
ژباړه: روکیان
غوږ نیسي: غوره رهبران یوازې د ځواب په موخه غوږ نه نیسي، بلکې د ځان پوهولو په موخه غوږ نیسي.
که خپلو مامورینو ته غوږ ونه نیسې، نشې کولای چې هغوی په هغه څه پوه کړې چې تاسو یې ترې تمه لری. که څه هم هغه چا ته چې ډیرې خبرې کوي سخته تمامیږي، خو بیا هم خپله اغیزمنتیا لري.
دویم ګام: مهم شیان غږوي:
هر څه او ډیر څه مه وایه! کم وایه خو ښه یې وایه! کم وایه خو مهم یې وایه.
دریم ګام: تل درې اړخونه په نظر کې نیسي:
اغیزمن رهبران تل درې اړخونه په نظر کې نیسي:
الف: خپل مامورین
ب: خپل مشتریان
ج: خپل مالک
غوره رهبران تل هڅه کوي چې د خپلو خبرو او مفاهمو پرمهال مثلث ته ډیر پام وکړي.
کله چې مشتریان او مامورین راضي او قانع شول، د کاروبار مالک خودبخود راضي کیږې.