
وار د کلي که د ښار و نيمه شپه وه
د ړانده راکېټ گوزار و نيمه شپه وه
ښايي گنډه د دسمال يې خلاصه شوي
د بنگړيو شرنگهار و نيمه شپه وه
ولئ مه ولئ نارې وې په هرلوري
غل پخپله څوکدار و نيمه شپه وه
يو ناڅاپه ټکه راغله له اسمانه
د بوډا پر کور بمبار و نيمه شپه وه
يو جانان په ميکده کې بل ساده و
يو ساقي او بل ميخوار و نيمه شپه وه.
٠٢ /١٢/١٣٨٥
حيدرآباد