د خرو او اسانو پراخې سوداګرۍ پټه معما حل شوه

 
په شمالي ولايتونو کې په دې وروستيو کې د خرو او اسونو د اخېستلو بازار په ناڅاپي شکل پراخ شو، په کليو او بانډو کې سوداګرو په زياته اندازه خره واخېستل، خو خلک نه پوهيدل چې ولي په دومره پراخه پيمانه د خرو د اخېستلو کاروبار زيات شو؟
دا په يوه معما بدله شوه!
پوليس او خلک په دې هڅه کې وو، چې د خلکو ترمنځ دې نا حلو پوښتنو ته ځواب ومومي!
ولي دومره خره واخېستل شول؟
په اخېستل شوو خرو باندې څه کوي؟
بالاخره د کندز ولايت پوليسو په دې ولايت کې په يو ځای د زرو خرو پوستکي وموندل، امنيتي چارواکو څه موده وړاندې په جوزجان ولايت کې رسنيو ته ويلي و، چې ازبکستاني تروريستان د جوزجان ولايت په کليو او بانډو کې خره اخلي او بيا يې په پوستکو کې ماينونه ځای پر ځای کوي.
ددې ولايت چارواکو ويلي و، چې ازبکستاني طالبان هڅه کوي، دغه نوی تکتيک په افغانستان کې جنګيدونکو نورو ورانکارو ډلو ته هم ورزده کړي.
 په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي تائيد کړي، چې وسله وال طالبان او نور مخالفين د خره په پوستکو کې ماينونه ځای پر ځای کوي؛ چې دا کار د ماينونو د خنثي کولو پروسه له ستوتزه سره مخ کوي، امنيتي چارواکي وايې د خره او اس په پوستکي کې ځای پر ځای شوي ماينونه په ډېرو سټنډرډ تخنيکي وسايلو هم نه خنثي کېږي.
له بلي خوا دا کار د هېواد د خلکو د اندېښنې وړ هم ګرځيدلی دوی فکر کوي، طالبان چې د ډله ايزو حملو ځواک نه لري په عامو لارو او کوڅو کې ماينونه ږدي چې د پوليسو لخوا شڼډ کېږي، خو که چېرې د خره او اس په پوستکو کې ماينونه ځای پر ځای کړي نو د ډېرو خلکو د مرګ ژوبلې سبب به شي.
خلک وايې حکومت بايد دې کار ته ډېره پاملرنه وکړي، کشفي ارګانونه او امنيتي ادارې دې هر هغه څوک تعقيب کړي، چې د خرو او اسانو تجارت کوي، عامو خلکو ته دې ورودښودل شي، چې د خپلو کورنيو حيواناتو څارنه وکړي،
کارپوهان وايې دا نوی تکتيک دی، چې د مخالفينو له توانه بهر دی، او مونږ په دې پوهوي چې زمونږ د وطن د دښمنانو ترشاه څومره پراخ استخباراتي لاسونه کار کوي!