
اعلی حضرت او ما ډیر تریخ بحثونه سره وکړل
په واشنګټن کې د شاه په اړه نور د صبر او تحمل کاسه په نسکوریدو وه . یوه برتانوي خبریال له شاه څخه وپوښتل چې «د امریکې د متحده ایالتونو لخوا د تېلو د بیو د ټیټ ساتلو په اړه پر تاسو څومره فشار راوړل شوی وو ؟» شاه په ځواب کې ورته وویل ؛« اوهه. . . . ډیر زیات» خو هغه دا رد کړه چې د تېلو بیې کښته کړي او دا یې هم ونه منله چې د تېلو د بیو په پورته کیدو به په لویدیځ کې اقتصادي ناورین را منځ ته شي .هغه په لویدیځ جرمني کې د بیکارۍ د کچې د لوړیدو پوښتنې ته په اشارې سره وویل چې : « زه دا نه منم چې دتېلو پورته کیدل بحران را منځ ته کوي. دا یو نا اشنا وضیعت دی . دارنګه په لویدیځ جرمني او انګلستان کې ۳ میلیون میلمانه یا بهرني کارګر په کار بوخت دي . د همدغه ډول زیاتو دلایلو له کبله تاسو باید د بیکارۍ د زیاتیدو په اړه خبرې ونکړئ.»هغه جرمنیانو ته لارښوونه وکړه چې ایران ته راشي او دلته به ورته کار ورکړل شي .د ایران د تېلو پرپالیسو د لویدیځوالو نیوکې داوې چې «ایران ګنې خالصه او بشپړه کینه پالي». یوه بر تانوي څیړونکي ته د ایران شاه په خپله ماڼۍ کې د ۱۹۷۶ کال په مني کې وویل چې «په دې باوري دی چې د امریکې متحده ایالتونه ، لویدیځ جرمني او جاپان ته به د تېلو ۱۵ په سلو کې د بیو لوړوالی کوم خطر پیښ نه کړي ، خو دایې ومنله چې دا کار کیدی شي ایټالیې ، فرانسې او برتانیې ته یو څه ستونزمن وي . «که تاسو تصمیم ونیسی چې لږ زیات کار وکړئ ، لږ زیات نظم را منځ ته کړئ او خپلې صنایع عصري کړئ ، نو تاسو به په اروپا کې تر ټولو پیاوړی هیواد شی . » هغه په دې باوري وو چې په دغه کړکیچن وضیعت کې به خپله لاره پیدا کړي .
دایران شاه له خپل کلک امریکايي ملګري سره تر دې دمخه دا منلې وه چې د اوپیک د بالي په ناسته کې به د دوحې تر ناستې پورې د تېلو بیې نه لوړوي چې تر هغه مهاله به د امریکې د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې هم روښانه شي . د واشنګټن له اعتراضونو سره سره ، شاه تر دې مهاله هم د امریکا لخوا د امتیازونو په خوبونو شخوند واهه او تمه یې در لوده چې امریکا به د پخوا په څیر د ایران ټول نازونه وړي . ددې په خواکې کیسنجر هغه ته ډاډ ور کړ چې سپینه ماڼۍ په دفاعي سکتور د ایران د لوړو لګښتونو ملاتړ کوي او هغه ته یې په دې سترګه کتل چې ګنې هغه به د تېلو عواید لوړ او په دغه برخه کې به پرې خپل لګښتونه پرې کړي . شاه هیڅکله هم دتېلو د بیو د نه لوړیدو په اړه د سعودي عربستان د کال د پای مخالفت جدي نه وو ګڼلی .په تیرو کلونو کې سعودي عربستان په اوچته او روښان ډول د تېلو د بیو د محدودولو غږ پورته کړی وو ، خو هیڅکله هم په دې نه وو توانیدلی چې د اوپیک د سازمان د نورو غړو هیوادونو نظر را خپل کړي او خپل زور په دغه سازمان کې نورو ته په ډاګه او ټولنې ته ټکان ورکړي .
