
ژباړن: عطا محمد میاخېل
د جانباز خان دنده د رییس دفتر ته د مکتوبونو، استعلامونو او پېشنهادونو وړل دي .
جانباز خان یو رښتینی، امانتکار او د غوره اخلاقو خاوند انسان دی .
له ورځو یوه ورځ د ادارې رییس له کوم لامل پرته پر هغه باندې غوسه شو او په عامه اصطلاح هغه یې د سپي له کونې وویست .
جانباز خان په ډېرې خواشینۍ له ځان سره وویل: زه پوهېږم، چې له تاسره څه وکړم.
په سبا یي، کله چې مکتوبونه یې د رییس دفتر وړل، نو یو یې ترې څیرې کړ او لرې یې وغورځاوه .
په هغه شپه جانباز خان تر سهاره خوب ونه کړ، خوشاله و، چې د مکتوب په ورکېدو سره به د ادارې وضع خرابه شي .
یوه اونۍ تېره شوه، مګر د مکتوب د ورکېدو په باب هیچا څه ونه ویل .
جانباز خان دا ځل له لسو څخه زیات مکتوبونه او استعلامونه څیرې کړل، لرې یې وغورځول او ټوله ورځ یې له ځان سره دغه جمله زمزمه کوله: اوس به وپوهېږې، چې له سېره څو پخېږي .
ډېرې ورځې تېرې شوې، خو د ورک شوو مکتوبونو او استعلامونو په باب هیچا پوښتنه ونه کړه .
دا ځل جانباز خان خپل وروستی تصمیم ونیوه؛ ټول هغه مکتوبونه، استعلامونه او پېشنهادونه، چې تازه را رسېدلي وو، توکل په خدای لرې وغورځول .
له هغه وخته تر اوسه یو کال تېرېږي، خو محترم ریاست له مکتوبونو، استعلامونو او پېشنهادونو څخه نه دی خبر، چې څه شول .
جانباز خان بېچاره تر اوسه هیله مند دی، چې د رییس او ادارې ورځ به خرابه شي، هره ورځ له ځان سره وایي: پوه به شي، چې له سېره څو پخېږي .