
د شاه او کیسنجر وروستي ګیلې ماڼې
د شاه د درس اغیزې
کیسنجر غوښتل د اوپیک د ناستې پرمهال د ایران شاه ته ووايي چې دایران مخفي پولیسو ډیر ناسم چلند کړیدی . کیسنجر دا ښه وبلله چې خپل وروستی کاڼۍ په دغه ځل د شاه په کوپړۍ ور ګزار کړي . د نوامبر په ۴ نیټې کیسنجر ، هارولډ سونډیرس او روی اترټون په خپلو کې د هغو پلټنو په اړه غونډه سره وکړه چې د ایران د استخباراتي ادارې (ساواک) خو به د امریکا قوانین تر پښو لاندې نه وي کړي .
سونډرز رپوټ ور کړ چې د امریکا فدرالي استخباراتو اف بي ای او د مرکزي استخباراتي ادارې سي ای اې په دغه برخه کې له ایراني استخباراتو سره مرسته نه وه کړې ، ځکه چې« دوی د ساواک له مامورینو سره د امریکا په خاوره کې رسمي اړیکي نه در لودل ».کیسنجر غوښتل چې دغه مسله په ډیرې بیړې سره ارامه شي .هغه وویل:« ما ښاغلي زاهدي ته وویل ،زه هیله لرم چې دغه یوه کیسه هم سمه نه وي ، ځکه چې موږبه هیڅکله هم دا خبره ونه منو» .کیسنجر وویل چې هغه د ایران له سفیر څخه یو ډاډ غوښت .«داسې هیڅ شواهد نشته چې دوی دې په امریکاکې جاسوسي او نور تخریبي فعالیتونه تر سره کړي وي ، ځکه دوی پوهیږي چې موږ دغه ډول چاره نشو زغملی . »
د نوامبر په ۵ نیټه اردیشیر زاهدي د شاه هغه ځوابیه لیک چې دولسمشر فورډ د تېلو د بیو د نه پورته کیدو دغوښتن لیک په ځواب کې یې استولی وو، امریکايي چارواکو ته وسپاره . هغه ددې لیک په ور سپارلو کې ډیر له احتیاطه کار واخیست او دې ته انتظار و ایست چې د امریکا د ټاکنو برخلیک معلوم شي . د شاه غوصه او خفګان د هغه د لیک له ژبې په روښانه ډول ښکاریده او په دې کې شک نه وو چې (د فورډ اخطاریه لیک) ته شاه په ډیره جدي سترګه کتلي وو او بیرته یې پر امریکا لفظي بریدونه کړي وو.شا ه په خپل لیک کې پیل په دې خبرې کړی وو چې« ایران د اوپیک د بالي په ناسته کې خپلې هڅې وکړې، سره له دې چې د ایران ملي ګټه په دې کې نه وه ، خو بیا هم موږ د تېلو دبیو د نه لوړیدو په برخه کې خپلې منډې وکړې ».هغه(شاه) د ډول ډول انرژۍ ،د بیو د شاخص او اود تېلو د بیو د ساتنې د اهمیت په مسلې یې ټینګار کړی وو.
