
جاسوسي: خلک جاسوسي کوي خو خپل نږدې دوست هم پر ځان نه خبروي!
حرفه وي قاتل: د دې قاتل نوم هر چا اوریدلی خو خپله اقرار نه کوي چې زه یم! هغه چې اقرار کوي، هغوی خوشې اکټونه کوي!
وینا لیکونکی: دوی ولسمشر، فلمي ادا کارانو ته ویناوې لیکي! خو هیڅکله نه وایي چې د ولسمشر دغه وینا ما لیکلې وه!
پټ لیکونکي دوی ولسمشرانو، فلمي اداکارانو او یا هم مشهورو لوبغاړو ته لیکنې کوي؛ کتابونه لیکي؛ په هغو لیکنو او کتابونو کې خپل نظریات ځای پر ځای کوي! د لیکنې مزد اخلي او نور خدای په امان!
شکنجه کوونکی: څوک څه پوهیږي چې د زړه د سر کار یې نورو ته شکنجې ورکول دي!
مونوګراف لیکونکی: ده ته مهم نه دی چې چا او په کوم څه تیزیس لیکي! بس خپلې پیسې چاپوي! ددوی ډیر مشهور یې د پوهنتونونو په فوټو کاپي دوکانونو کې کیني!
د اعدام چارو ترسره کوونکی: له چا مو اوریدلي چې دا یې دنده ده؟
د ځانګړو ځواکونو غړی: بس دومره وایي چې فوځ کې کار کوم!
مسلکي مسافر: دی د خپل هوټل په استازیتوب او یا هم د ګرځندویه ادارې په استازیتوب په هوټلونو او ریسټورانټونو ګرځي؛ شپې په کې تیروي او د خدماتو راپور یې برابروي!
تاسو کې څوک شته چې ددې دن
ځینې نوره یې هم شته خو د ځینو محدودیتونو له مخې مې یې نومونه وانه اخیستل!