د تېلو د بیو په اړه د شاه سره کرښه ،او د ۱۵ په سلو کې د تېلو د بیو د پورته تلود ګټې او تاوان په اړه لږ تر لږه په عام محضر کې د نظامي او ملکي سلاکارانو ترمنځ د بحث یوه توده موضوع وه. د ایران لوړ پوړو جنرالانو دا استدلال کاوو چې د تېلود پورته کیدونکو بیو اندازه دومره لوړه ونه بلله چې موږ یې د امریکايي نظامي وسایلو د اخیستو د بیې د پوره کیدو لپاره وړاندې کوو. جنرال حسن طوفانیان لا تر اوسه د هغې لانجې څخه کړیده چې د کال په پیل کې یې د امریکې ددفاع له وزیر ډونالډ رامزفیلد سره په امریکايي دفاعي ادارو او دفاعي قراردادیانو باندې د تېلو د بیو په لوړولو کې دفساد د تورونو په اړه کړی وو .د جنرال طوفانیان په دفتر کې یوه امریکايي چارواکي ته د هغه د یوه رسمي سفر په مهال دنظامي تدارکاتو د اقتصاد درس ور کول شوی وو . دغه امریکايی کتونکي ویلي چې « جنرال طوفانیان د خپل میز له خونې څخه د رسم یوه تخته را بهر کړه او په دغه تخته یې ورته د الوتکو یو شمیر برخې له تېلو سره پرتله کړې. هغه د رسامۍ په دغه تخته یو ه چولکه رسم کړه او ورته خواکې یې دچورلکې د دروازې یو دستګیرانځور کړ او ورته ویې ویل ، دا موږ ته په یو بیرل تېلو پریوځي.» هغه دا خبره وکړه چې د الوتکو دزرګونو کار پوهانوله ډلې د یوه امریکايي روزونکي متخصص چې دوی ورته بلو سویټر وایه ،د کال بیه په لسګونه زره بیرله تېل کیدل، او داچې ایران دغه ډول په زرګونو متخصیصین را غوښتي وو چې په ایران کې د امریکايي وسلو او الوتکو د روزنې په برخه کې د ایران له پوځ سره مرسته وکړي او د امریکايي تخنیک د ګټې اخیستو چلونه ور وښيي . نو په بله وینا د ایران تېل یوازې ددغو روزونکو تنخوا نشي پوره کولی.»
بلخوا هغه امریکایان چې ځانونه به یې لوژیستیکي ما هرین بلل ، په حقیقت کې ګودام ساتونکي یا تحویلداران وو چې د ایران له حکومت څخه به یې د کال ۱۱۵ زره ډالره تنخوا اخیسته .ښاغلي طوفانیان ورسره ناست امریکايي څیړونکي ته د شکایت په انداز کې وویل چې:« دغه ډول وارد شوي انفلاسیون د ایران ددفاعي لګښتونو کچه ۲ میلیارد ډالره لوړه کړې وه » .هغه په روښانه ډول وویل چې ۱۵ په سلو کې د تېلو د بیې لوړیدل په هیڅ ډول سره هغه لګښتونه نشي پوره کولی چې په امریکايي نظامي وسایلو لګول کیږي .
خو د ایران ملکي سلاکاران له دې اړخه ډیر ډاډمن نه وو.د ایران د تېلو په ملي کمپنۍ کې چارواکي وارخطاوو چې د تېلو د بیو ډیر پورته کیدل به د تېلو لپاره د مشتریانو تقاضا په داسې حال کې کمه کړي چې د ایران د پیټرولو عواید زیات کم شویدي او دا چاره به یې نور هم وځپي . دوی سپارښتنه وکړه چې که د تېلو بیې پورته کیږي نو له ۱۰ په سلو باید لوړې نشي . شاه ددوی خبر داري ته پام ونکړ، ځکه چې هغه د جنرال طوفانیان سره هم نظری وو او د فورډ د ادارې د وسلو د پلور په چلند هغه هم لکه طوفانیان غوندې په غوصه وو او غوښتل یې چې د سپینې ماڼۍ غوږونه په تېلو ور وسوځوي .
