
ليکواله: کيټي تايلور
د مدیر یو له مهمو دندو د مامورینو بوختول او هغوی ته د کارونو ویشل دي! هغه مامورین چې بې کاره پاتې کیږي؛ کومه اجنډا او یا هم کوم پلان له ځان سره نلري: درواغ وایي؛ په نورو مامورینو پسې خبرې کوي؛ شکایتونه کوي!
تاسو به حتماً له ورته کسانو سره کار کړی وي او یا به مو همکار تیر شوی وي! دوی سره چې بس ۵ دقیقې خبرې وکړې، پوهیږې چې په څومره اوبو کې لامبي!
راځئ چې ۱۳ نښې یې مطالعه کړو:
۱. تل شکایت کوي: ددوی په نظر هیڅوک ښه نه دي او نه هم چا کوم ښه کار تر دې دمه ترسره کړیدی! اداره ټوله ګډوډه او په بل لوري روانه ده! دوی سم د شکایتونو صندوقونه دي!
۲. تل بهانې کوي: بهانې خدای (ج) ددوی په پچه رسولي! هیڅکله مسؤلیت نه مني! د یوه کار لپاره به یې په عمر کې کوم ښه اقدام نه وي کړی. والله که مسؤلیت پرې ومنې!
۳. دلچسپي نلري: هره نوې پروژه او کار چې پیلیږي، ددوی نه خوښیږي! هیڅ شی دوی خپل لوري ته نشي جذبولی!
۴. له هیچا سره مرسته نکوي: ددوی له خولې به تل یوه خبره اورې: "دا خو زما کار نه دی!" هیچا ته د مرستې لاس نشي اوږدولی!
۵. چغلي: چغلي سپک کار دی. دغه سپک کار د همدې بې کارو په برخه رسیدلی! چغلي د ټیم انرژي او احساسات وژني! حوصله یې له منځه وړي!
۶. درواغ وایي: دوی نه یوازې درواغ وایي بلکې کیسې هم جوړوي! دغه کسان د ټيم لپاره خورا قیمت او خطرناک تمامیږي!
۷. په هر څه پوهیږي: کمزوري او بې کاره مامورین داسې ځانونه ښيي چې فکر به کوې دوی په هر څه پوهیږي! له هر چا، کار ښه ترسره کولای شي. خو په حقیقت کې بیا هغسې څه نه وي!
۸. یوازې وي: بد مامورین تل یوازې وي! له ټيم سره یو ځای حرکت نه کوي او ن هم غواړي چې ګډ کار وکړي. تل د منزوي توب په لوري ځي.
۹. بې مسؤلیته وي: تل ترې ضرب الاجل تیر وي؛ کار ته تل ناوخته را روان وي. خپلې وعدې تل ماته وي.
۱۰. بې نوښته وي: په کارونو کې یې هیڅ ډول نوښت نه لیدل کیږي. تل غوږ، غوږ وي چې څه ډول هدایت او اوامر به اوري.
۱۱. هیڅ نه پوښتي: بد مامورین هیڅ نه پوښتي او نه هم د نوو څه زده کولو اراده لري!
۱۲. پرمختګ نه غواړي: یوویشت کاله وروسته هم هماغه شی وي! هیڅ په خپل ځان پانګه اچونه نه کوي.
۱۳. ګمراه وي: ښه مامورین تل متوجه وي؛ بد مامورین تل بې پامه او بې توجه وي!