
دزړه او ماغزو تر منځ مناظره
اى زړګيه داته ولې نه پوهيږې ؟
داته ولې دګلونوسره ډېره مينه كوي،ايا ته دانه پيژنې ،چې دوی موسمي ياران دي.ددې كسانوپه يارۍ باورلرل به تاپه دې اموخته كړي،چې يوازې به ځان وغولواو هيڅ به ترلاسه نه كړې .
ته زماهمزولى يې،خوماغزه نه لرې،اوځكه پدې شيانو نه پوهيږې،ته يوازې ځان وركولى شې خواخيستى يې نه شې،ته دخپل ځان واك هم نلرې،تاټول عمرپه وركړه تېركړ،اواخېستل يې ماته پرېږدې،ته پدې پوهيږي چې ستا په بېرته اخېستوزه دكوموستونزوسره مخ كېږم،ته پدې پوهيږي چې ته يوه معنوي وجوديې،اوپه سترګونه ليدل كېږي،ته پدې پوهيږي،چې زه ستا دپيداكولولپاره له كوم ډول عينكوڅخه ګټه پورته كوم زه ستادلاسه له ډېروستونزوسره مخ يم،اونورنشم كولاى داستونزې وزغمم
زه داخبرې تاته ځكه كوم چې تايوپلان جوړكړى اوغواړې يوځل بيا دخپل ځان واك دبل چاپه لاس کې وركړې،ته يوازې په غلامۍ روږدى شوى يې اوهغه هم داسې غلامي چې دمرئيتوب څخه هم بدتره وي،
څه درته ووايم؟ نه شرم لرې،نه په غم پوهيږې،اونه هم زماپه حال ځوريږي،ته پوهيږې،چې زه په وجودكې كوم رول لرم،زه دټول وجوداداره چلوم،اوته په وجودكې يوه بې مغزه ټوټه يې،زه تاته يوځل بياپه زغرده وايم،چې زه نورستاداډول اعمال نشم زغملى،اوكه بياهم دې كارته مخه كړې پوهيږې،چې ماستاپه اړه څه تصميم نېولى،حيرانيږه مه،درته وايم يې، زه لاسونوته امركوم چې تاله سينې راوباسي،اوپښوته هدايت كوم،چې تاپايمال كړي،زه غواړم نورله تاځان بې غمه كړم،ځكه ته نه سړى كېږې،اوتاته زمالارښوونې هيڅ ګټه نلري.ته يوازې ښكلاووته پام كوې،خووروستنى ستونزوته پام نه كوې،ته پدې پوهيږي چې ته په كوم چاپيريال كې اوسيږي ته ددې سيمې خلك پيژنې ددوى دعادتونواوخويونوپه اړه څه پوهيږي؟ زه پوهيږم،ته په هيڅ نه پوهيږي ته پدې نړۍ كې يوداسي موجوديې چې درك نه لرې،ته يوبې مفهومه بې ماناشى يې،اوته! څه درته ووايم؟...زمامجبوري داده چې له تانه خلاصيږم،ځكه دومره ډېرغږيږم
-هاهاها... ته رښتياډېرغږيږې ،دروغجن اوملامت هم ته يې ځكه ته وايې چې زه په څه نه پوهيږم اوزه دماغ نلرم نوچې داسې ده نوولې ماته لارښوونې كوې ، زه ستادلارښوونوڅه پرواساتم كه زه پدې پوهيدی كه مادامحيط اوګلونه پيژندلى اوس به راسره داسې نه كېدل،زه پدې شيانونه پوهيږم،اوځكه پدې اړه ستونزه هم نلرم،زه !نه ستاپروالرم،نه ستادوجود،اونه دشرم په كيسه كې يم،ته پدې پوهيږي چې زه هم يولړستونزې لرم.
-ته !