سره له دې چې برتانیه ، فرانسه او ایټالیه د تېلو داخیستو د پیسو د ورکړې د انډول په برخه کې له ناوړه وضیعت سره مخامخ وو، شاه ولسمشر فورډ ته وویل چې « دا په دقیق ډول د دې مانا نه لري چې موږ دې د تېلو د بیې د ور کړې په برخه کې د پاته راتلو او یا بې وسي کیدو له کبله ځان وژنه تر سره کړو . موږ نشو کولی چې د نورو د کورونو د ودانولو لپاره خپل کور وران کړو او یا یې په نیمايي کې پریږدو . موږ د خپل اقتصاد د ښه کولو لپاره اړتیا لرو چې کورني او بهرني ګامونه پورته کړو .» شاه دولسمشر فورډ دې هڅو ته چې غواړي په بهرنیو تېلو د امریکا تکیه کمه کړي په ځواب کې وویل چې« په دې کې تاسو پاتې راغلي یاست او دا کار مو په وس پوره نه دی .» هغه تور ولګاوو چې دایران د تېلو بیې یې دایران د خپلو مالي ستونزو د جبران کولو او د امریکا يي اجناسو یا توکو درا نیولو لپاره لوړې کړیدي . وروسته د ایران مشر خپل نور ګواښونه یو په بل پسې وړاندې کړي وو :
(ښاغلی ولسمشر ، تاسو په دې اړه شک مه کوئ چې زه د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د ساتنې د اړتیا په اړه په جدي او ژوره توګه اندیښمن یم.په هر حال ، که د امریکا په کانګریس او ځینو نورو کړیوکې د ایران د نظامي او سیا سي پیاوړتیا او هوساینې په اړه مخالفت شته ، نو دمرستې او ملاتړ داسې نورې منابع هم شته چې د کانګرس نظر ته اړتیا نه لري او نه هم زموږ د ژوند ښه والی د هغوی په لاس کې دی. که دغه کړۍ دومره غیرې مسولې وي، دا نوبیا نا هیلې کونکې خبره ده ،خو دوی باید دا مسولیت ومني . دوی به حتما زما د هیواد په اړه له خپل چلند څخه پیښمانه وي. هیڅ شی باید زموږ په اړه په امریکا کې د نورو غبرګون را ونه پاروي، او دغه اوسنی ګواښونکی حالت ته باید نور باد ور نکړل شي او نه هم ګواښونکي ژبه او وضیت ته امرانه ډول ور کړل شي . )
خو شاه څه شی نا ویلي پرې ایښي ووـــــ شاید هغه داسې احساس کړې وي چې اړتیا نشته هرڅه دې سپین او تور وبلل شي ــــ هغه له دې سره موافق وو چې د ۱۹۷۶ کال په مې میاشت کې به د بالي د اوپیک په ناسته کې د تېلو د بیو د پورته کولو مسله نه را پورته کوي . شاه دغه ژمنه له امریکا سره کړې وه چې ددغه هیواد د ولسمشرۍ د ټاکنو له تر سره کیدو پورې به د تېلو بیې نه پورته کوي. موخه یې داوه چې د ولسمشر فورډ بري ته لاره هواره او هغه د ټاکنو د کمپاین پر مهال له کومې ستونزې سره مخامخ نشي . خو له دې ټولو منډو سره سره فورډ ټاکنې خپل سیال جیمي کارټر ته وبایللې .کله چې د ایران شاه دا حالت ولید ، هغه د خپلې معاملې پای ته نژدې شوی وو . اوس تر بل هر وخت ډیر،شاه دې ته اړتیا در لوده چې د خپل حکومت عواید ډیر کړي چې د ایران کورني او بهرني لګښتونه پورته او خپلې مالي ژمنې او کړنې پوره کړي . شاه په دې باور ووچې نوی امریکايي ولسمشر به له پخوانیو تړونونو په شا شي او له ده سره به په پخوانی لاره ولاړ نشي . خو هغه له خپله اړخه دا سې اشارې ور کړې چې لا هم د امریکې متحد او دوستی ته وفادار دی او غواړي چې په پخوانی لاره ملګرتیا ورسره وپالي . هغه په ډاګه کړه چې لاهم په خلیج کې د امریکا د ملي ګټو ساتونکی دی او غواړي چې همدغه رول تر دې وروسته هم ولوبوي .
