کلتوري(فرهنګي) ترهګري/ څلورم څپرکی؛ اتمه برخه

 
 
 نیټه: ۶/۲/۱۳۹۴،ه،ش
هغه عوامل چې امیرامان الله خان له واک څخه ګوښه شو، اصلاحي ريفورمونه او ... :
کله چې امان الله خان له لويې جرګې سره مخ ښه کوله ويې ويل: «بايد وويل شي چې د حجاب موضوع اوس پريږدم، که چيرې چا د حجاب په نه استعمالولو سره کومه ګټه وليدله هغه کولى شي چې خپل حجاب لري کړي، که څوک د چادرى په استعمالولو سره کومه ګټه وويني هغوى کولى شي استعمال يې کړي، که چيرې زه امر وکړم چې ټولې ښځې د چادرى استعمال کړي نو زما د رعيت زيات شمير کوچيانو او د کليو خلکو ته به ګرانه تمامه شي، چې دا امر ومني، له بلې خوا که زه امر وکړم چې پرده دې له منځه ولاړه شي زه به د کابل او کندهار د پخواني دود له مينځه وړلو په مقابل کې له زياتو مخالفتونو سره مخامخ شم، نو زه به د اسلام له اوامرو څخه پيروري وکړم او هغو خلکو ته به سزا ورکړم چې د خپل وجود هغه برخه لوڅوي چې د اسلام د احکامو له مخې بايد پټ وساتل شي.»(اور په افغانستان کې ص٤٩٦)
دا شان امان الله د بهرنیو ملایانو په اړه وويل: «زه بۀ له هېواد څخه ټول هغه هنديان او بهرنيان وباسم چې د هند د ديو بند په ديني مرکز کې يې زده کړې کړي وي.» او هغوى يې ... خایين او بهرني پرپاګندچيانو په نوم ياد کړل.(اور په افغانستان کې ص٤٩٥)
 
امان الله خپلو مامورينو ته امر کړى ؤ چې يوه ښځه دې ولري... امان الله دا اعلان هم کړى ؤ چې يواځې (نه ويشت نيمې) کابلى روپۍ دې د يوې ښځې د مهر پيسې وي او که چا له دې څخه سرغړونه وکړه سخته سزا به ورکړل شي.( اور په افغانستان کې ص٤٩٠)
د افغانستان خلک دې ته تیار نه وو چې خپلې ښځې دې بې له چادریو ښار ته روباسي او دا شان کړنې د افغانستان په ټولنه کې د مرګ او ژوند خبرې وې لکه په هغه وخت کې په کابل کې يوې ښځې د ښځو د مخ لوڅولو په باره کې خبرې کړي وې ميړه يې هغه ښځه ووژله او ټوټې ټوټې يې کړه.
له بل پلوه د سړيو پر باندې هم داسې سخت قیودات لګیدلي وو چې هېڅ چا ته اجازه نه وه چې د پغمان يا دارالامان په عمومي باغونو کې پټکى او يا پخوانى پيک لرونکى قره قولي په سر کړي ، يوازې د لويديځ څنډې لرونکي د شپو خولى په سرولو اجازه وه، حتَى موټر چلونکي چې مالونه به يې وړل مجبور وو د مخه تر دې چې ممنوع سیمو ته ننوځي کوم شى به يې چې په سر کړى ؤ هغه به يې لرې کول.
د اوږدو پرتوګونو اغوستل هم منع وو چې افغانانو به د ډېرو کلونو راهيسې اغوستل... .