ګوره ولې مې غصه كوې ، زه ليونى درته ښكارم،كه په تاكې كومه ستونزه پيداشويده؟
-ته څه ستونزه لرې،ستونزې خوپه ماتېريږي اومزې ته وهي،
ته په افغاني ټولنه كې اروپايې غوښتنې لري،كه زه نه وم،نوته به له داسې ستونزوسره مخ شې،چې بيابه دسترګوپورته كولوځاى هم نلرې،دازه يم چې تراوسه مې ته ښوته هڅولى يې ،اوله بدومې منع كړى يې داچې ته دا نه منې دابېله خبره ده-
-منم زه هرڅه منم،ته زمارهبريې،ستالارښوونې نېكې دي،اوستا له امرپرته چې ماهرڅه كړي،زه په ستونزه كې ګيرشوى يم،خوزه ستاپه حال افسوس كوم،چې ته ډېروغمونومنده كړى يې،په هيڅ نه پوهيږي ته يوازې زړې خبرې كوي،يوازې هغه څه وايې چې ستاخولې ته درځي اوپدې نه پوهيږې،چې ستالارښوونې په نن سبازمانه كې څومره عملي بڼه غوره كولاى شي،ته دوجوددنورو غړوپړه هم پر مااچوې،پدې كې زه څه ګرم يم چې سترګې ګلونو ته ګورې،ښكلاووته ګوري اوبياددې ښكلاووښايست ديوه دردپه بڼه ما ته ليږداوي،ماته خوټوله ستونزه سترګواوغوږونوجوړه كړيده كله كله مې زړه ځانته په قهرشي اوله ځان سره ووايم چې زه دې كوڼ اوړوندواى،ترڅوهغه دردونه چې ته يې مزې بولې ما ته نه راتلاى،زه دې غمونوپه يوه تش پلاستيك بدل كړى يم.زه نوروجودته وينه نشم ليږدولى،اوته به ضرورهغه ورځ په سترګوووينې چې زمادوينې ګردش به بندوي،اوستادرهبرى وروستنى ورځې به وي، بيا كه ته هرڅومره امرونه صادركړې عملي كېږي به نه ،ته به داغصه بياپه چاسړوې،زه دې ورځې ته په اندېښنه كې يم ،ته بايدضروراعلاج وكړې،ځكه له يوې خوازه له پښولويدلى يم اوله بلې خواتا خپل توازن له لاسه وركړى،ګډې وډې وايې زه كومه ستونزه سمه كړم ؟
له يوې خواخپلودردونوچيغوته مجبوركړى يم اوله بلې خوا،ستانارواغوښتنو
- زماغوښتنې تاته نارواښكاري،
زه غوښتنې نه كوم،زه امركوم ښه سړيتوب خودېته راورسولم چې نن تاهم سركشى ته ځان برابركړ،
ته مانه پيژنې چې زه څه كولاى شم؟!
-ته هيڅ نشې كولى اوچې څه كوې،هغه به هم ماته ګټه رسوي اوهم تاته ستايونوم عقل دى،اوزمادوهم نوم ليونتوب دى .
خوكه خپه كېږي نه ته له ماڅخه ډېرملامت يې،زه خوزړه يم اوزړه هميشه دبايللوپه حال كې وې، تاديوه شاعردابيت نه دى اوريدلى مالكه مچۍ شپه مې په ګل كې تېره كړيده،ورځ شوله رڼاشوه په ټمبكه پسې ووتم،
هاى هاى قوم دې هم دې شعرونوبربادكړ،دې شعرڅخه تاسوڅه جوړكړل ،ستاقوم ستاخبره مني ،يوازې دزړه په خوښه ځي زماڅخه كارنه اخلې ته ددې قوم دوجودزړه يې تاسوتوبه!!
ځكه خوبرباديې،چې داخلك يوازې ستامني اوزه يې پكارنه يم اچولى
كه دې خلكوستادشعرونوپرځاى زماخبرې اورېدلې وى،اوس به لدې ستونزوسره نه مخ كېدل
-ته هم عجيبه خبرې كوې،ستاپه لاره تلل،خوبه داخلك يوازې وځوروي يوازې به ستونزې ورته پيداكړي،زه خوغواړم داخلك خوشاله ژوندتېركړي،خوته دخوشالۍ په چل نه پوهيږې، ته اوستاتعريف دادى،فكر،اندېښنه،اوپرېكړه،
اوبياستافكرڅه مانالري،ته په كومه پوهنځۍ كې روزل شوى يې څه دې زده دي،داخلك به له تاڅه زده كړي،اوزه چې څه كوم هغه معيارته نږدې دې،زړه په اروپاكې هم مينه كوي اودلته هم،زړه دخوشالۍ پرمهال هلته هم خاندي اودلته هم،زړه دستونزې پروخت هلته هم ژاړي،اودلته هم يوازې توپيرپه ماحول كې دى په كلتوركې دى اوداكلتورونه تاسو دماغيانو جوړكړي،مونږد ټولې نړۍ زړونه يوه لاره لرو،يوكاركوو،خوتاسې دماغ بيابېلابېلې تګلارې لرى دانړۍ په نفرتونوبرباديږي،اوپه مينه رغيږي نفرتونه تاسوپيداكړيدي،بېلابېلې عقيدې ژبې اوكلتورونه تاسوايجادكړيدي،خومونږيوازې ښايست پېژنو،هغه كه دهندو،وې،كه دمسلمان مونږ مينه پراخوو،مونږكېنې له منځه وړو،خوتاسويوازې دانسان وژنې هوډ كړى،داجګړه چاپيل كړي،دا اورونه څوګ بلوي،مونږخويوازې دومره وس لروچې ستاسولخواپه رامنځته شوى،ورانۍ اوښكې تويوو،هغه څوګ چې دبدبختيوپه ليدونه ژاړي هغه ستاسومني.اوهغه څوک چې دابدبختۍ دځان ګڼې په هغې كې مونږ عاطفه پوه كړيده،مونږ رښتيني مسلمانان يواوتاسونه پوهيږم تاسوهغه وخت اسلام منئ چې ګټه موپكې نغښتي وې نورنه دين پيژنئ اونه اسلام.
