شخصي غوښتنې

 
قوماندان : پولېسو سره مرسته د امنيت سره مرسته ده. د ژوند لومړنی اړتيا امنيت دی.   وږی ځان سره وبنګېده په لوړ غږ يې وويل: خلکو ته د ډوډۍ رسول بايد په لومړنيو کارونو کې شامله شي وږې خېټه د جنايتونو سر چېنه ده؟!   سوداکر له ځان سره وخندل د لويو لارو او برښنا مزو غځول د دې هېواد لومړنی ضرورت دی.   مزدور: د کار له چوکه ستړی حرکت پيل کړ او اسمان ته يې وکتل ويې ويل: کار او روزګار د هېواد د جوړونې اساس دی.   ميوه فروش خپله خوسا شوې مېوه ويالې ته وغورځوله؛ ويالې ته يې تر ډېره وکتل او ځان سره غلې يې وويل: ترڅو چې خپلو توکو ته د خرڅلاوو له پاره مارکيټ پيدا نه شې ددې هېواد ټوله پانکه به همداسې اوبه وړې.   مسلکي: چې په ډېرو ادارو کې يې ايله ځانته دنده پيدا نه کړه نو ويې ويل: ترڅو چې په ادارو کې فساد او واسطه ختم نه شي نو تعليم او تحصيل هيڅ مانا نه لرې!   مشر: چې د ځوانانو په يوه جرګه کې غږېدو ويې ويل: تر څو چې د مشر عزت او درناوی و نه کړئ نو ښه ورځ به و نه وينئ. ملا: خلکو دين پرېښود چې له بربادی سره مخ شول او خلافت له منځه ولاړ.   ښوونکی: نړيوال چې پر مونږ امر چلوي؛ لامل يې زده کړه ده.له زده کړې پرته سيالې ناممکنه ده.   اورېدونکې دا ټولې خبرې واورېدې او ټولو ته يې مخ کړ تاسو ټولو هغه څه وويل: چې ستاسې اړتيا ده همدا غوښتنې شخصې دې خو که دې شخصي غوښتنو ته ژمن وی نو د عملې کېدا له پاره يې لاس پکار شئ همدا شخصې غوښتنې دې چې د اجمتاعی پرمختګ له پاره لار اواروې!   فيض الله غمخور