په زړه پورې معلومات/ لومړۍ برخه

 
لیکوال : عطا محمد میاخېل
ـــ د انسان لعابي غدې درې جوړې دي .
ـــ د انسان ږیره په یوه کال کې ۱۴ انچه لوېیږي .
ـــ د انسان عقل له ۳۵ کلنۍ څخه تر ۴۰ کلنۍ پورې بشپړېږي .
ـــ د نوي پیدا شوي ماشوم وده او نمو د شپې له خوا ډېرېږي .
ــــ د انسان په بدن کې ۲۳۹ غړي شتون لري .
ـــ که چېرې د انسان په بدن کې د مالګې کچه له ۱۰ څخه تر ۲۰ فیصدو کمه شي په هغه وخت کې د انسان ارادي ځواک په بشپړه توګه له منځه ځي .
ـــ د انسان په بدن کې تر ټولو ستر هډوکی د ملا تیر دی .
ـــ یو روغ انسان په یوه دقیقه کې ۲۲ ځله تنفس کوي .
ـــ د انسان په بدن کې زړه د کېمیاوي کارخانې په نوم هم یادېږي .
ـــ د انسان په بدن کې ۱۲ ملیارده حجرې شتون لري .
ـــ اور ورین غرونه له میګما څخه جوړ شوي دي .
ـــ طلا په سلطاني اوبو کې حل کېږي .
ـــ په ځمکه کې د نورو عناصرو په پرتله د اکسیجن عنصر ډېر پیدا کېږي .
ـــ د جوړښت له مخې جراثیم په دوه برخو وېشل کېږي، چې یو کوچنی او بل غټ .
ـــ په نړۍ کې هره ورځ ۴۵۰۰۰ برېښنایي توپانونه را منځته کېږي .
ـــ د اوه ستورو ټولګې ته دب اکبر هم وایي .
ـــ اوبه تل خپله سطحه یو شان ( هواره ) ساتي .
ـــ د انسان د روغتیا له پاره تر ټولو زیات د اکسیجن عنصر اړین دی .
ـــ په اتوم کې د الکترون، پروتون او نیوترون په نامه ذرې شتون لري .
ـــ د اتوم بم په جوړښت کې د یورانیم او پلوتونیم له عناصرو څخه ګټه اخیستل کېږي .
ـــ هایدرو متر هغه آله ده، چې د مایعاتو کثافت پرې معلومېږي .
ـــ د یوه مکعب سمندري اوبو وزن ۶۴ پونډه دی .
ـــ دنیا د ۱۰۴ بنسټیزو عناصرو له ترکیب څخه جوړه شوې ده .
ـــ هغه اتوم بم چې د جاپان په هیروشیما باندې وغورځول شو، اوږدوالی یې ۱۰ فټه، قطر یې ۱۲۷ انچه، وزن یې ۹۰۰۰ پونډه او د چودنې ځواک یې ۲۰ زره ټي ان ټي پونډه وو .
ـــ فیرادې لومړنۍ ساینسپوه وو، چې غازونه په مایعاتو بدل کړل .
ـــ د کاربن دای غاز د چونې اوبه د شیدو په څېر ګرځوي .
ـــ په برېښنایي څراغ ( ګروپ ) کې د ارګان ( Organ ) غاز کارول کېږي .
ـــ  له ګنیو څخه د بورې جوړولو له پاره د کاربن دای اکسایډ او سلفر دای اکسایډ غازونو څخه ګټه اخیستل کېږي .
ـــ نایتریک اسید د همفري ډیوي له خوا کشف شو .
نور بیا .....