
غزل
مرمه زه په شان د شمعې په ژړا او په سلګو کې = ستا غمو داسې پایمال کړم لکه بوس د غوبل پښو کې
تر هغې پورې به ژاړم څو دریاب شي زما اوښکې = هيلۍ نه اوسي په وچه وي مدام په دریابو کې
په ژړا به هومره ژاړم څو ویالې شي ترې روانې = نرګس نه کیږي په للمه شي په غاړه د ویالو کې
خیر که ژاړم اوس دې ژاړم، په ژړا پسې خندا شته = پس له ژمي پسرلی وي، ګلان ډېر وي په سپرلو کې
دا زما روانې اوښکې جوړوم ترې امېلونه = ما غزل په ژړا جوړ کړ، نور یې وایي ترانو کې
زه چې ژاړم واړه ژاړي خپل پردي زما په غم دي = شمع هسې په اور سوځي پتنګان شي په لمبو کې
دواړوسترګوکې مې ګل شول اوښکې وچې شوې دسترګو=لکه شین وریځ آسمان شي ورېځې ځي په بارانوکې
دا چې زه په ویر د ځان یم درست عالم وته روښان یم = تورې شپې رڼا رڼا کړي خپله شمع وي په سووکې
که ژړا آه او فغان دی که مې واړه عمروران دی = خوښ په غم کې داشنا یم، پتنګ خوښ وي په اوروکې
تم به نه شي واړه غرونه ستا هزار ظلم ستم ته = زه یې ځکه داسې یوړم لکه خس په سیلابو کې
د دیدن دې تږی یمه، ځکه رنګ مې زیړ او تور شو = داسې سوځم لکه ګډ شي سوای د للمې په فصلوکې
عاشقان واړه برباد دي په کې یو نیم وي چې ښاد دی =ګلاب ټول اوسي اغزو کې یو نیم ګرځي په کمڅوکې
د زمري ده څلورمه دغه کال څلور اویا دی = په ژړا ژړا مې جوړ کړ، دا غزل نن په پښتو کې
محمدانور(آڅړ)
خوست ۴/۵/۱۳۷۴
خپرندوی هلمند(آڅړ)