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې وویل ،د شاه لخوا د امریکا د غوښتنو رد کیدو وښووله چې د ایران او امریکې په اړیکو کې ژورې ستونزې را منځ ته شوي او شاید دا ،ان یوه استخباراتي نا کامي وي . د اکټوبر په ۱۴ نیټې سي ای اې د امریکې د ملي امنیت د شورا ، د بهرنیو چارو د وزارت ، د خزانې او دفاع د وزارت یوشمیر استازي ،ددفاع وزارت د استخباراتو د ادارې ځینې چارواکي ، د پوځ ، سمندري ، او هوايي ځواکونو او د لویو درستیزانو د کمیټې مشران د ۳ ساعته سیمنار لپاره ور وبلل چې په تهران کې د امریکې د سفیر ریچارډ هلمز او د هغه د کارکونکو کړنې او را ټول شوي استخباراتي معلومات و ارزوي. د ډیرو چارواکو لپاره دا لومړی ځل وو چې په دغه ډول مهمې مسلې باندې یاداښتونه واخلي او تبصرې یا خپل نظرونه پرې څرګند کړي . په ډیرې بیړې سره له هر لورې اندیښنې را پورته شوې .د ملي امنیت د شورا کارکونکو شکایت وکړ چې شخصي دفاعي قراردادیان په خپله د سپینې مانۍ تر اخر سره منډې وهي او له ماڼۍ او ولسمشر سره د تماس خپل لینونه لري . د پنټاګون چارواکو سي ای اې ته وړاندیز وکړ چې ددفاع له وزارت سره مرسته وکړي چې د ایران د نظامي تیاریو په اړه ځان په بشپړه توګه پوه کړي . د کیسنجر یوه نژدې کار کونکي پوښتنه وکړه چې ایا څوک د شاه او شاهي کورنۍ د ځای ناستي په اړه پوهیږي چې څوک به وي ؟ د سیمینار په خونه کې ناست کسان په دې ښه پوهیدل چې دغې پوښتنې ، او ان دشاه ،د ایران د وضیعت او د تهران او واشنګټن د اړیکو په تړاو ډیرو ساده پوښتنو ته ځواب ستونزمن دی .د منځني ختیځ لپاره د سي ای اې یوه مشر استخباراتي افسر ډیویډ بلي، چې خپلو مشرانو ته یې ددغې ناستې رپوټ ور کاوو د پایلې په توګه وویل چې :«واشنګټن د شاه داوږد مهاله موخو په اړه داسې روښانه احساس نه لري او یا نه پرې پوهیږي.»
هغه د بیلګې په توګه وویل:« ولې هغه (شاه) په دومره پراخه کچه دپرمختللو او پیچلو نظامي امریکايي وسایلو د ترلاسه کولو په لټه کې دی ؟.د شاه دولت په کافي اندازه د خپل ګاونډي عراق په وړاندې چې د کمونستانو لخوا یې هر ډول ملاتړ کیږي کافي دفاعي وړتیا لري. نو د نویو اډو او تر تیباتو نیول نورې ګټې ښيي. کله چې په ۱۹۸۵ کال کې د ایران د تېلو عواید په بیساري ډول لوړ شي ، په خلیج کې به د هغه بډایه ګاونډیان په دې فکر وکړي چې شاه دوسلو ددغو پراخو زیرمو سره څه کوي؟ایا هغه به لاهم د سیمې د ټیکاو په اړه اندیښنه ښيي او که به د سیمې د نا امنه کولو موخې ولري ؟»
هنري کیسنجر له شاه سره ډیرې نژدې شخصي اړیکې در لودې .له هغه سره به یې خپل پټ معلومات شریکول او په سپینه ماڼۍ کې به د شاه له مخالفینو او نیوکه کونکو سره په مبارزه بوخت وو . د شاه صفت دکیسنجر د شونډو په سر او د ژبې خوند وو چې په هیڅ ډول یې له لاسه نه ور کاوو.هغه په دومره لویه کچه پالیسي جوړونکی وو چې د امریکې د متحدو ایالتونو په حکومت کې بل هیچا ، ان د هغه د لوړپوړو کار کونکو په ګډون دومره ډیرمهم معلومات نه در لودل چې د دندې د پرمخ وړلو لپاره اړین وو . د سي ای اې په جوړښت کې ځینو اندیښنه در لوده چې شاه په ایران کې د عادي ژوند حقیقتونه تر ډیره له منځه وړي دي .ښاغلي بلي ولیکل « دا ډیره مهمه ده چې په دې پوه شوچې شاه په ایران کې دننه څه پلان لري او خپلو تر لاس لاندې کسانو ته د څه لارښوونه په څه ډول کوي ؟ او هغه کوم ډول کړنې په کومه کچه هغه بې لارې کوي ، ګوښي کوي یې ، او د هغه رژیم له خطر سره مخامخ کوي؟» تر اوسه پورې ښاغلي هلمز په دې ټینګار کاوو چې د هغه ډیپلوماټانو شاه له دې منع کاوو چې له خپلو مخالفو مشرانو سره خبرې اترې وکړي او اړیکې ور سره ټینګ کړي. خو د سیمینار ګډونوال په یوه خوله په دې سره موافق شول چې د هلمز او د هغه د کار کونکو لپاره ددې وخت را رسیدلی چې د شاه له کورنیو مخالفینو او نیوکه کونکو سره اړیکې ونیسي :«په داسې حال کې چې دا یوه سیا سي ستونزه او د سفارت د کار کونکو لپاره خورا حساسه موضوع وه چې د شاه له پیژندل شویو مخالفینو سره خبرې اترې اوملاقاتونه وکړي ،خو په دغه ما موریت کې د اړیکو ټینګولو پراخ امکانات موجود وو.»