امان الله خان امر وکړ چې، خلک دې د غربيانو په شان پتلونونه او جاکټونه واغوندي... په لُمړيو کې يواځې د دارالامان او پغمان لپاره دا شرطونه منځ ته راوړل شوي وو، او خلک لرې ورڅخه ساتل کيدل چې وروسته په ټول کابل کې دا کار پلی شو او که چا به سر غړونه کوله نو دوه پوله يا د يوې افغانۍ پنځمه برخه به جريمه کيده، خو بده خبره دا وه چې په بل نوروز کې چې (١٩١٩،ز،  کال د مارچ ۲۱*) نيټه وه پرته له لويديځ ډوله جامو څخه بل هېڅ قسم لباس قانوني نه ؤ په امان افغان اخبار کې لیکل شوي وو: «هغوى چې دغه شان لباس اغوندي د يو ډول بدلون او عصري توب احساس ور سره پيدا کيږي»، دا مطلب هم په کې ويل شوى ؤ.« که څه هم ځينې خلک فکر کوي چې د شپو خولۍ قواره ښه نه ده ليکن هغوى به غوراو فکر وکړي او وروسته به دا تشخيص کړي چې شپو خولى له پټکى څخه زياته ګټوره ده».(اور په افغانستان کې ص٤٨٤)
ځينې چالاکو افغانانو به خټکي نيم کړل د منځ خواړه به يې وخوړل او بیا به يې د خټکي پوټکى په سرباندې د خولۍ پر ځاى کيښود او امان الله ته به ورتلل، ساړه اسويلي به يې ايستل، ویل به یې:« موږ پيسې نه لرو يواځې دغه شى په سر کولى شو او نور څه نه شو اخيستلى.» امان الله چې يو نرم او مهربان سړى ؤ دوى ته به يې پيسې ورکولې تر څو خولۍ پرې واخلي.( اور په افغانستان کې ص٤٨٥)
د(١٩٢٨، ز) کال د اګسټ د مياشتې جشن د ډيرو شيانو په خاطر په زړه پورې ؤ يو له دغه شيانو څخه په کابل کې د يو نوي (کلتوري بدلون)پيل کول وو هغه دا چې هېڅ چا ته حتَى جواليانو ته چې پنډ به يې په شا ؤ اجازه نه وه چې د غربي لباس له اغوستلو څخه د پغمان د جشن صحنې ته په بل ډول لباس کې داخل شي، غربي لباس به خلکو په کرايه اخيستلو، او د خلکو استازي چې د جشن لپاره راغلي وو د لباس د کرايي کولو مصرف يې نه درلود نو له دې امله امان الله هر يوه ته تور پتلونونه، تقريباً اوږدې کورتۍ او تورې شپو خولۍ ورکړي وې چې د مخه تيارې شوي وې.
 که چيرې کوم استازي غوښتلي واى چې خپله ږيره پاکه کله کړي چې په عکسونو کې ښه ښکاره شي چې امان الله دوى ته وړانديز کړی ؤ، سلماني تیار ورته په انتظار ؤ.
د کابل په سړکونو او بازارونو کې ليدل کيده چې د ملي لباس بنديز په بريالي توب سره تر اجراء لاندې ؤ او دلته د امان الله اوامر دومره په کلکه سره پلي کيدل چې د بخارا پاچا چې په يو وخت کې د نړۍ له قدرت منو کسانو څخه ؤ د پوليسو لخوا ودرول شو او دا چې پټکى يې په سر کړى ؤ جريمه شو.
له بل پلوه پاچاه لا پخوا د پکتیا اتلو پښتنو ښځې د بندیانو په توګه ونیولې او په رسمي ډول یې په کابل کې خلکو ته ورښکاره کړې چې د پاچاه دا ډول عمل په پښتنو کې نه ؤ ترسره شوی او د پښتنو لپاره د مرګ او ژوند خبره ده، د بري دوه رسمي ګذشتونه تر سره شول... په دواړو مراسمو کې ښځينه بنديانې په اوښانو او خرو باندې سپرې وښودل شوې، د هغوى د ښځو بنديانول او دا ډول څرګنديدل هغه غلزي کوچيان خواشیني او وترهول چې خپل مشران يې د نماينده ګانو په توګه له يو امان ليک سره کابل ته واستول چې احتجاج وکړي دا مشران د پاچاه لخوا په بنديخانو کې واچول شول... . [ اور په افغانستان کې ص٣٦٣]
