تونګ چي چین؛  د ټرانسپورټ او لوجستیک مخکښ کاروباري

 
چینايي «تونګ چي چین» ته کاروبار له خپل پلاره پاتې دی. پلار یې تونګ چاو یانګ په خپل وخت کې د نړۍ په کچه د لېږد رالېږد په اوو سترو کاروباریانو کې شمېرل کېده. هغه په هانګ کانګ کې د بېړیو له لارې د لېږد رالېږد یو ستر شرکت درلود. پلار یې د ۱۹۸۲ کال د اپرېل په ۱۵ نېټه مړ شو او کاروبار یې ده او یوه بل ورور ته پاتې شو. د پلار تر مړینې وروسته د هغه مشر ورور «تونګ چي هوا» د کمپنۍ مشر وټاکل شو.
د نوموړي تر مشرۍ لاندې تر څلور کاله کار وروسته کمپنۍ له ماتې سره مخ شوه، خو د چین حکومت د یوه بل چینايي سوداګر په مرسته دا کمپنۍ وژغورله. کله چې د هانکانګ حاکمیت له برېتانیا څخه چین واخیست،  تونګ چي هوا یې د لومړني اجرایه رییس په توګه وټاکل شو.
د هانګ کانګ د اجرایه رییس په توګه د « تونګ چي هوا» له ټاکل کېدو وروسته د کمپنۍ چارې « تونګ چي چین» ته وسپارل شوې.
نوموړی په ۱۹۴۲ زېږدیز کال کې زېږېدلی .
د پلرونو او نیکونو اصلي ټاټوبی یې د ژيجیانګ ولایت د نېنګبو سیمه ده. تونګ چي چین له ښوونځي تر فراغت وروسته د لوړو زده کړو لپاره برېتانیا ته ولاړ. د دغه هېواد په لېور پول پوهنتون کې یې د لسانس تر کچې زده کړې وکړې.
وروسته یې په میخانیکي انجنیرۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو د مشیګان ایالت د تکنالوژۍ په پوهنتون کې ماسټري وکړه.
په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې بیا د لېورپول پوهنتون نوموړي ته د قوانینو په برخه کې افتخاري دوکټورا هم ورکړه. نوموړی اوسمهال د «Orient Overseas International» په نوم د ټرانسپورټي او لوجیستيکي کمپنۍ مشر دی. دا کمپنۍ اوسمهال په نړیواله کچه د لېږد رالېږد له سترو کمپنیو شمېرل کېږي چې د نړۍ په ۶۰ هېوادونو کې ۲۷۰ څانګې او دفترونه لري.
نوموړی په دې کمپنۍ کې پر کار سربېره له ۱۹۹۳ زېږدیز کال څخه تر ۱۹۹۵ کال پورې د هانګ کانګ د بېړۍ لرونکو د ټولنې مشر او له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د هانګ کانګ د سوداګرۍ د عمومي خونې مشر هم پاتې شوی دی.
فوربس مجله وايي چې له نوموړي سره په شتمنۍ او کاروبار کې د هغه د مشر ورور په ګډون کورنۍ شریکه ده. د دې مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل د ۲۵ نېټې د شمېرو له مخې د «تونګ چي چین» پانګه دری اعشاریه پنځه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۱۲ ام او په هانک کانګ کې ۱۷ ام ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او په هانک کانګ کې ژوند کوي.