ګټوره کاري قوه، خو څنګه؟!

 
موږ په یوه ځانګړي پېر کې ژوند کوو. په دې پېر کې د افرادو په کاري شرایطو کې داسې بدلونونه راغلي او یا هم راځي، چې د تېر برعکس، چې ډېر کسان په کې په سترو شرکتونو پورې تړلي وو، خپلواک کار کوي او قراردادونه اخلي. دوی نور خپل ټول وخت په یوه اداره کې نه تېروي، بلکې نیمه وخت چارې هم ځان ته ګوري. د کار یوازې نیمه برخه په ادارو کې ټوله ورځ کارترلاسه کوي، خو نور یې مستقل کسان دي، چې شمېر یې ورځ په ورځ ډېرېږي.
ډېری دغه کسان ځکه نیم وخت کار کوي، چې یا خپله دا غواړي او یا هم له دې پرته بله چاره نه لري.
دمګړۍ د ادارو ځانګړنې دادي، چې د مدیرانو او مهمو کارکوونکو په یوې هستې ولاړې دي. له دوی سره له بهره قراردادیان او نیمه ورځ کارکوونکي مرسته کوي. دا د چارو د تنظیم نوې لاره نه ده، ځکه له دې مخکې نسلونو کې هم ډېرو قراردادیانو ورځ او نیمه ورځ کار کړی دی. نوی شی پکې دادی، چې دا مسئله اوس په سترو شرکتونو او دولتي ادارو کې هم عامه شوې، ځکه ارزانه تمامیږي. دغه ادارې دې نتیجې ته رسیدلې، چې دا ښه ده، چې ادارې ټوله ورځ کارکوونکي ولري، خو دا د بشري سرچینو د تنظیم له مخې اصراف هم دی. له دفتره بهر د کراکوونکو په توګه د هغوی ګومارل له دې ارزانه پریوځي، چې ټوله ورځ یې په دفتر کې په کار وګومارو. نن سبا ادارې ډیری له درې ډوله خلکو جوړیږي. لومړۍ برخه یې متخصصان، تخنیکي کارکوونکي او مدیران دي، چې د ادارو لپاره یې حضور مهم دی. هغوی اداري پوهه او د سیالۍ کولو وړتیا لري. هغوی که له لاسه وځي لکه سره او سپین زر مو، چې له لاسه وځي. ډیرې ادارې دي، چې دا ډول کسان په مختلفو ډالیو، لوړ معاش، اضافي معاش، موټر او نورو امکاناتو نازوي. له هغوی نه د سخت او مثبت کار توقع کیږي او کار یې هم باید نتایج ولري. دوی د ادارې په خوښه کار کوي، رخصتي هم کوي، خو شمیر یې کم وي، ځکه ګرانبیه پریوځي. دویه ډله قراردادیان دي، چې له ادارو سره تړونونه کوي. هم افراد دي او هم ادارې. دوی تر ډیره مستقل کسان دي، د کارکوونکي له دورې وتلي او اوس پخپله قراردادونه کوي او یا قراردادي کارونه پرمخ وړي.
درېیمه برخه کسان نیمه او ټوله ورځ کارکوونکي دي، چې په کم معاش کار کوي. دوی ماهر کسان دي او ډیر خیال یې ساتل کیږي. تعهد، خلاقیت هرڅه پکې موندل کیږي. موقت کارکوونکي له خپل ټغر سره سمې پښې غځوي، ځکه دوی هر وخت له ادارې لرې کېدای شي. دوی ډیر د مقام ترلاسه کولو په لټه کې نه وي، بلکې خپله ورځ سبا کوي، خو بریالۍ ادارې هغه دي، چې دا ډول کارکوونکو کې تعهد رامنځته کړي او له ځان سره یې وساتي.
په اوسمهالو وختونو کې هیځ اداره هم چاته د کار او دندې ژمنه نه ور کوي. بې کاره کسان له ځانونو سره نه ساتي، یو کار، چې په یوه کس کیږي، دوه کسان نه ورته ګوماري او څوک چې خپل کار پرمخ نه شي وړلای، پیسې پرې عبث نه مصرفوي. هرڅوک د ځان په غم کې دي، که کارکوونکي ښه کار کوي اداره یې هم نازوي، خو د کار سړی نه وي، ادارې هم هسې وخت او پیسې نه پرې ضایع کوي. ( ژباړه)
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.