د پښتنو د ښځو بنديانول او خلکو ته په رسمي یون (رسمي ګذشت) کې د هغوى ښودل د امير لپاره يو بل ناوړه او د خلکو د پاڅون لاعامل ؤ، د پنځو زرو تنو بنديانو له جملې څخه د اعدام شويو شمير پنځه اويا تنو ته رسيده، پرته د التيمور له غلزي احمد زيو څخه چې بد ترين ياغيان وو نور د منګلو، ځدرانو، او احمد زيو ښځې او ماشومان له بند څخه خوشي شول د التيمور غلزي احمدزي له خپلو نارينه خپلوانو سره ترکستان ته يوړل شول چې هلته ورته ځمکې ورکړل شوې، ملکې ثريا د ياغي کسانو د ښځو لپاره په حرم کې يو د دربار غونډه جوړه کړه او ورته يې وويل:« ستاسو نارينه د پوره سزا وړ بلل کيږي چې ممکن سزا ورته ورکړل شي او له تاسو سره چې دا نارينه مو هڅولي دي ډېر ښه سلوک شوى دى.» ( اور په افغانستان کې ص٣٦٣)
د پورته یادوشوو کړنو له امله له کندهار او ننګرهار څخه د ملایانو لیکلي غوښتنې راورسیدې چې ټول د ریفورمونو پرخلاف وو نو پاچاه یې پر وړاندې اتلس فقریزه اعلامیه صادره او خپره کړه چې په کې لیکل شوي ؤ:«... هغه زده کوونکي جلکۍ چې ترکیې ته تللي دي، بېرته راغوښتل کیږي، د دیوبند مدرسې ملایان افغانستان ته رتللی شي، د رشوت مخه نیول کیږي، ښځې به خپل مخونه او لاسونه پټوي او خپل د سر ویښتان به نه لنډوي، له ملایانو څخه به په تدریس کې شهادت نامه نه غوښتل کیږي، د هویت تذکرې منع دي، شرابیانو ته به سزا ورکول کیږي، په هر محلي حکومت کې به یو تن محتسب ټاکل کیږي، د رخصتۍ ورځ له پنج شنبې ورځې څخه بېرته د جمعې ورځې ته اړول کیږي، ښځې به آروپایې لباس نه اغوندي او چادرۍ به په سرکوي، نظامیان مریدي کولی شي او مرشد نیولی شي، مکتب او د نسوانو د حمایې ټولنه د وکیلانو او مشرانوتر غونډې پورې معطل دي، د قرض اخیستل آزاد دي، د لباس اغوستل قید نه دي ... .» (افغانستان در مسیر تاریخ ص ۸۲۴)
یو شمېر ملایانو د سقاؤ له زوی څخه د لاندې دلایلو پر بنیاد ملاتړ وکړ او د امان الله خان د تکفیر دلیلونه یې داسې وړاندې کړل:
۱ـ شفاهي اسلامي سلام یې منع کړی دی او د سر په ایشارې سره ترسره کیږي.
۲ـ د پټکي(دستار) په عوض یې د خولۍ په سر کول پلي کړي دي.
۳ـ د نوي لباس(دریشۍ) اغوستل یې د پخواني لباس پر ځای ټاکلی دی.
۴ـ د ږیرو کلول یې رامنځ ته کړي دي.
۵ـ د ښځو مکاتب یې جوړ کړي دي.
۶ـ د ښځو چادرۍ یې ایسته غورځولي دي.
۷ـ ښځینه زدکوونکي یې بهر ته لیږلي دي.
۸ـ د دیني علماوو سره یې مخالفتونه لري.
۹ـ زدکوونکي د انګریزانو په مکتبونو کې زدکړې کوي.
۱۰ـ په شرع کې یې فساد روا کړی دی.
۱۱ـ قمري سنه یې په شمسي سنه باندې اړولي ده.
۱۲ـ د انګریزانو تاریخ او سنه یې اعلان کړي ده.
۱۳ـ د جمعې ورځې رخصتي یې د پنج شنبې ورځې ته اړولي ده.
۱۴ـ د ملایانو او موذونانو تنخواوې یې بندې کړي دي.
۱۵ـ حضرات مجددي(محمدصادق خان او محمدمعصوم خان) یې بندیان کړي او قاضي عبدالرحمن خان او ملاامان حضرت صاحب یې اعدام کړي دي.
۱۶ـ د ملایانو ښو ته رابلل له بدو منع کول) أْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ) یې منع کړي دي.
