بانډستي ترهګري

 

 
پنځم څپرکی؛ لُمړۍ برخه
 نیټه: ۱۱/۲/۱۳۹۴،ه،ش
د روهي وېب پاڼې ښاغلو او آغلو مینه والو!
په تېر څپرکي کې په کلتوری(فرهنګي) ترهګرۍ باندې وغږیدو دا دی په دې لړکې به په بانډستي یا د ډلو ټپلو پر ترهګرۍ باندې رڼا واچول شي چې په هغې کې به لُمړۍ د سقاؤ د زوی او بیا به په افغانستان کې د پاکستان او ایران لخوا په جوړ شویو تنظیمونو باندې معلومات وړاندې کړو او په پای کې به د جهادي تنظیمونو، طالبانو او د سقاؤ د بانډ کړنې سره پرتله کړو هیله ده چې ګټه ترې پورته کړئ.
بانډستي ترهګري(تروريزم)
 د یو تنظیم، یوې ډلې ټپلې او یا د یو ګروپ ترهګریزو کړنو ته بانډستي تروريزم ویل کیږي او هغه منظمې ډلې دي چېيو تن مشر یو یا څو تنه مرستيالان او نور د وړو او لويو ګروپونو مشران لري چې د خپلو مخالفينو پر وړاندېاو یا د نورو په لارښوونه په اړونده سيمه، هيواد او یا د خپلې خاورې او خپلو خلکو پر وړاندې ترورستي فعاليتونه  ترسره کوي.   
دا ډول پټ او ښکاره بانډونه د هيوادونو د استخباراتو له خوا روزل کيږي، هر ډول مرستې او اسانتياوې ورته برابروي او بيا يې د خپلو مخالفينو پر وړاندې د یو ډول وسلې او وسیلې په توګه استعمالوي.
پروفيسور آيوميشو د دا ډول بانډونو په اړه وايي:...که چيري ليبيا او سوريه يو اروپايي هيواد نه شي اشغالولى خو په بدل کې يې کولى شي چې د خپلو تروريستي کومانډوګانو (تروريستي بانډنو) په مرسته په اروپا کې (تروريستي) جګړه وکړي، نور نو بايد چي تروريزم د (١٩، م) پيړۍ او يا هم د (۷۰) لسيزې تروريزم و نه شميرل شي، نـنى تروريزم د هغو جګړو او نظامي عملياتو له ډولونو څخه دى چي د نورو (هيوادونو) په کچه جګړه ييز وسايل او جګړه ييزې اسانتياوې نه لري او په ځينو وختونو کې ځمکه هم نلري چي په هغه ځاى کې جګړه وکړي او دخپلو مخاليفينو په ځمکو اوسيمو کې تروريستي جګړې کوي. [خوشنت دست آموز ]
دا ډول بانډونه د خپلو روزونکو (مربيانو) پر وړاندې وسلې هم پورته کوي او ياغي کيږي او په خپل سر او خپله خوښه هرډول تروريستي عمليات تر سره کوي او ډير ځله د خپلو ملګرو او هم لارو پر خلاف تروريستي کړنې کوي، چې ښې بېلګې يې په دې وروستيو(٢٢-٦-١٣٩١ه، ش) کې د امريکا او غربيانو لخوا په ليبيا کې د قذافي دمخالفينو تنظيمول او مسلح کول دي چې وروسته د قذافي د حکومت د له منځه وړلو څخه يې د امريکا سفير(کرسټوفنسفوېن) او درې تنه نور د ليبيا په بن غازي کې د امريکا په قونسولګرۍ کې ووژل، نوموړى سفير هغه څوک ؤ چې ده په خپل لاس د قذافي پر خلاف خپل قاتلان مسلح او راپارولي وو.
همدا ډول د پاکستان د بې نظير بوټو له خوا د طالبانو رامنځ ته کيدل چې په کال (١٩٩٥،ز) کې يې دپوره مرستو منظوري ورکړي وه، په دې اړه امريکايى ليکوال (سټيوکول) وايي: بېنظير بوټو په ناڅاپي توګه د يوې نوي افغان ډلې مور وګرځيده. بېنظيربوټو په دې باب وايي: «ورو، ورو په کې ښکېل شوم.»
[د پيريانو جګړې ص ٤٢٣]
بېنظیر بوټو وروسته د پاکستاني طالبانو لخوا ترور شوه، بايد ووايو چې افغاني او پاکستاني طالبان په حقيقت کې سره يو دي. پوځي جنرال پروېز مشرف هم د طالبانو سره زياتې مرستې کړي دي خو په پاى کې يې پر وړاندې راپورته شول او څو ځله يې بريدونه پرې وکړل له مرګ څخه خلاص شو او لا تر اوسه ژوندی کرځي.
 هغه تنظيمونه چې د جنرال ضياء لخوا د روسانو پر خلاف او د افغانستان د ورانولو په خاطر جوړ شوي وو، وروسته د ډاکټرنجيب الله د حکومت د له منځه تللو څخه يې د پاکستان پر وړاندې مخالفتونه پېل کړل تر هغې چې  په کابل کې يې د خپل (بادار) پاکستان سفارت په اور کې وسوزاوه.
دا شان په افغانستان کې عبدالرشید دوستم چې یو بې سواده او... سړی دی د ډاکټرنجیب الله لخوا د جنرالۍ رتبې ته ورسید هر ډول امتیازات او مرستې یې ورسره وکړې خو په پای کې د همدغه دوستم له لاسه د کابل له هوایي ډګر څخه راوګرځول شو او د ملګرو ملتونو په دفتر کې یې پناه واخیستله او بالاخره د طالبانو لخوا په ډېر ظلم سره ووژل شو، چې د ده د وژلو اصلي عامل همدا دوستم دی.
دا ډول د سقاؤ زوی چې یو بې سواده او مسلکي غل او د غلو مشر ؤ د امیر امان الله خان لخوا د(ډګروالۍ) رتبه، وسلې او پېسې ورکړل شوې چې په پای کې امیر د سقاؤ د زوی لخوا له واک څخه لېرې شو.
 
پاتې برخې وار په وار خپریږي