲۰۱۴ کال کې د کمپنیو د ګروپ اجرایوي مشر وټاکل شو.
الن په خپل ژوند کې ډېرې جایزې او افتخارات هم ترلاسه کړي چې تر ټولو مهم یې په ۲۰۱۵ کال د ګرنډ افیسر په نوم د فرانسې د غیرې نظامي برخې یو ستر مډال دی.
فوربس مجله وايي چې الن او کورنۍ یې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مارچ تر لومړۍ نېټې دری اعشاریه پنځه میلیارده ډالره پانګه درلوده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۹۷ ام او په فرانسه کې ۱۶ ام ځای لري.
نوموړی د فرانسې په لیون کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.