
لیکوالان: جکلین سمیت او راشیل جیلیت
ژباړه: روکیان
نیټه: ډسمبر۲۰۱۵٫۱۱
هر بریالی کس، هر سهار، خپل دفتر ته په رسیدلو سره، خپلې ۱۰ دقیقې په لاندو کارونو لګوي.
1. خپلې لاس ته راوړنې ارزوي؛ لیست کوي یې؛ د تیرې ورځې له لاس ته راوړنو سره یې پرتله کوي. ګوري چې له پرون سره یې توپیر په څه کې و او څومره مخکې تللی دی!
2. خپل ځان اراموي: خپله چوکۍ سموي؛ کمپیوټر کيبورډ ځان ته برابروي؛ د ټیلیفون وضعیت ګوري که لرې وي، رانږدې کوي یې او که مزی یې جړ وي، سموي یې!
3. بریالي خلک مخکې د کار له پیله قدم وهي، دریږي او لاسونه او پښې غځوي ترڅو د وینې دوران پیل شي او سړی ذهناً او جسماً کار ته اماده شي!
4. دوی خپل د "باید وشي" لیست مروروي او د لومړیتوب له مخې یې درجوي!
5. دوی پخپلو کارونو کې بریا ترسیموي! دوی کم وخت په عاجلو او ډیر وخت پام مهمو او هغو کارونو ته چې وار له مخه پلان شوي وي اړوي!
6. دوی خپله ورځ هماغه سهار مهال سکیچوي او پلانوي!
7. دوی په یوه وخت کې څو کارونه نه کوي! د څو کارونو ترسره کول، کاري فشار لوړوي او سړی کومې پایلې ته نشي رسیدلی! د څو کارونو ترسره کول د فشار تر څنګ، ګډوډي هم رامنځته کوي!
8. دوی د انحرافاتو مخه نیسي! وتلي خلک هڅه کوي چې په کاري چاپیریال کې ټول انحرافات له منځه یوسي ترڅو ددوی د کاري ودې مخه ونه نیسي او یا هم وخت چې نن سبا د پرون په پرتله خورا زیات اهمیت لري، ددې انحرافاتو له وجې ضایع شي!
9. دوی "نه" ویلی شي! نه ویل د هر چا د وس کار نه دی! لایق خلک په دې پوهیږي چې چا ته او څنګه "نه" ووایي!
10. د منفي فکر مخه نیسي! بریالي خلک تل د منفي فکرونو مخه نیسي!
11. خپلو مامورینو لیدلو ته وخت وباسي! دوی په دې ډول سره هڅه کوي چې ځان په دې پوه کړي چې مامورین یې په ځه بوخت دي او څه کوي!
12. تل موسکا یې په شونډو وي! موسکا نه یوازې تاسو بلکې ټولو نورو مامورینو ته خوښي بخښي!
Chat conversation end