
د «ټلیفون» کلمه د یونانۍ ژبې د «tele» (لرې) او «phone» (غږ) نه اخیستل شوې ده. دغې پوښتنې ته، چې ټلیفون چا نوېستی او اختراغ کړی دی، ښايي د ښوونځي د ټیټو صنفونو زده کونکي هم ځواب ورکړي- الېکسانډر گراهام بېل. خو سره له دې له باید وویل شي، چې ټلیفونې اله د لومړي ځل لپاره د المان فزیکپوه ښاغلي یوهان فیلیپ رایس په ۱۸۶۱ ز کال کې د هغه وخت پوهانو ته وړاندې کړه؛ ده د هغه وخت کارپوهانو ته په ډاګه کړه، چې داسې یوه اله یې جوړه کړې ده، چې د برق په وسیله د انسان غږ د یوه ځای نه بل ځای ته وړلای شي. دا هم د یادونو وړ ده، چې غږلیږدي ته د ټلیفون نوم هم همدغه فزیکپوه یوهان فیلیپ رایس ورکړی دی. کله چې نوموړي کارپوه د هغه وخت پوهانو ته خپله اله(ټلیفون) ښکاره کړ، نو دوی داسې یوې پایلې ته راغلل، چې داسې یوه اله خلکو ته په کار نه ده، ځکه چې د انسان غږ ته بدلون ورکوي؛ د انسان غږ ته تحریف ورکوي.
د نوموړې پیښې نه ۱۵ کاله وروسته د امریکا دوه تکړه کارپوهانو-الیشا گری او الېکسانډر گراهام بېل په یوه ورځ (د۱۸۷۶ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۴ مه نیټه) د خپل دغه نوېستي الې د ثبت او راجسترولو لپاره د اختراع ثبت دفتر ته ورکړه، خو په ډیر افسوس سره، چې الېکسانډر گراهام د الیشا گری په پرتله څو ساعته وړاندې دغه دفتر ته راغلی و، ځکه نو د دغه نوي نوښت امتیاز ده ته ورکړل شو.