شاه دا ځل خپل پام د استخباراتو په ادارې ساواک را غونډ کړی وو . د ایران د بهرنیو چارو وزیریوه ډیره دقیقه او شمیرل شوې بیانیه خپره کړه او پکې یې د امریکې متحدو ایالتونو ته خبر دارئ ورکړ چې که د فورډ ادارې هڅه وکړه چې د امریکې په متحدو ایالتونو کې د ساواک میشتو استخباراتي ما مورینو ته سزا ورکړه اویا هغه یې افشا کړل نو له ورته عکس العمل سره به مخامخ شي. هلمزد بهرنیو چارو وزیر کیسنجر ته د نوامبر په ۷ نیټه یو تېلیګراف وکړ او په دې یې ټینګار وکړچې د ایران شاه د خپل انتقام د اخیستو په ګواښ کې جدي دی . د ایران باچا له سپینې ماڼۍ څخه وغوښتل چې خپلې پلټنې ودروي .هلمز کیسنجرته په تېلیفون کې وویل:«د بیانیې لهجه اخطار ور کونکې ده ا و پکې را غلي چې که د امریکې لخوا په هغه هیواد کې د ایراني استازو پرضد کوم ګام پورته شو او محدودیتونه پرې وضع شول نو دلته په ایران کې به یې بیرته جبران کړي .» دا خبر دارئ بې له شکه په تهران کې د امریکې د سفارت په دننه کې د سي ای اې( CIA) د مامورینو او هغو نورو استخباراتي مامورینو لپاره نیغ په نیغه اشاره وه چې په ایران کې یې په پټه د شوروي اتحاد د مخابرو د اوریدو په مرکزونو کې چې ددغه هیواد په شمالي پولو کې په پریمانه کچه فعالیتونه کول. د ایران باچا اوس په ایران کې د امریکې شته اډې، پرهغه هیواد داغیز شیندلو په موخه کاراوو . هغه به نور سپکاوی تحمل نکړي او نه به هم په دغه برخه کې د خپل کلک متحد لخوا نوي شرایط تحمیلیول قبول کړي .د سیمې ګلادیاتور یا قهرمان یو ځل بیا په جګړه لاس پورې کړی ووخو لارښوونه به یې دا ځل له قیصر څخه نه اخیسته .
د نوامبر په ۸ نیټه د سهار په ۹ او۵۵ دقیقو ، هنري کیسنجر، روی اترټون ته چې دهلمز د تېلیګراف په اړه یې معلومات نه درلودل تېلیفون وکړ. اترټون وویل چې هغه یوځل پخوا له ښاغلي زاهدي سره ددغې موضوع (په امریکا کې د ساواک د کړنو) په اړه خبرې کړې وې . هغه له خپلو نورو همکارانو سره یو ځای ده ته ډاډ ورکړچې «ایرانیان به هیڅ ناسم کارپه امریکا کې ترسره نکړي او هر څه په ډیرې ارامۍ او مخفي ډول پرمخ بیايي. اترټون وویل« هغه لاره چې موږ خپله کړې زاهدي وویل چې، دوی ورسره کومه ستونزه نه لري.»
کیسنجر وویل: «زه نه غواړم چې د هغه په ستونزو پوه شم . زه د هغه ډاډ غواړم.»
زا هدي وویل:«موږ موافق یو چې په همدې اونۍ کې سره ووینو. زه غواړم چې له هغه سره ولاړ شم. . . . »
کیسنجر وویل :«زه له ایرانیانو څخه داسې ډاډ غواړم چې دا کار باید نه وي تر سره شوی.»
اتر ټون وویل:«هغه ماته وویل چې دوی به هیڅ غیر قانوني او ناسم کارنه تر سره کوي . زه غواړم چې له هغوی سره په دې خبرې وکړم چې زموږ د قانون په چوکاټ کې څه شی مناسب او قانوني دي .»
کیسنجر ورته وویل:«تاسو داکار همدا نن باید ترسره کړئ.» د بهرنیو چارو وزیر هنري نه غوښتل چې له ښاغلي زاهدي سره د کلیماتو لوبه پرمخ بوځي او دهغه په خبرو ډیر باور وکړي .» هغه او اترټون دواړه په دې پوهیدل چې ددغو مسایلوخطرونه کوم دي. ددوی له خبرو داسې بریښیده چې دوی د موضوع په حقیقت پوهیدل، چې د ساواک مامورین په حقیقت کې دجاسوسی په فعالیتونو کېي ښکیل دي او دا امکان هم شته چې کیدی شي دامریکا خاوره ناسمه وکاروي اوغیرقانوني فعالیتونه پکې تر سره کړي. دا امکان موجود ووچې یوه سیا سي رسوايي په دغه برخه کې را منځ ته او سیا سي بمونه بې وخته وچوي. نوغوښتنه داوه چې په دغه برخه کې دې پلټنې په سملاسي ډول ودرول شي .
