انتظار


فيض الله غمخور، خوست، افغانستان
"پوره څلور ساعته ووتل چې د هغې د راتګ انتظار کوم." د انتظار نوم زمونږ په ادبياتو کې ډېر کارول شوی، انتظار له دوزخ سره تشبيه شوی؛ له مرګ سره ورته بللی شوی!
کيدی شي پورتنی جمله ادبي جمله و نه بلل شي، ځکه ادبيات يوازې وچ خبرونه نه وايې هره خبره پکې سينګار کېږي او بيا ليدونکو او لوستونکو ته وړاندې کېږي. کيدی شي ما غلطه کړي وي، ادبيات دا ډول جملې لري: " "پوره څلور ساعته ووتل چې د هغې د راتګ انتظار کوم!
دا چې غواړي داسي ووايې د هغې ښکلا له پاره چې زما د وجود په رګونو کې د وينې په شان خوزيږي؛ پوره څلور ساعته لکه لمرګلی تاو شوم. دا به هنري جمله وبللای شو کنه؟
بولي خو به يې ځکه چې ددې ولس د ليکوال همدومره وس دی. د مرحوم پوهاتد حبيبي په اړه مشهوره ده چې پوره پنځوس کاله وړاندې خو دومره خويندي د ادب په ډګر کې نه وې موجودې. نو مرحوم حبيبي صيب او د پښتو ادب ځينو درنو ستورو به د ميرمنو په نوم لېکنې خپرولې. ترڅو له دې لارې د ميرمنو د حضور او تشويق له پاره زمينه مساعده شي.
خبره مې د هنري جملې په اړه کوله زما د اوس له پاره همدا وس ؤ. بيا که مې ښه جمله جوړه کړه، پکې زياته به يې کړم، ځکه هنري جملې د شعر په شان يوه ځانګړي، حالت او چاپيريال ته اړتيا لري. زه اوس په دې موډ کې نه يم ځکه زه هنري نثر نه ليکم زه غواړم علمي بحث وکړم. زمونږ بحث په انتظار و ددې له پاره چې لږ ښه انتظار واضيح کړم بايد ووايم:
انتظار د نړۍ په مخ هغه ګټوره پديده ده چې له امله يې مونږ ژوند کوو، په لنډه کيسه لېکنه کې په تلوسه ټينګار کېږي، کومه کيسه چې تلوسه و نه لري کيسه نه بلل کېږي او لوستونکی ځان سره نه ګاږي. انتظار کټ مټ زمونږ په ژوند کې د تلوسې رول ادا کوي، که کوم ژوند انتظار و نه لري، ژوند نه دی. ډوډۍ خوړل، د چاسره ليدنه، مينه، عبادت، ښه دنده، ثروت او نور چې د پيداکولو له پاره يې کار کوو د انتظار برکت دی.دا چې د نورو ژبو په ادبياتو کې " انتظار " کوم رول لري زه يې په اړه نه غږيږم.
ځکه زمونږ موضوع په پښتو ادبياتو کې د انتظار لفظ د رول په اړه ده. په دې اړه د مختلفو شاعرانو د شعرونو بېلکې راوړل هم د وخت ضايع ده، ځکه په ليکنه کې بايد دا زور موجود وي، چې په دې اړه ليکوالان نورو لېکنو ته وهڅوي!
نو زه نه غواړم ټوله موضوع خپله ووايم. چې دا هم زما د ژوند د انتظار يوه برخه ده. انتظار مختلفې بڼې لري. لږ ساعت مخکې چا په مسينجر کې راته وليکل: " ضرور مې پکار يې شمېره دې راکه! " زه دې جملې لږ ورخطا غوندې کړم او ورته ومې لېکل خير خو دی؟
وروسته مې نمبر ورسينډ کړ. دا زما له پاره تريخ انتظار و، سره له دې چې څو شيبې ؤ، تر هغې چې يې خبرې راسره نه وي کړي، تر هغې مې حلق تريخ و. دلته بياهم په ادبي جملو خبره ده، پورته ليکل شوې جملې ادبي جملې بللی شو، خو علمي جملې يې نه شو بللی، دا چې زه اوس د انتظار په اړه يو نوی نظر وايم دا به زما د څيړنې پايله وي، دا جې څيړنې سل سلنه دقيقې نه وي، نو زما دا نظر هم رد کړئ. ځکه هر علمي نظر هم سل سلنه دقيق نه وي، خو بيا هم د پلټنې يوه هڅه ده. ليکوال او فلسفي خان ولي خان بشرمل د مېرمنو د رول په اړه يوه مقاله ليکلي په هغې کې يې پوښتنه کړي: " کله چې د خداي تعالي لخوا په ادم عليه سلام په جنت کې د ځينو خوراکي توکو خوړل بند شول. نو لومړني ميرمن بي بي حوا وه، چې ادم عليه سلام وهڅاوه چې هغه شيان بايد وازمويو چې خدای ﷻ يې د خوړلو منع کړي يو، دا به نافرماني وه! خو دا کړنه يوه ساينسي کړنه ده په دې حساب بي بي حوا لومړني ساينس ټيسټه نشو بللی؟"
هر څه د يوې نوي زاويې څيړل که څه هم بشپړ علمي کار نشو بللی خو د علم پر خوا يوه هڅه يې ضرور بللی شو.
نو له همدې امله زه هم دا ادعا کوم چې انتظار يو خوږ درد دی، چې زمونږ ژوند تنظيموي. دلته يوه باريکي شته هغه دا چې خوږ درد او تنظيم سره سر نه خوري خو که په ژوره توکه ورته وګورو نو اړخ هم سره لګوي.خندا او خوشالي په ادبي لحاظ دواړه يو درد لري، چې يو يې منفي او بل يې مثبت دی. دا چې منفي کوم رول او مثبت کوم رول لري؛ دا بيا بيل بحث دی! که اړتيا يې وه، څوک به لېکنه پرې وکړي!
پورته وويل شول، چې انتظار خوږ درد دی، د انتظار پرمهال وړې، وړې پېښې رامنځته کېږي دا پېښې که څه هم کوچنی دي خو د بحث وړ دي.
انتظار د ادبياتو ترڅنګ په جغرافيوي لحاظ هم متفاوت دی، په غرب، امريکا او نورو هېوادونو کې چې په سياسي او اقتصادي لحاظ يې خلک او هېواد پرمختللي دي؛ ددوی نسبتآ هر انتظار خوږ دی.
زوی يې د کور څخه د درس، دندې، کار، بزنس او ساعتيريو په موخه وځی په کور کې شته مور او د کور نور غړي يې ددوی له هرې شپې او ورځې خوند اخلي.
خو که د جګړې سره د مخ هېوادونو د کور کوم غړی د هر کار او زيار له پاره له کور وځي، کورنۍ او د کورنۍ نور غړي يې تر هغې په اندېښنه کې وي. تر څو چې خپلې موخې يا کور ته واپس نه وی راغلی،
انتظار که تجزيه شي، وړې، وړې لحظې به شي، چې هره لحظه په فلسفه کې خپله مانا لري.
پاتې هم لري...