۵ ورځې وروسته جنرال جورج اس براون ، چې د وسله والو ځواکونو د درستیزانو د کمیټې مشر وو ، په ښکاره ډول د شاه د هیلو په اړه د امریکا د یوه متحد په توګه شک په ډاګه کړ .هغه یوه اسراییلي مرکه کونکي ته په ډاګه کړه چې «تاسو به حیران شئ چې د شاه د راتلونکي پروګرام په اړه پوه شی .هغه ډیرې نورې موخې په خپل ذهن کې لري .همداسې راته ښکاري هغه د فارس په اړه یوڅه په ذهن کې لري . هغه وویل : دوی هسې خوشې د فارس خلیج ته فارس خلیج نه وايي. دغه خبر د خبري رسنیو سرټکي جوړ کړل.» له دغه ډول خبرواترو وروسته ددفاع وزیر ډونالډ رامزفیلډ جنرال اس براون په یوه ډول څنډې ته کړل « ظاهرا دا کار ددې لپاره وشوچې هغه ناسم کلیمات خبریالانو ته په ډاګه کړیدي او له بلې خوا یې دا رد کړه چې دغه امریکايي جنرال ته یې د ایران د شاه لپاره سزا ور کړیده . څو ورځې وروسته د ایران باچا ایراني انګلیسي ژبې ورځپاڼې کیهان انټرنشنل ته وویل چې د جنرال براون خبرې «بیخي خندونکې دي. جنرال براون په دغه خبره ډیر پیښمانه دي او بښنه یې هم غوښتې ده .»
ددفاع وزارت دایران او امریکا د اړیکو په اړه د خپلو استخباراتي ارزونو د پایلو پر اساس ارزونه برا بره کړه ، دا څیړنه چې د ډیویډ رون فیلډ په مټ د امریکا لخوا پر ایران د وسلو د پلورلو د معاملې د تر سره شوې سروې له مخې برا بره شوې وه .رون فیلډ د ار اې ان ډي په کمپنۍ کې یوڅیړونکی وو . رون فیلډ هڅه وکړه چې ۲ پوښتنو ته ځواب پیدا کړي . دغه دوه پوښتنې داسې وې چې په سي ای اې او د بهرنیو چارو په وزارت کې چا ورته ځواب نشو ور کولی او یا یې نه غوښتل چې ځواب ور کړي : « په څه ډول موږ دې ځای ته را رسیدلي یو؟ او له دغه ځایه موږ کومې خواته ځو؟» رون فیلډ دې پایلې ته رسیدلی وو چې د امریکې متحده ایالتونه په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې پاتې راغلي وو ، په خپل یوه کلک متحد یې د نفوذ کولو هڅه کړې وه او امریکا له پراخ ګواښ سره مخامخ شوې وه . یوه لوی نړیوال سوپرطاقت ، یو سوپر مشتري را منځ ته کړی وو . خو کیسه داسې وه چې لوبه او د واشنګټن – تهران اړیکې د ایران د شاه په خوښه پرمخ تلې ، نه د امریکا د ولسمشرپه خوښه . د امریکې متحده ایالتونو کې بې تجربې چارواکو د خپلې سادګۍ له مخې د شاه د ملت پالنې پالیسۍ ډیرې مهمې او خطرناکې نه وې ګڼلې او شاه غوښتل چې د امریکې متحده ایالتونه په ژوره توګه په ایران کې د حضور له اړخه ښکیل کړي . پر همدې مهال هغه تمه در لوده چې امریکا له ایران سره نور هم په پیچلو اړیکو وپییل شي ، خو داسې نه بریښیده چې ایران دې هغه ځای ته رسیدلی وي چې په بشپړه توګه دې په امریکا پورې تر اندازې زیات تړلی وي . د امریکا متحدو ایالتونو په ایران کې د خپلو پلانونو موخې له لاسه ور کړې وې او په خپل پروګرام یې کنټرول بایللی وو او اوس ورته ځان په خپل دام کې ګیرښکاریده .
ران فیلډ د نیکسون د سیا سي دوکتورین په اړه کلکې نیوکې وکړې او هغه یې د امریکا په زیان وباله . دنیکسون د پلان یا دوکتورین له مخې د ایران شاه او د دریمې نړۍ ډیر دیکتاتور مشران د سیمې ساتونکي او قهرمانان بلل شوي وو . « په وروستیو کلونو کې ،که دامریکې متحدو ایالتونو لخوا په ایران کوم دیکتاتور مشر نه وو ور تپل شوی نو لږتر لږه له یوه دیکتاتورواکمن څخه یې پوره ملاتړ کاوو .فرضیه داسې وه چې دغه دیکتاتوران په یوه ډول د امریکې د متحدو ایالتونو د ملي ګټو د خوندیتوب چارې تر سره کوي او یا ورته متعهد دي . په هر حال د ایران او ځینو نورو هیوادونو دغه ډول نظر هم غیر دقیق بریښیده . « په ایران کې د امریکا د متحدو ایالتونو د میلیاردونو ډالرو پانګونې په بالقوه توګه امریکا ایران ته لاس تړلی په لاس ور کړی وو او داسې ښکاریده چې امریکایان په ایران کې ژوندي یرغمل شوي وو. » د شاه له دې هیلو سره خطر نور هم زیات شوی وو چې کیدی شي امریکا د تېلو د بیو د لوړیدو په جګړه کې را ښکیل شي او د ایران د شاه په خوښه د وسلو د پلورلو معامله دې له واشنګټن سره پرمخ یووړل شي .