-پراختيا اوپرمختيا خودماغو رامنځته كړې،نړۍ خوددماغودهڅوپه واسطه ښكلې شوې،تاسوڅه كولى شئ،تاسوته ددې مينې زمينه چامساعده كړې،خوتاسوښه اوبدنه پيژنئ.
-مونږپه خپله داكاركړى،تاسوپه مينه څه پوهيږى تاسوخويوازې فكرونوغرق كړئ،مونږ داكارله تاسوپټ كوو،هاى افسوس چې پدې كارتاسونه خبريدى،زه نه پوهيږم تاسې پدې پټورازونوڅوګ خبروي،كه زه ددې اړيكو په اړه په چاشكمن شم نوغوڅ به يې كړم،
-ته دومره وس نلري،چې څوګ غوڅ كړي،هرڅوګ ستاپه شان نازك نه دي،چې دګلونوپه خوشبويې اودښكلوپه موسكاهم غوڅيږي،ته هرچاته دځان خيال مه كوه،
-ته سمه خبره كوې،زه رښتيا هم داسي يم،خوته پدې پوهيږې،چْې داستونزه هم تاسو پيدا كړيده،له يوې خواتاسوپه سيمه كې دنفرت ديوالونه پورته كړي،اوله بلې خواموكلتوري محدوديتونه وضع كړي،تاسو خودې نړۍ ته يوازې ستونزې راوړي،نور په څه پوهيږئ،اټمي بټۍ خوتاسو ودرولې،اودنسلونودتباهۍ پلان خوتاسو نېولى،
-داته ولې يوطرفه قضاوت كوې،مونږيوازې نفرت راوړى،داښكلاوې اوسهولتونه چامهياكړي،ته په رْېښتونې ماناچې زړه يې يوازې مينه غواړې اوپه بل څه دې سرنه خلاصيږي،
-زه نه غواړم په نورڅه ځان خبركړم،.
دهرچاخپله دنده ده،تادخوشال بابا دابيت نه دى اورېدلى،چې وايې
شيخ دې لمونځ روژه كړي،زه به ډكې پيالې اخلم
هرسړى پيدادى خپل خپل كارلره كنه
زه خپل كاركوم،خوستونزه مې داده،چې خپل كارته مې هم تاسو نه پرېږدى،ولې زماسره داكاركوئ،
دخداى په خاطرنورمې ارام پرېږدئ،زه پوه شه مينه پوه شه ،غم زه په خپله تېراوم،زه تاته ډاډ دركوم،چې زه په كوم ګل پسې لكه مچۍ له سينې وځم بيابه خپله راځم تاته به ستونزه نه دركوم،خوپه مارحم وكړه،زه غواړم تادنوم اونشان څښتن كړم،اخيركله كله خوزمونږ خبره هم منه،
-ته به ماته څه نوم راكړې،ته غواړې،پدې وسيله ماوغولوې،اومابدنامه كړې،
يادونه ددې انشايې پاتې برخه وروسته خپريږي ،بايد داهم وويل شي چې انشايه لېكنې ته په پښتوژبه كې كمه پاملرنه شويده ،له درنوليكوالومې هيله داده،چې خپلې نظرونه پدې اړه راسره شريك كړې
-