۱۷ـ بت پرستي او شراب خورۍ یې رامنځ ته کړي دي.
۱۸ـ د جنوبي(لویې پکتیا) ملاعبدالله خان(ګوډملا) او نور علماء او مشران یې وژلي دي.
۱۹ـ دې ده (امان الله خان) کړنې د شرع خلاف دي.
۲۰ـ په دې بنسټ موږ خپل بعیت له هغه(امان الله) څخه ساقطوو او له امیر حبیب الله خان(سقاؤزوی) سره بعیت کوو.(افغانستان در مسیر تاریخ ص ۸۲۸)
په ختځ کې شينوارو، خوګياڼيو او نورو قومونو د امير امان الله خان د ريفورمونو پر وړاندې جګړې پيل کړې  چې وروسته د شينوارو دوو تنو مشرانو الم او افضل يوه اعلاميه خپره کړه چې د افضل لخوا ليکل شوي وه او الم لاسليک کړي وه افضل په ليکلو باندې پوهيده، (خو ډېر افغانان فکر کوي چې دا اعلاميه د افضل له سويې څخه لوړه وه چې هغه يې د ليکلو دعوه کړي ده.) (اور په افغانستان کې ص٥٤٨-٥٥١)
 لاندې علاميه د انګريزانو د استخباراتو د شيطاني کړنو څخه يو بل عمل ؤ چې د پاچاه د اصلاحاتو پر خلاف یې خپره کړه تر څو د امير حکومت راوپرځوي ياده علاميه په لاندې ډول ليکل شوي وه:
د لوى مهربان او بخښونکي خداى(ج) په نامه!
دغه اعلاميه د ټولو مسلمانو وروڼو لپاره چې په افغانستان کې دي او يا که د نړۍ په نورو برخو کې وي ترتيب شوي ده، تاسې به ممکن اوريدلي وي چې د افغانستان په ختيځه خوا کې يوه قبيله ده چې د شينوارو په نوم شهرت لري، راپورته شوي ده نفاق او بې نظمۍ ته يې لمن وهلي ده او دا چې د کابل حکومت په اقداماتو لاس پورې کړى دى چې دا پاڅون شنډ کړي او عسکر يې استولي دي چې په زور سره نظم او امنيت راولي.
خپلو مسلمانو وروڼو ته دې معلوماتو ورکولو په خاطر او هم د هر ډول سوِء تفاهم د له مينځه وړلو په منظور د دې ضرب المثل په عملي کولو سره چې وايي (شنيده کى بود مانند ديده) ما ته د دې جانس پيدا شوى چې د هغوى حضور ته دغه لاندني حقايق وړاندې کړم چې:
١- هغه قبيله چې له خپل ځان او مال څخه تيره شوي ده او د ريښتينولى او عدالت په خاطر جنګیږي او قرباني ورکوي... هغه د شينوارو قبيله ده چې له شلو زرو څخه د دې جګړې ځواک تشکليوي... هغوى د خپلو هغو وروڼو په لارښوونه چې په سپين غر او ختيځ افغانستان کې ژوند کوي ددې قضيې په خاطر ځانونه سره متحد کړي دي.
٢- لومړى ګام چې هغوى واخيست دا ؤ چې هغوى په خپلو هغو واکمنانو بدلونونه راوستل، چې ټول په فساد او بډو اخيستلو کې اخته وو او هم د هغو شيانو په مقابل کې يې اقدامات وکړل چې د شريعت پر خلاف وو لکه لمونځ نه کول، د ګيرې او بريتونو خريل، د ښځو چادرى ګانې ايسته کول او شريعت ته په درنه سترګه نه کتل. وروسته له هغې د شينوارو لښکر په يوه کلا باندې هجوم وروړ چې عسکر او وسله په کې وه تر لږ مقامت وروسته کلا له ټولو شيانو سره د دوې لاس ته ورغله.