په دغه رپوټ کې په پراخه کچه له ایران سره د کیسنجر د بهرنیو چارو د وزارت پر چلند اوکړنو کلکې نیوکې شوې وې . نیوکه په دې شوې وه چې له تهران سره په غیر محدوده کچه د وسلو د پلورلو معامله تر سره شوې وه او ایران په داسې لاره روان کړی شوی وو چې په بې خرته ډول یې له تېلو څخه ډالر چاپول او د امریکا څخه یې پرې پیچلې او پرمختللې وسلې اخیستې او د امریکې ددفاع وزارت یې په داسې دریځ کې درولی وو چې باید له دغه ډول معاملې سره یې سر ښورولی «داسې لږ شواهد وو چې د ولتي پالیسیو په واقیعت کې د امریکا د ګټو ساتنه کولی شوه او یا یې پر ایران د امریکا اغیز ته مثبت لوری ور کاوو . » ایران په بشپړه توګه دې ته تیار نه وو چې له شاه وروسته نظام ته دې لاره هواره وي او داسې اندیښنې را ټوکیدلې وې چې کیدی شي د شاه ځای ناستی یو سخت دریځي امریکايي ضد کس وي چې دا به د امریکې لپاره ډیره سخته پریوځي .
شاه تر دې مهاله د امریکا له هغو هڅو سره مقاومت کاوو چې خپل سیا سي مشروعیت پراخ کړي .هغه کله هم داسې تصور نه وو کړی چې داسې یوه ورځ به هم را رسیږي چې امریکا ترې خپله لاره بیله کړي .« دا د ایران د مشرتابه ستر ه ماتې وه . . . . شاه تر اوسه پورې دغه ډول ماتې نه وه تجربه کړې ــــ شاه تر اندازې زیاته هیله در لوده چې د ایران د پرمختیا او پراختیا په برخه کې خپلو سترو موخو ته ور سیږي ، خو دغه وروستي حالت ایران د سترو پروژو په برخه کې د ګډ وډۍ او بې نظمۍ د را منځ ته کولو ګواښ را منځ ته کړی و او د ایران هیلې په اوبو له لاهو کیدو سره مخامخ وي . هغه لاهم هڅه کوله چې حالاتو او له امریکا سره اړیکو ته مثبت لوری ور کړي . »
د امریکې متحده ایالتونه په ژوره توګه په ایران کې په ډیر نا سم ډول ښکیل وو چې ځان را خلاصول ورته سره له دې چې د ویتنام تجربه هم ور سره وه ،یوه لویه ستونزه وه . څو کاله مخکې د نیکسون د ادارې لخوا نیول شویوو تصمیمونو دا سې وښووله چې ولسمشر فورډ هم د همغو نا سمو پلانونو له کبله ددې وړتیا نه در لوده چې پر شاه فشار راوړي چې د تېلو بیې لوړې نکړي چې له کبله یې بانکي سیستم ګډوډ شوی، د اقتصادي بمونو چاودنې ته یې اور نژدې کړی او په اروپا کې یې د امریکا متحد حکومتونه له پښو وغورځول . په دغه برخه کې تل داسې خطر موجود وو چې د تېلو بیې ، د وسلو پلورل او د سي ای اې د اډو په ګډون ټولې معاملې له منځه ولاړې شي . دغه څه چې اوس را پیښ شول فقط له ټاکنو ایله دوه اونۍ مخکې را وټوکیدې .د اکټوبر په وروستیوکې یوه اغیز من تلویزیون د شاه ۶۰ دقیقیزه مرکه خپره کړه چې هغه پکې په ډیر روښانه ډول وویل چې د ایران استخباراتي ادارې (ساواک) د امریکا په خاوره کې دایراني ناراضیانو پر ضد څارونکي عملیات تر سره کړل .
