
ژباړه: اجمل روهي
د عربو نامتو ليکوال جبران خليل جبران يوه نادره ويډيو هم شته.
نوموړی په ۱۸۸۳ ز کال کې د لبنان په شمال کې د بشری په کلي کې زيږيدلی دی. په دوه کلنۍ کې د مور سره يوځای امريکا ته مهاجر شو.
د هنر په څانګه کې يې زده کړې وکړې او په لويديځه نړۍ کې د «پيامبر» نومي کتاب له امله ډير شهرت وموند. دغه کتاب په ۱۹۲۳ ز کال کې خپور شو. جبران خليل په ۱۹۳۱ ز کال کې په نيويارک کې د سيل د ناروغۍ له امله له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې. نوموړی اديب، نقاش او شاعر و.
د مکسيکو نامتو ډايرکټره او د فلم لوبغاړي سلمی حايک، چې د نوموړي کتاب پر بنسټ د جوړ شوي فلم ډایرکتره او لوبغاړې ده، يوه اونۍ مخکې په لبنان کې د دغه فلم د نندارې ته د وړاندې کولو لپاره سفر وکړ.
سلمی حایک د جبران خليل په هکله وويل: « پخپلې فلسفې سره يې نړۍ يوځای کړه او ټول اديان يې د څو نسلونو لپاره سره راغونډ کړل».
سرچينه: العربيه