¨ دعاګانې په رزق کې پراخوالی راولي : لږ څه مخکې مووويل چې هر هغه انسان چې توبه اواستغفار يې هميشه ورځنۍ دنده وي ، کله به هم د رزق کمښت محسوس نه کړي ، او څوک چې هم خپل ځان الله پاک ته محتاج کړي ، کله به يې هم الله پاک په مخلوق کې بل چاته محتاج نه کړي ، څوک چې کله هم په الله پاک بروسه ولري ، کله به يې هم الله پاک چا ته ونه سپاري ، د الله پاک څخه دعاګانې غوښتل د انسان الله پاک سره هغه ټينګه اړيکه ده چې شکېدل بيخي نه قبلوي . دا چې دلته هغه هدف په غوڅو الفاظو ښکاره کړو چې دعاګانې الله پاک د رزق د وسعت سبب ګرځولی دی ، دهدف د مزيد وضاحت لپاره خپلو خبرو ته راځم : ۱ - : عَنْ عَلِيٍّ- رضی الله عنه - « أَنَّ مُكَاتَبًا جَاءَهُ فَقَالَ: إِنِّي قَدْ عَجَزْتُ عَنْ مُكَاتَبَتِي فَأَعِنِّي، قَالَ: أَلَا أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ عَلَّمَنِيهِنَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَوْ كَانَ عَلَيْكَ مِثْلُ جَبَلِ صِيرٍ دَيْنًا أَدَّاهُ اللَّهُ عَنْكَ، قَالَ: " قُلْ: اللَّهُمَّ اكْفِنِي بِحَلَالِكَ عَنْ حَرَامِكَ، وَأَغْنِنِي بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِوَاكَ » [ ترمذي : ۳۵۶۳ ] علي رضي الله عنه ته يو مکاتب غلام راغی او ورته يې وويل : زه بادار ته د متفق نغدي رقم څخه بې توانه شوم ما سره مرسته وکړه ، هغه ورته وويل : زه به درته هغه کلمات وښايم چې رسول الله – صلی الله عليه وسلم – ماته ښوولي وو ، که دغر په څېر درباندې پور ولې نه وي الله به يې درڅخه ادا کړي ، داسې وايه : ای الله ! ستا د حرامو نه زما لپاره ستا په حلالو کې ته بس شه ، او ستا په فضل مې ستا نه بغير له هر چا نه غني کړه . ۲ - : عَنْ مُسْلِمِ بْنِ أَبِي بَكْرَةَ، قَالَ: كَانَ أَبِي يَقُولُ فِي دُبُرِ الصَّلَاةِ: « اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْكُفْرِ وَالْفَقْرِ، وَعَذَابِ الْقَبْرِ» ، فَكُنْتُ أَقُولُهُنَّ، فَقَالَ أَبِي: أَيْ بُنَيَّ، عَمَّنْ أَخَذْتَ هَذَا؟ قُلْتُ عَنْكَ، قَالَ: «إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُهُنَّ فِي دُبُرِ الصَّلَاةِ »[ سنن النسائي : ۱۳۴۷ ] مسلم بن أبي بکرة وايي : زما پلار به د هر فرض لمونځ نه وروسته دا دعا ويله : ای الله تا پورې د کفر او فقر او د عذاب قبر نه پناه غواړم ، ما به هم بيا دعا ويله ، پلار مې راته وويل : زويه له چا څخه دې دا دعا ياده کړېده ؟ ما ورته وويل : ستا نه ، هغه وويل : نبي – صلی الله عليه وسلم – به دا دعا د هر فرض لمونځ نه وروسته ويله . ¨ د الله پاک څخه وېره رزق ډېروي : الله پاک فرمايي : ( وَمَنْ يَتَّقِ اللهَ يَجْعَلْ لَّهُ مَخْرَجاً * وَيَرزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبْ ) [ سورت الطلاق : ۲ – ۳ ] چونکه دالله پاک کلام حق دی ، هغه مونږ دعوت کوي چې له الله پاک څخه د ژوند په هره ګړۍ کې وېره او تقوا کول د هرې تنګستيا نه د وتو لاره ده ، هر مشکل کارونه اوبه کوي ، هر سخت کارونه اسانوي ، غمونه په خوشحالو او خوشحالي د الله په شکر تبديلوي ، د دې سره سره د الله پاک څخه تقوا د انسان په رزق کې بې نظيره زيادت شته کوي ، دا هڅونه د دې معنی ورکوي چې بايد د ژند په ګردو چارو کې له الله پاک څخه په ځانونو کې تقوا پېدا کړو ، شايد لوستوال وپوښتي چې تقوا څه ته ويل کيږي ؟ او کيفيت يې څه شی دی ؟ دې پوښتنې ته په لنډو کلماتو کې ځواب د تقوا له کلمې څخه خپله بريښي ، تقوا د ځان ساتنې ، پرهېز او د پردې په معنا راځي ، د تقوا شرعي مفهوم دا کېدای شي چې د الله په کرم او قضا خپله رضا ښودل ، د الله پاک د عذاب او غضب څخه ځان ژغورنه ، جوته شوه چې تقوا د الله پاک د اومرو منلو او له نواهيو څخه يې د ځان ساتلو ته ويل کيږي ، تقوا يواځې دا نه چې رزقي داېره توسيعوي ، نا بلکې الله تعالی ته پرې انسان ډېر نزدې کيږي ، د الله معيت پرې لاس ته راوړی شي ، ګناهونه ورڅخه رژوي ، د امن او امان شعور په انسان کې پېدا کوي ، تقوا جنت ته د دخول په اسبابو کې ستر لامل دی ، الله دې وکړي چې مونږ ټول خپل متقيان بندګان جوړ کړي .
وروستي