د ایران د شاه لخوا ددغه ډول پراخې افشا ګرۍ ، سختې کرکې او خبر داري ، کیسنجر ته بله لاره پرې نښوده بې له دې چې په دې اړه پلټنې تر سره کړي . خبریال جک انډرسون ر پوټ ور کړ چې« هغه ناڅاپه د یوه داسې ځای په اړه معلومات تر لاسه کړل چې پکې سي ای اې د ایران مخفي پولیسو ته د پټو تېلیفوني اړیکو د اوریدو، د جعلي اسنادو د موندلو، غیر قانوني داخلیدو او زندان ماتیدو په برخو کې روزنه ور کوله.» انډرسون دارنګه په عامه توګه اعلان وکړ چې په امریکا کې د ساواک مشر چارواکی یو ایرانی ډیپلوماټ دی چې په ملګرو ملتونو کې د ایران د ما موریت په برخه کې د خپل هیواد لپاره رسمي سیا سي دنده تر سره کوي .
د ۱۹۷۶ کال په وروستیو کې په تهران کې د امریکا سفیر ریچارډ هلمز تر هغه وروسته په تهران کې له خپلې دندې د استعفا وړاندې کولو ته را مخې ته شو چې دا ورته معلومه شوه چې په ایران کې دده د کړنو په اړه د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې ارزونه مثبته نه ده او هغه یې په خپلو ورځنیو مهموکړنو کې ناکام بللی .د هغه ماموریت په بشپړه توګه نه یوازې د امریکا بلکې په خپله د ایران د شاه لپاره هم یو ه تباهي او ناورین وو .ښاغلي هلمز هیڅکله هم دا نه وه در ک کړې چې په واشنګټن کې د هغه د پالییسو په اړه مخالفت څومره ډیر شوی .
په هغه رسوايي کې چې ساواک ښکیل وو د هغو پټو او نژدې اړیکو یوه علامه وه چې په ډیریدونکي ډول یو اړخیزه ښکاریده . هلمزپه دې پوهیده چې هغه تقریبا د خپلې هغې ژمنې د ماتیدو او درواغو په اړه له عدلي پلټنو سره مخامخ دی چې د ۱۹۷۳ کال په فبرورئ کې یې سناتورانو ته د خپل ما موریت د تایید د تر لاسه کولو پرمهال ویلي وو. د واټرګیټ د تور وروستی قرباني هم داسې بریښیده چې همدی دې وې . د هغه دندې او اعتبارته په کتو سره سفیر هلمز داکټوبر په ۲۴ نیټه د ایران د دربار له وزیر اسدالله علم څخه وغوښتل چې شاه دده له تصمیم څخه خبر کړي .هلمزهغه پروتوکول مات کړ چې علم ته یې د شاه د خبرولو په اړه ویلي وو . هغه وویل چې د ایران حکومت باید په ډیر ځواک سره ځواب ور کړي او دا ځواب باید د بشري حقونو د ډلو له لارې تر سره کړي . او هغه دې یو ځل بیا د تېلو د بیې د لوړولو خبردارئ ور کړي او ورته ودې وايي چې دا کار به د امریکا په خواکې د ایران د دریدو لپاره خطرناکې پایلې ولري .
د ولسمشر فورډ لخوا له شاه څخه دډسمبر په میاشت کې د تېلو د بیو د نه لوړیدو په اړه رسمي غوښتنه په ډیر نا سم وخت کې ونشوه . د اکټوبرپه ۳۰ نیټه سفیر هلمز ته یو لیک له واشنګټن څخه ورسید چې پرې لیکل شوي وو « سترګې یوازې د سفیر په لوردي» . په دغه لیک کې د هنري کیسنجر لخوا داسې لارښوونې شو ې وې : « په یوه مناسب وخت کې چې هر ډول وي ، خو چې د نوامبر د لومړۍ نیټې دمخه په شنه سهار کې چې خلکو کاروبار نه وي پیل کړی ، لطفا د ولسمشر فورډ دغه شخصي پیغام د ایران محترم باچا اعلی حضرت محمد رضا شاه پهلوي ته ورسوه ».په پیغام کې له محمد رضا شاه څخه د ولسمشر جیرالډ فورډ هغه شخصي غوښتنه ځای پرځای شوې وه چې «لطفا د تېلو بیې مه لوړوئ.»
د امریکا ټاکنې د نوامبر په ۲ نیټه پلان شوې وې . دټاکنیز کمپاین په وروستۍ اونۍ کې ولسمشر په ډیر ناراحت او ستړي حالت کې د هیواد مختلفو سیمو ته سفرونه وکړل او هڅه یې وکړه چې د خپل سیال جیمي کارټر په وړاندې خپل دریځ پیاوړی او د رایې ور کونکو رایې را خپلې کړي . سروې ګانو کارټر تر فورډ څخه لږ مخکې ښووده .د امریکا خلک د خپل هیواد د بهرنۍ پالیسۍ د وړاندینی جوړښت تر شا د پرتې ډرامې په اړه په هیڅ نه پوهیدل او په دغه برخه کې هر څه ورته تیاره وو .
