وېرجینیاوولف؛غښتلې کیسه لیکواله مېرمن

 
ژباړه او راټولونه: عبدالله الهام جمالزی
مېرمن وېرجینیا وولف (Virginia Woolf) د ۱۸۸۲ زېږېدي کال د جنورۍ په ۲۵ نېټه د لندن په ادلین ویرجینیاسټفن کې نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار یې هم سرلزلي سټیفن (Sir Leslie Stephen) د ملکې وکتوریا پر مهال د انګلستان د ادب پیاوړې څېره او د انګلستان د اتلسمې پېړۍ د فکري تاریخ لیکوال بلل کېده. ویرجینیا دیارلس کلنه وه چې مور یې له لاسه ورکړه او روزنه او پالنه یې پلار ته ورترغاړه شوه. دا چې د پلار یې ډیری سروکار له ادب او لیکوالۍ سره وو هغه هم د ادب او کلتور په چاپېریال کې رالویه شوه او دا چې د ځینو ستونزو له امله د ښوونځي له منظمو زده کړو بې برخې وه له خپل پلار سره د افلاطون، سپینوزا(Spinoza) او هیوم (Hume) په څېر سترو فیلسوفانو آثار یې لوستل. د پلار په ستر او پراخ کتابتون کې د هغه وخت له پیاوړو لیکوالو سره آشناشوه او د انګلستان له ځینو فرهنګپالو کورنیو سره یې اړیکي ټینګ کړل.
وېرجینیا په (۱۹۰۴ ) ۲۲ کلنه وه چې پلار یې له نړۍ سترګې پټې کړې، خو اولاد یې هماغه راز په بلومزبري (Bloomsbury) کې په خپل کور کې د هغو دوستانو مېلمه پالنې ته دوام ورکړ چې وروسته یې نوم د بلومزبری د ډلې په نوم شهرت وموند. دغه ډله د کمبریج پوهنتون د زده کړیانو او روڼ اندو څخه جوړه شوې وه او پیاوړو او مشهورو هنرمندانو یې غړیتوب درلود. هغې د پلار له مړینې وروسته د خپل ناسکه ورور جورج داک‌ورت له ولکې هم کرار کرار ځان آزاد کړ او له خپلې خور ونسا او ورور توبي سره یې یوځای له خپلو دوستانو سره غونډو او ناستو ته دوام ورکړ، دغه راز یې مالي وضعیت هم لدې امله چې له خپل ورور توبي څخه چې په ۱۹۰۶ کال ومړ، پلار او ترور کارولاین امیلیا سټیفن لخوا ورته ارث پاتې شوی وو ښه وو.
وېرجینیا په ۱۹۱۲ کال ددغې ډلې له یو غړي، د ورور له پخواني دوست او د دولت له پخواني مامور لیونارډ وولف (Leonard Woolf) اقتصادپوه او سیاستوال سره واده وکړ. که څه هم د جګړې پر مهال د بلومزبری ډله له منځه لاړه د جګړې له پای ته رسېدو وروسته بېرته جوړه شوه او نوو کسانو یې هم غړیتوب تر لاسه کړ. هغې له خپل مېړه سره یو ځای یې په ۱۹۱۷ کال د هوګارت (Hogarth Press)خپرنیزه موسسه جوړه کړه، چې لومړی ډېره کوچنۍ او محدوده وه خو په چټکۍ سره یې پراختیا ومونده او د کاترین منسفیلډ(Mansfield) الیوت (Eliot)، فاسټر (Forster) په څېر لیکوالو د آثارو په ګډون یې خپلې لومړنۍ لنډې کیسې او د روسي ، فرانسوي او جرمني لیکوالو آثار خپاره کړل.
په لومړیو ناولونو کې یې په ۱۹۱۵ کال د (بهر ته سفر) او په ۱۹۱۹ کال د (شپه او ورځ (Night and Day)) ناولونو ته اشاره کولای شو. په ۱۹۲۲ کال د یعقوب خونه (Jacob’s Room) ناول ولیکه او دغه راز یې په ۱۹۲۵ کال د مېرمن دالووی (Mrs Dalloway) خپور کړ. او لکه څرنګه چې له لویه سره هغه د ځینو سترو کیسه لیکوالو لکه جېمز جویس او پروست په څېر لیکوالو تر اغېزې لاندې وه په دې داستان کې هم تر زیاتې کچې د جیمز جویس د اولیس کیسې تر اغېزې لاندې ده. په ۱۹۲۷ کال یې هم د سمندري څراغ په لور (To the Lighthouse) داستان د فمینا (Femina) جایزه ورپه برخه کړه. دا داستان داسې یو داستان دی چې پکې سړی د پنځون د نړۍ واقعیتونو سره مخ کېږي، ژوند څه دی؟ څرنګه د زړه او روح تل ته ښکته کېدلای شو، څرنګه د بهرنۍ نړۍ په واقعیتونو باور کولای شو او داسې نور. وېرجنیا هڅه کړې چې دې پوښتنو ته ځوابونه ورکړي د افکارو او مینې په بیان سره شاعرانه او زړه راښکونکي انځورونه او شیبې وپنځوي.
له همدې داستان وروسته وو چې په ۱۹۲۸ کال یې د اورلاندو (Orlando ) داستان ولیکه او دغه داستان یې استعاري او تمثیلي بڼه درلوده چې په انګلیسي ادبیاتو کې بې ساری ګڼل کېږي.
په ۱۹۳۱ کال یې د (څپو) (The Waves) داستان ولیکه او همدا اثر یې له سختو او مهمو آثارو ګڼل کېږي، په ۱۹۳۳ کال یې د فلش په نوم داستان ولیکه او په ۱۹۳۷ کال یې هم د کلونو (The Years‌) ناول ولیکه. د (Between the Acts) داستان یې له مرګ وروسته خپور شو او دهغې له بریالیو آثارو ګڼل کېږي. له وېرجنیا وولف څخه ګڼ شمېر څیړنېز مقالې، نقدونه او آثار هم پاتې شوي دي چې په څو ټولګې کې خپاره شوي دي، دغه راز یې د کمبريج په پوهنتون کې ویناوې هم کړې دي چې په ۱۹۲۹ کال په یوه ټولګه کې خپرې شوې دي.
وېرجینیا وولف د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال له ګڼ شمېر اروايي ستونزو سره مخ شوه او څو ځله یې د ځانوژنې هڅه وکړه او بالاخره د ۱۹۴۱ کال د مارچ په ۲۸ نېټه یې د خپل وروستي ناول (د نندارې ددوه پردو ترمنځ) له بشپړولو وروسته په رادمال کې د اوز په سیند کې ځان ډوب کړ او خپل ژوند ته یې د پای ټکی کېښود.