يو څو کيسه ګۍ/ ۱۸

 
تفاوت:
د بانک په مخ کې په مرمرین پیاده رو یې تر پښه لاندې خرپ شو، ښکته یې وکتل سړي لاس تپاوه او د ماتو عینکو ټوټې يې راټولولې...
نوی څیز:
غوښتل یې نوی څیز ومومي ډیر یې وموندل خو بیا یې هم نوی څیز نه درلود...
ټکر:
په پلاستیکي بوټونو کې د باران د اوبو او پښو د چړپ چړپ منظم غږ د موټر د توند بریک په ویروونکي غږ پای ته ورسید...
لوړ غږ:
دا غږ هومره لوړ وو چې نور یې نه اوریده...
ژوند:
ویل يې په لویدیځ کې له زیږیدو تر مرګ ورځې هسې ژوند راباندې تیر شي لکه هره ورځ چې بیرته ترې روان یو خو تر آخره لاړ نشو...