«ستونزه داده چې، دلته ډیر داسې شیان زموږ د قانون لاندې راځي چې کیدی شي هغوی یې په اړه هیڅ معلومات ونه لري. اترټون په یوه ډول په دې برخه کې توضیحات وړاندې کړل: « هغه کیدی شي موږ ته د هغو شیانو په اړه ډاډ را کړي چې هغه نه پوهیږي چې غیر قانوني دي .»
ښاغلی جي ډي روی: «د ورځې تر پایه تاسو باید دا کارتر سره کړی. زه دا کار د ورځې تر پایه ترسره شوی غواړم.»
هغه په ځواب کې ورته وویل: « هوکې زه به یې تر سره کړم.»
« له نورو کارکونکو سره غونډې او ویناوې خوشې کړئ»
« هوکې ښاغلیه ، زه به یې همدا نن تر سره کړم.»
سفیر زاهدي او ارترټون په را تلونکې ورځ په خپلو کې سره ولیدل . په دغه ناسته کې یوه برخه لرونکي امریکايي چارواکي وویل چې:« ایراني پلاوي په ډیرماهرانه انداز کې خپلې خبرې را پورته کړې اوپه لاس انجلس کې یې په میشتو تبعید شویو ایرانیانو تور ولګاووچې دایران په وړاندې دسیسې جوړوي او خطرپیښوي.هغه ټینګاروکړ چې دوی یو له هغو کسانودي چې په ورانیو او د ایران د خلکو په ځورونو کې ښکیل دي .» په دې سره روښانه شوه چې دواړه غاړې غواړي چې دغه موضوع ژر تر ژره یوې خواته شي .
د بهرنیو چارو د وزارت یوه برخه وال مامور وویل:« مخکې له دې چې موږ د ساواک د فعالیتونو او د امریکا د قوانینو د ماتولو په اړه دوی ته څه ووایو . سملاسي وروسته سفیر اردیشیر زاهدي موږ ته د ډاډ راکولوهڅې پیل کړې چې د ایران استخباراتي اداره ساواک په هیڅ ډول د امریکا قوانین نه دي تر پښو لاندې کړي » خو موږ دا خبره ورته ونکړه چې دوی په کومه موضوع کې د قانون د نه ماتونې خبره کوي او دکوم قانون په اړه خبرې کوي .موږ ورته ونه ویلې چې موږ هغوی ته د امریکې د قانون په اړه بشپړ معلومات نه وو ورکړي، خو موږ هغوی ته وویلې چې په دې اړه تاسو ته خبر دارئ در کړل شوی وو.»
د نوامبر په ۱۰ نیټه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یوه عام اعلان خپور کړ.«هغه پلټنې له ماتې سره مخامخ شوې چې تاسو ته داسې شواهد وړاندې کړو چې د امریکې په متحدو ایالتونو کې د ایراني ډیپلوماټانودغیرقانوني او ناسمو کړنو تایید وکړی شي .لکه چې کیسنجر په دې اړه اندیښنه در لوده نو موږ دغه موضوع وتړله .»
په را تلونکو ۴۸ ساعتونو کې له منځني ختیځ سره دوو مهموتړلو پرمختیاوو له سعودي عربستان سره مرسته وکړه چې مشران یې قانع شي چې د ولسمشر فورډ اداره په جدي ډول ژمنه ده چې د سولې سیمه ییزتړون له منځه یوسي . د امریکې متحدو ایالتونو په بیروت کې د سوریې حضور ومانه او دغه ښار یې بهرنیو یرغلګرو ته وسپاره . د نوامبر په ۱۱ نیټه ، د ملګرو ملتونود امنیت شورا په یوه خوله دا رایه ور کړه چې په نیول شوې عرب خاوره کې د اسراییلي ودانیو جوړیدل غندي . دا لومړی ځل وو چې د امریکې متحده ایالتونه په امنیت شورا کې د اسراییلو له مخالفینو سره غاړه غړی شول او د خپلو پالیسیو پرخلاف یې د اسراییلو په مقابل کې رایه واچوله .