شاه ته د ولسمشر لیک یو دریځ ټینګ او یو لید لوری یې را منځ ته کړ.فورډ داسې اشاره ور کړه چې د نړی په اقتصاد کې د اوړي پرمهال یو څه ښه والی راغلی او دا چاره ددې سبب شوې چې د ایران تېلو ته د لیدو وړ اړتیا او تقاضا زیاته شوې ده. په دغو ورځو کې د ایران د ورځنیو تېلو تولید یو ځل بیا له ۶ میلیارد بیرلو څخه اوښتی وو . ولسمشر فورډ داسې اشاره ور کړې وه چې د سپینې ماڼۍ لپاره به نور دا د منلو وړ نه وي چې شاه نورا داستدلال وکړي چې اقتصاد یې اړتیا لري چې د تېلو بیې نورې هم لوړې کړي او خپل لګښتونه پرې پوره کړي . برعکس د امریکې متحده ایالتونه دیته اړتیا لري چې د مالي کړکیچ د مخنیوي لپاره هڅې وکړي او پیسې وژغوري.ولسمشر فورډ په خپل لیک کې لیکلي وو « ډیر هیوادونه په بالقوه ډول د پور اخیستو وروستي پړاو ته رسیدلي او نور ان لا د پور اخیستو وس هم نه لري.ډیرمهم صنعتي هیوا دونه چې اقتصادي ستونزې یې تجربې کړیدي ،نو که په را تلونکي کال کې د تېلو بیې نورې هم لوړې شي ،د سیا سي بې ثباتۍ د پیښیدو خطربه ور سره زیات شي او له کبله به یې ددغو هیوادونو اقتصادي وړتیاوې نورې هم ضعیفه شي . . . . دا کار به په نړیوال مالي سیستم فشارونه نور ډیر زیات کړي ،چې دا کار به د تېلو په تولیدونکو او مصرفونکو صنعتي هیوادونو دواړو د پورونو او د تېلو د اخیستو د پیسو د ور کړې له درکه فشارونه ډیر کړي . په دې ډول د اقتصادي ریاضت او رغیدو دغه نازک نا معلوم طبیعت له مسوولو هیوادونو دداسې ګامونو د پورته کیدو مخنیوی غواړي چې د نړۍ اقتصاد ته زیان اړوي . « ولسمشر فورډ روښانه کړه چې سر له همدا اوسه به پرایران د وسلو د پلور معامله د ایران لخوا د تېلو د بیو په برخه کې په کیدونکې همکارۍ پورې تړي .هغه له شاه څخه غوښتي وو چې د خپلو منتقیدینو په لاس ونه لوبیږي : « زه ډاډه یم چې تاسو په بشپړه توګه په دې ا ړه معلومات لرئ چې زما حکومت په بریالی ډول د کانګرس له هغه پلان سره کلک مقاومت وکړ چې په ایران یې د اف ۱۶ جنګي الوتکو او نورو نظامي وسایلو د بندولو هڅې کولې . تاسو پوهیږئ چې د امریکا د خلکو نظرپه دغه برخه کې منفي وو ، خو ددوی دا مبارزه بریالۍ نشوه او زه ویره لرم چې بل کا ل کیدی شي تر دې ډیر فشار په دې تړاو موجود وي . »
سفیر هلمز د اکټوبر په ۳۱ نیټه د یکشنبې په ورځ د ولسمشر لیک نیوران ماڼۍ ته یووړ. دغه لیک په سیمه ییز وخت د ورځې په ۱۰ بجو د فورډ لیک د شاه لاس ته ور ورسید او هغه ولوست.دا د دواړو هیوادونو د مشرانو لپاره لومړنۍ تندې خبرې او ښکر په ښکر کیدل وو . دوی یو او بل ښه پیژندل او له ۱۹۵۷ کال را هیسې یې په خپلو کې ښه همکاري سره در لوده . ښاغلی هلمز د اجکس په نوم د ایران د پټو عملیاتوپه پلان جوړونکو کې شامل وو چې پهلوي شاه یې بیا واک ته ورساوو . هغه تقریبا د شا لخوا د باچا پهلوي کلک ملاتړی وو او د ۲ لسیزو لپاره د هغه د ملاتړ له کبله د خلکو او یو شمیر امریکايي چارواکو ځواب ور کونکی وو . خو اوس دوی د خپلو خپلو ګټو پربنسټ لکه د ۲ مخالفو غاړو له یوه او بل سره مخامخ وو.هغه تېلیګراف چې سفیر هلمز بیرته واشنګټن کې وزیر کیسنجر ته استولی وو هغه داروښانه کړې وه چې له شاه سره یې د خبرو ادبیات تر پښو لاندې او له چوکاټه بهرکړل:
(وروسته له هغه چې اعلی حضرت ددې وخت پیدا کړ چې د ولسمشر پیغام ولولي، نو ځواب به یې را ورسیږي .اعلی حضرت او ما تقریبا د ۱۰ دقیقو لپاره د تېلو د بیود لوړیدو پرموضوع ډیر تند بحث وکړ.لطفا ولسمشر ته دا ډاډ ورکړه چې د ډسمبر په میاشت کې چې د اوپیک په ناسته کې هر ډول پریکړه کیږي ، هغه ددوی خپل کار دی ، خو ما په بشپړه توګه د امریکې د متحدو ایالتونو په دریځ ، دامریکا په نظر او د امریکا په دلایلو اعلی حضرت پهلوي ښه پوه کړ او ورته روښاته مې کړه چې موږ په نژدې راتلونکي کې د تېلو د بیو نور لوړیدل نه غواړو.)
