
****** فراق ******
په لیــمو کـې آرزوګـا نې ګــــــډ ېـدې
په ګــلشن کې هـم ګــلپاڼې ګـــــډ ېدې
نیمه شپـــه، نری شـمال او خاموشي
فــوارو نه هـــم اوبـه را شــــړېـــدې
په هــر لـور وه د ګــلانــو خوشبویي
پاس آسمان کـې هم وريځې خورېدې
سترګې شنې ښکلې باڼه سره یې لبان
خـورې زلفې یې پــر مخ را زنګـېدې
جوړ د مینې سـور او ســـاز د محبت
ســترګې سترګو پـه کــتو نه مــړېدې
سـپوږمۍ هم په پټ پټــانـو ور کــتل
تابه ويل چې له یوې بلې شــــرمېدې
ستورو هم پـرې سـترګکونه راوهـل
د میـن پــــه زړګــي لارې جـوړېـدې
چې ور یاده شـوله مسته شین خالۍ
ترېنه هېـریې کړل عیشـونه او مزې
جلکۍ لاړه، ترېنه لاړ هم لیونتـــوب
تړمې اوښکې یې له سـترګو څڅېدې