٣- څرنګه چې د هډې د حضرت اخون زاده صاحب زيارت يو سپيځلى ځاى دى چې ټول علماء او روحانيون په دې مقدس ځاى کې يو له بل سره ملاقات کوي... ټول په هغه محل کې راټول شوو... د ختيځې سيمې له قبايلو سره مشوره وکړاى شوه او يوې داسې موافقې ته سره ورسيدل چې کوم ريفورومونه چې د شريعت په خلاف دي... هغه له مينځه يوسي او امان الله چې اوس ورڅخه لاره ورکه شوي ده ووژني، له دې امله د دې معاهدې د تطبيق په خاطر د خوږياڼیو خلکو چې شل زره تنه جنګي کسان يې درلودل پر کابليو عسکرو باندې چې شمير يې نهو زرو تنو ته رسيده بريد وکړ، دا بريد (نولس) په حدود کې صورت ونيو او هغوى ته يې ماتي ورکړه او د هغوى صاحب منصبان تر اوسه پورې بنديان دي، د دوى مشر محمود نوميږي چې د امير امان الله يو  اعتمادي جنرال دى.
٤- ...د کابل د حکومت ټولې اړيکې له مينځه وړل شوي دي اوس ختيځه سيمه د شريعت د قانون پر بنسټ اداره کيږي ... .
٥-د جلال آباد ښار تر اوسه پورې مهاصره دى د افغان حکومت ځينې پلويان چې د اسلام دښمنان دي په کې اوسيږي، څرنګه چې د ښار اوسيدونکي د باندې نه شي وتلى نو قبايلي عسکر پر ښار باندې په دې ويره يرغل نه شي کولى چې بې ګناه کسان به ووژل شي... .
٦- د زمام دارانو د ظلمونو په مقابل کې زموږ اقدامات کوم شخصي جنبش نه دى بلکې يواځې د ريفورمونو د له مينځه وړلو له پاره دى چې دا يو کافر ريفورم دي ... زه به په دې مناسبت د امان (امان الله خان) د بې نظميو دغه لاندې مثالونه ذکر کړم:
الف:خپلو قوانينو ته شکل ورکول او شريعت ته احترام نه کول.
ب: دا چې هېڅ يوه دعوه د څلورو ښځو بې له مستندو دليلونو څخه نه فيصله کوي.
ج: قرآن شريف د څلورو ښځو واده کول روا ګڼي او امان الله دا شى د يوې ښځې واده کولو ته محدود کړي دي.
د: په خپلو مامورينو باندې يې په زور سره د هغوى زياتې ښځې طلاقې کړي دي.
ه: د ښځو ويښتان کمول د هغوى چادرى شکول، د هغوى مټونه او سينې بر بنډول.
و: د ښځو حجاب لرې کول.
ز: پيغلې نجونې اروپا ته استول.
ح: د جمعې او د حج ورځې بدلول.
ط: د رشوت او فساد تشويق کول.
ى: د تياترونو، سينما ګانو او نورو نندارو منځ ته راوړل.
ک: امان الله د لويې جرګې په ورځ داسې خبرې وکړې چې د افغانستان د ټولو سپين ږيرو پر وړاندې  د خداى (ج) پيغمبر محمد(ص)  ته درناوى په کې ونه شو، نو په دې توګه هغه کافر شوى دى او د وژلو وړ دى.
٧- د اروپا څخه د هغه د راتګ څخه د مخه... هغه خپل ريفورمونه چې د شريعت پر خلاف وو په پټه او په سياست کې خلکو ته معرفي کول... ليکن هغه د اروپا له سفر څخه وروسته خپل خراب ريفورمونه په ډاګه سره معرفي کړل، دا چې د افغانستان زيات وګړي په حنيفي فرقې پورې تړلي دي نو تصميم یې ونيو چې له تاج او تخت څخه يې وغورځوي او ويې وژني.
٨-... په اسلام کې ټول هغه شيان وجود لري چې د تمدن او مذهب لپاره ضرور دي... په دې لحاظ نن ټول افغانستان غواړي سره يو شي او ځان ازاد کړي.