بهرني سفیران دا حق نه لري چې د نورو هیوادونو له مشرانو سره داسې توند بحثونه وکړي چې اورپکۍ کړي ، لږ تر لږه له داسې کس سره چې د شاهانو شاه ، ځانته وایی ا وځان د ارین د تخت وارث او څراغ ګڼي او په نړی کې خپل ساری نه وینې .ریچارډ هلمزشاه ته هغه څه و رکړل چې په ډیپلوماټیکه اصطلاح کې ورته پرتوګ ایستل وایي. شاه ولسمشر فورډ ته په ځواب کې یو لیک ولیکه چې نیټه پرې د نوامبر د میاشتې لومړۍ لیکل شوې وه ،او شاه پکې له دې کبله خپله ژوره غوصه ښکاره کړې وه اوولسمشر فورډ ته یې کلک سپکاوی پکې کړی وو . دغه لیک په امریکا کې د ایران سفیر ته ور کړل شو . سفیر اردیشیر زاهدي دغه لیک دولسمشرۍ د ټاکنو تر پای ته رسیدو او د پایلو تر را وتلو پورې له ځانه سره وساته او ښه یې وبلله چې د حالاتو له معلومیدو وروسته به یې په خوشحاله فضا کې امریکایانو ته ورکړي . شاه په خپل خره سپور وو او داسې ور ته بریښیده چې ټول غلط دي او یوازې دی سم دی او د تېلو مارکیټ هم باید دده په خوښه ګامونه پورته کړي . په حقیقت کې د ایران د تېلو لپاره دوروستیو تقاضاوو ډیر والی د اوپیک له ناستې د مخه کیدی شي د لنډ مهال لپاره اخیستونکو ته یو درد سر وي.
د نوامبر په ۲ نیټه د سه شنبې په ورځ ، جیمي کارټرجیرالډ فورډ ته ماتې ور کړه او سپینې ماڼۍ ته د ور دننه کیدو چانس یې تر لاسه کړ.په همدې ورځ په ایران کې د امریکا د سفیر ریچارډ هلمز د استعفا اعلان هم وشو.کیسنجرله واوږدو کلونو راهیسې له فورډ سره ملګری پاته شوی وو او د بهرنی پالیسۍ په برخه کې یې ډیرمخکښ رول در لود. له جیمي کارټر سره د یوې تلویزیوني مناظرې پرمهال د بهرنۍ پالیسۍ په اړه پوښتنو ته د ولسمشرځواب ډیر غلی او د بهرنیو چارو په وزیر غوصه ښکارول وو.هغه برینټ سکوکرافټ ته د رایې ور کولو له ورځې ۲ اونۍ مخکې وویل:« وګورئ زه دومره ډیر خدايي لعنت هم په چا نه وایم ـــ زه فکر کوم چې نور کمپاین پای ته ورسید.»مخکې له دې چې رایې واچول شي ، کیسنجر د ماسچوسیت ایالت سناتور ټیډ کینډي ته یو ټیلیفون وکړ او هغه ته یې په ۱۹۸۰ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دریدو له اړخه د خپل ملاتړ ډاډ ور کړ.
کیسنجر الن ګرینسپن ته وویل :«ستاسو نظر د سفیر د کار پریښودو یا ایسته کولو په برخه کې سم وو . دا ډیره بده شوه چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ دهغه د استعفا پیښه هم اعلان شوه .»