سرمايه کارانه ( راسمالي ) اقتصادي نظام ته لنډه کتنه .  

مونږ چونکه د اسلامي اقتصاد اړوند لوستوالو ته د معلوماتو ورکولو – ان شاء الله – کلک هوډ کړی دی ، خو دا چې له اسلام څخه ډېر وروسته ځېنو نورو اقتصادي نظامونو په داسې حالت کې شتون پېدا کړ چې په نړيواله سطحه پېروکار لري ، په نړيوالو اثر او رسوخ لري ، غواړو چې په دې عجاله کې يې مونږ هم له ځغلند نظره تېر کړو .
لومړی : راسمالي اقتصادي نظام :
دې نظام ته سرمايه کاري نظام هم وايي ، د دې اقتصادي نظام ځانګړنه دا ده چې فرد څنګه ، چرته ، او په هر راز وسيله مالي لاس ته راوړنې کولای شي ، تر څو د هيواد قوانينو سره تصادم ونه لري ، په دې نظام کې يواځې مالي ډېرښت ته هڅونه ده ، له شرعي امورو او اخرت نګاه نه انسان ته هيڅ اوامر او نور ارشادات نه متوجه کوي ، دا نظام د امريکا په متحده ايالاتو کې ، په اروپا کې ، په جاپان  او نورو هغه هېوادونو کې چې د اقتصاد دغه ډول ځان لپاره ګټور بولي رواج لري .
 
ددې اقتصادي نظام ځانګړتياوې :
 
1 حکومت د لاس وهنې حق نه لري :
د اقتصاد په دغې وګړيز نظام کې حکومت د لاس وهنې هېڅ حق نه لري ، فرد بويه چې د توليد يا پلورلو او پېرودلو څنګه او چرته خپل اسباب په کار اچوي ، او نه حکومت ددې حق لري چې د پلور او پېرود نرخ او يا د نرخونو ډولونه تحديد کړي ، بس حکومت همدومره کولای شي چې د پلور او پېرود دواړه خواوې د دولتي اخستلو خرڅولو په وضع شوي قوانينو ملزم وګڼي ، په دې نظام کې حکومت توان لري چې د خريد او فروخت توکو کې محدودو شروطو ته دواړه خواوې غاړه کيږدي ، يا هغه توکې چې هيواد او ولس ته په زیان تماميږي مخه يې ونيسي ، لکه د نشي توکو خريد او فروخت ، يا لکه د موټرو هراړخيزه سلامتي چې خو ( عیب ) ونه لري ، داسې نور ...
2 استهلاکونکی ( لګښت وال ) بشپړ ازاد دی :
په سرمايه کارانه نظام کې مصرف کونکی او استهلاکګر بشپړه ازادي لري ، ځکه چې هغه د اقتصادي ستونزو د حل او فصل لپاره د اقتصادي جريانونو کوم غړيتوب نه لري ، هغه ازادي لري چې د خپل رغبت سره سم او د خپلې خوښې په پراخه بنسټ تر څو نفسي غوښتنو ته په اسانه ورسيږي هر څه يې د طبيعت تابع دي ، د توکو د څومره او څنګه واک د لګښت وال په لاس کې دی چې څومره غواړي او څنګه  او په کوم وخت کې يې غواړي ، لنډه دا چې په بازار کې په لګښت وال د هيڅ بازاري سلوک اجباري تاثير نشته .
3 د توليداتو ازادي ، په توليداتو کې خپلمنځنۍ ازادي :
په راسمالي نظام کې د توليداتو که څه هم د حجم له نګاه څخه ستر نه وي ډېر وګړي پکې برخوال جوړېدای شي ، یعني فرد نه شي کولای چې د کوم توليد په جريان ځان ته واک ورکړي او نور له  دغسې توليداتو څخه وژغوري چې له ما پرته نور څوک د دې توليداتو حقوق نه لري ، نا بلکې هر فرد کولای شي چې دغسې توليدات توند او چابک کړي .
4 د ځاني شتمنۍ حمايت :
د اقتصاد په راسمالي نظام کې د ځانګړي شتمنۍ چې وګړی يې غوڅ حقوق لري ، د خپلې مرضې له مخې يې نور وګړو ته د انتقال او نه انتقال ثابت حقونه لري ، که فرد وغواړي چې خپله ځاني شتمني چا ته ، څومره ، په کوم وخت کې او څنګه ورکړي ورکولای شي ، دولت يا دولتي اړوند ارګانونه يې په تصرف کې هيڅ د ممانعت حق نه لري ، فرد کولای شي چې د توليداتو په عملياتو کې ځان سره نورو ته هم سهم او ګډونولي ورکړي ، هيڅ توپير نه لري که دغه شراکت په ځاني شتمنۍ کې وي او که په استهلاکي ( لګښت والۍ ) شتمنۍ کې وي .
5نرخ د پلورنکي او پېرودونکي حق دی :
د راسمالي په اقتصادي نظام کې پلورونکی او پېرودونکی سره خپلمنځنۍ ازادي لري ، دواړه کولای شي چې د توکو د پلور او پېرود لپاره د توافق له لارې سره رضا شي ، د باور وړ نرخ هغه دی چې دواړه خواوو سره پرې هوکړه کړي وي ، د نرخ معلومول د توافق له لارې د توکو په ساتلو کې د پېرودونکي رغبت او د توکي اهميت ته غوڅه پاملرنه زياتوي ، او توليدونکی دېته هڅوي چې ددغې توکو مزيد ډېرښت ته ځانګړی پام ولري ، تر څو بازارونه يې ساړه پاتې نه شي ، او کله چې هم د توکو نرخ واک توليدونکي او پېرودونکي ته ورکړل شي ، او دواړه خواوې سره د نرخ په ټاکلي اندازه خوښ شي ، تجارت او مالي پانګونه نوره پسې هم پرمختګ کوي .