٩-... زه خپلو مسلمانو وروڼو ته ډاډ ورکوم چې په هغه ورځ چې امان الله له پاچاهى لرې شي او د افغانستان د ټولو خلکو لخوا د شريعت مطابق کوم نيک سړى وټاکل شي نو زه به لومړى نفر وم چې د هغه متابعیت وکړم، په حاضر وخت کې زه محمد الم شينوارى چې نامتو عالمان هم له موږ سره دي ذمه وهم چې د مذهب په خاطر به دغه ټولې هلې ځلې وکړم.
١٠- ... زموږ تلفات سلو تنو ته رسيږي ځکه زموږ جنګيالي خلک پوهيږي چې د خلکو دا مبارزه د مذهب د ټينګولو لپاره ده.
١١-شمالي او جنوبي قبايل په دې پوهيږي چې د ختيځې سيمې د قبايلو راټوليدل د عدالت لپاره دي ، نو په دې توګه هېڅ څوک د حکومت پلوي نه کوي او ټول له موږ سره ولاړ دي.
١٢- د دې لپاره چې هېڅ شى پټ پاتې نه شي او واقيعت دوستانو او دښمنانو ته يوشان څرګند شي زه وړانديز کوم چې د (الامان) په نوم دې يو اخبار وايستل شي او د هغو خپرونو په ضد ويناوې وکړي چې په امان کې خپريږي څو چې اسلامي وروڼه د افغانستان د ولسونو په راتلونکي باندې خبر شي. (اور په افغانستان کې ص ٥٤٩-٥٥٠-٥٥١)
غلام صديق چې د حکومت له خوا د شينوارو قوم ته ورلېږل شوى ؤ، د لاندې التيماتوم سره کابل ته راستون شو، قبايلو موافقه کړي وه چې اوربند وکړي، تر څو د امان الله له لوري ځواب راورسيږي او قبايلو په لاندې ټکو ټینګار کولو:
١- ملکه ثريا دې طلاقه شي.
٢- پرته له محمود طرزي څخه( چې غوښتل يې بندي يې کړي) نوره د طرزي کورنۍ دې تبعيد شي.
٣- د نجونو ټول ښوونځي دې وتړل شي.
٤- هغه نجونې چې د زده کړو لپاره ترکيې ته استول شوي دي بيرته دې راوغوښتل شي.
٥- پرته له بريتانيې څخه دې نور ټولې بهرنى نماينده ګى وتړل شي.
٦- نظام نامه چې د نويو قوانينو مجموعه ده له مينځه يوړل شي.؛
٧- ماليه دې ټيټه کړاى شي.
٨- هغه قانون دې له مينځه يوړل شي چې اروپايي لباس ته ترجع ورکوي.
٩- حجاب دې بيرته په خپل پخواني شکل دود شي.
١٠- اسلامي قانون چې د دې خاورې قانون دى جاري شي.
١١- ملايانو ته دې په حکومت کې ځاى ورکړل شي.(اور په افغانستان کې ص ٥٥٢)
 د سقاؤ زوی چې پخوا مو یادونه ترې وکړه د انګریزانو د استخباراتو لخوا په غېرې مستقیمه توګه استخدام شوی ؤ پېسې او وسلی یې ورکړې او د امان الله خان پر وړاندې یې په ډېره ښه توګه استعمال کړ چې له امله یې امیرامان الله خان واک پریښود او د افغانستان پاچاهي یوه غله او ترهګر ته په لاس ورغله.
(د سقاؤ د زوی په اړه به د د دې کتاب د بانډستي ترهګرۍ په برخه کې پوره معلومات ولیکو.)
 
--------------------------------------------------------------------------------------------------------------
 
 (*)دغه نیټه( ١٩١٩،ز، د مارچ۲۱) سمه نه ښکاري، امیرامان الله خان په(۱۹۱۹،ز، کال په فرورۍ کې واک تر لاسه کړی دی.
اخځ لیکونه:
پنډت جوارلال نهرو، نګاهي به تاريخجهان.
احمد ساجدي، سازمانهاى جاسوسي دنيا.
میرغلام محمد(غبار)، افغانستان در مسير تاريخ.
ريه تالي سټيوارت، اور په افغانستان کې.
ډاکټر ويکټور ګريګوويچ کارګون، افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي.
د څلورم څپرکي، کلتوري(فرهنګي) ترهګرۍ پای